پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه پاکستان کې ۳۴ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شول

په پاکستان کې ۳۴ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شول

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۴ مه) په پاکستان کې نن (یکشنبې) په دوو جلا ترافیکي پیښو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وایي، په وژل شویو کې ۱۲ زیارتوال وو چې د ایران له پولې څخه د تېرېدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

په لومړۍ پیښه کې، ۲۲ کسان هغه وخت مړه شول چې د دوی د سپرلۍ بس د پنجاب ایالت او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ترمینځ او ازاد پټان ښار ته نژدې په دره کې ولوېد.

په دوهمه پیښه کې، ۱۲ کسان هغه مهال مړه شول چې د سپرلۍ بس یې د بلوچستان ایالت د مکران د ساحلي لویې لارې په دره کې وغورځېد.

دغو کسانو هم غوښتل چې د زیارت لپاره ایران ته لاړ شي خو ایران اجازه نه وه ورکړې.

په پاکستان کې ترافیکي ډېرې ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...