شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېدریپيغور په پښتني ټولنه کې | ساینسپوهه نګین کرګر 

پيغور په پښتني ټولنه کې | ساینسپوهه نګین کرګر 

د لومړې ځل لپاره مې جرأت وکړ چې خپلی لیکنې خلکو سره شریکې کړم، چې ‌‌‌‌‌‌د‌‌‌‌‌‌ډیرو دوستانو هرکلی او تشویق سره مخامخ شوم، د زړه له کومې ترې مننه کوم.

زه د ‌‌‌‌‌‌ډیرو بیځایه خبرو او خلکو سره له ناستي نه خپل یواځیتوب غوره ګڼم اکثراً چې کله سهار وختي له خوبه راپاڅیږم یا قدم وهلو ته ځم یا چې نشم کولاې دباندی ووځم نو د خپلې قهوې له پیالې سره موبایل کې هر څه په زړه راشې  لیکل کوم ، زه پوهیږم چې زما د پښتو املا د ځینو بیبیانو او استادانو هومره پیاوړې نده ځکه ما په دري کې مکتب لوستی دی هغه هم د مجاهدین صاحبانو د توغندیو له شرنګار سره چې په ورځو ورځو به کور کې ناست وو، او پښتو لیکل مې یوازې د مورنۍ ژبې له وجی زده کړی ده. زه کولای شم پلار ته یې ورکړم چې اصلاح یې کړې خو ساینس کې دا جوته شوې ده چې هغه څه چې د غلطۍ یا ناکامې تجربې نه زده کیږې نه بل چا د اصلاح کولو نه ښه نه زده کیږې. زه خپل کوښښ کوم چې سمه شې، زه لیکواله نه یم او نه دا نوم یا حق ځانته ورکولې شم ، کله چې د ساینس او د کیمیا د حساب کتاب او د لابراتوار د ماشینونو د غږو نه هم ستومانه شم یواځې کار چې په شوق سره یې ترسره کوم هغه لیکل دې. پس له دی لیکنو یوه جالبه خبره چې ما ته جوته شوه هغه دا وه چې ځینو ښځو پر ما په فیسبوک کې ملن‌‌‌‌‌‌ډې شروع کړې. نو د ملالۍ بشیر شعر پاې رایاد شو چې وایې :

(دلته د زړه خبر د سر سودا ده

د خپل زړه مه منه نجلۍ

خلک به څه وايي؟)

ځکه مې زړه ته راغلل چې نن به داسې څه ولیکم چې ولې ملن‌‌‌‌‌‌ډې ‌‌‌‌‌‌ډیرې د ښځو لخوا وې؟ هر پښتون یا پښتنه د ژوند په اوږدو کی خامخا د پیغور سره مخامخ کیږې.

زمونږ ټولنه کې نارینه ته د ښځینه پیغور ورکوول د هغه د پیاوړتیا سبب ګرځې مثلاً ورته که وویل شې چې بنګړې لاس کې واچوه یا ټیکرۍ په سر کړه، دا نارینه ته لوې شرم ګڼل کیږې، خو بدبختانه یوې ښځې ته مخصوصاً چې هغه ښځه په خپلې پیاوړتیا کې باورې نه اوسې نو پیغور د هغې ټول وجود ماتوې او احساسات یې ورته داسې وران کړې ، هغه د ځان سره تل وایې زه ولې د پیغور شوم؟ ځان ته یم حیرانه چی زه ولې پښتنه یمه ؟ ښایې زه یواځې ونه اوسم چی پیغورونه زغمم ، د بدجنسه بد اخلاقه انسانانو ښکنځلې زغمم،  د بدرنګ ذهنونو انسانانو کتل زغمم، د خلکو ملن‌‌‌‌‌‌ډې زغمم ، د لیونتوب پیغور د باغی توب پیغور ، د پښتنو پیغور ، د ستوغو ستغو خبرو کولو پیغور زغمم. کله چې یوه پښتنه نجلۍ \میرمن ټولني ته راووځې هغه بیا د قضاوت بیلګه وګرځې. د کور د وګړو نه نیولې تر د کلې اشپز او نایې چې کله یې نیکه ته په خیراتونو کې ښوروا پخوله او د نیکه ږیره به یې و ته سموله هغه هم پر دې پياوړې میرمن ملن‌‌‌‌‌‌ډې وهې. زمونږ ټولنه کې نارینه په دی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه دې چې ددوې د پرمختګ مخه ښځي نشې نیولې ، ځکه دوې د خن‌‌‌‌‌‌ډونو او دودونو نه خبر دې، خو ‌‌‌‌‌‌ډیرې لوستې نورې میرمنې حتی په ټولنیزو رسنیو کې نن سبا داسې حسادت کوې چې نړۍ دارالمجانین ښکاره كیږې.

سیمون دیبوار  Simone de Beauvoir (1908-86) مشهوره فرانسوی لیکواله او فیلسوفه په خپل کتاب دوهم جنس په اته ویشتم مخ کې لیکې:

د ښځو کړنې او فعالیتونه په ټولنه کی تل سمبولیکې وی، دوی هغه څه ګټې کوم چی نارینه یې غواړې ځکه چی دوی په یو واحد تنظیم کی پخپلو کی سره هم نشې راتللې او سره نه جوړیږې ، او دوی نشې کولې په خپلو مخالفینو کی مثبت رول ولوبوی . د جنس تقسیم یواځی د انسان په تاریخ کی یوه بیالوژیکه ورکړه ده.مونږ سره له دې چې د یو اسلامې ملک نه یو او عقیده لرو چې خداې قضاوت کوې، او هر څه کې یې حاضر او ناظر بولو خو بیا هم  موږ ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه قاضیان یو، د ژوند قاضیان د بل چا د کامیابه او ناکامه تجربو قاضیان، که ښځه وې که نارینه مونږ ورپسې څراغونه لاس کې اخیستې وې چې څنګه نیوکې وکړو، څنګه یې په فیسبوک او ټویتر کې ذلیل کړو، ، او بیا چل یې هم ښه راځې ، ځکه خپله مو د وړو پزه ځانته د یو څو خوارانو منځ کې جوړه کړې وې نو ددې په خاطر چې پلانکۍ او بیستانکۍ ذلیل کړو ، حتماً دومره وزګار یو چې د مستعار ای‌‌‌‌‌‌ډی نه ورپسې ورشو او چیرته ورته یو دوه عکسونه پیدا کړو ، او څه چټیاټ چې مو په کوڅه کې زده کړې وې ددې ښځې یا نارینه نه په فیسبوک کې قربان کړو ، او یو څو نور وزګار خیل بیا هغه ته واه واه کوې. مونږ د هر چا د ژوند قضاوت د خپل عقل او پوهې په تول سره کو،  څنګه یې ورته کوچنۍ ازادۍ لکه د لیکلو، د خندا د ژړا او د احساساتو د څرګندولو ازادی واخلو ، څنګه غواړو یو کس زمونږ د قضاوت لاندې ژوند وکړې، څنګه پری تحمیل کړو کوم سبق ووایې ، چا سره واده وکړې، او د خلکو مخکې څرنګه چې ده نه اوسې. واقیعتونه اوریدل او واقیعتونه منل د ژوندانه او خصوصاً زمونږ د ټولني د یو سلسله مشکلو کارونو څخه دې چې مونږ لا په ترراوسه د ټولنې په کچه دې کې مطلقه ناکام یو.

كله چې سیمون دیبوارپه 1949 کال کې خپل کتاب په اته سوه مخونو کې چاپ کړ،دا هغه مهال و چې دوهمه نړۍ واله جګړه پاې ته رسیدلی وه، دنوموړی سره البرکامو او ژان پل سارتر دوه مشهوروفیلسوفانو یو نوی پړاو ټولنې ته وروپیژنده، دوي دریواړو وکولاي شو چې په امریکا او فرانسه کې د فیمینزم یو نوۍ خوځښت چې هغه د اګزیستانسیالیزم یا موجودیت یا په دری کی هستې ګرایې ویل کیږې پیل کړ. دوې دا فلسفه د لیکنو او هنر له لارې خلکو ته وړاندې کړه. د سیمون دیبوار دا خبره ‌‌‌‌‌‌ډیره مشهوره ده چې وایې ؛ یو کس پیدا ندی بلکه هغه یوه ښځه ده، دا دسیمون د فلسفې یو نامعلومه اړخ و ، چې په اوسنۍ پیړۍ کې مخصوصاً په پښتنه ټولنه کې ‌‌‌‌‌‌ډیر خلک دا فکر کوې چې دا د ښځو بیلاری کولو یوه نامعقوله او نه منلو وړ یوه مفکوره ده. لکه څرنګه چې د فیمینزیم لمړۍ پړاو د ښځو حقوق په ټاکنو کې، د کور اخیستلو ، میراث او د کار ځاې خوندی کولو پړواو وو دوهم پړاو یې چې ددوهم جنس یا Second sex په کتاب کې په تفصیل سره یې هر اړخ څیړل شوې دې نړیوالو ته وروپیژندل شو. دې کتاب کې سیمون دیبوار لیکي (انسانیت نارینه دی، او ټولنه کې نارینه ښځې تعریفوې). دا په دی مانا چې د ښځو اګزیستنس یا موجودیت په سوال کې مطرح دي. د اګزستنس یا موجودیت هدف دا دې چې ښځې خپل بیالوژیکې موجودیت ندي انتخاب کړې، نجلۍ خپل مور او پلار ندې انتخاب کړې، او نجلۍ ندې انتخاب کړې چې دا به یو ښځینه موجود نړۍ ته راځې ، یا نجلۍ ندې انتخاب کړې چې ارثې اړیکې د چا سره لرې یعنی پلار او نیکه یې څوک بلید اوسې، نو د یوې نجلۍ یا ښځې بیالوژیکې موجودیت باید ددوې لپاره دا معذرت نه اوسې چې دوې پیاوړي ندې.  د موجودیت په فلسفه کې دا دې چې مونږ (میرمني) د ژوند مسولیت واخلو، خود کفا اوسو، او په خپل ژوند کې تل په یوه مقصد کې پر مخ لاړ شو. زمونږ پښتني ټولنه کې دا یو خورا ناشونې کار دې، ځکه چې یوې ښځې ته مسولیت سپارل د تصور نه بهر خبره ده، پرته له دې چې فکر وکړو ، زمونږ وطن کې ‌‌‌‌‌‌ډیرو مون‌‌‌‌‌‌ډو میندو خپل اولادونه په ‌‌‌‌‌‌ډیرو کمو امکاناتو په ‌‌‌‌‌خورا پیاوړتیا روزلې دې. حتې که یو هنر لکه جامې ګن‌‌‌‌‌‌ډل ، قالینه اوبدل ، اشپزې یې هم زده نه وو د خلکو د کورونو په پاکولو یې وو خپل د ژوند مسولیت اخیستۍ دې او په میړانه او عزت نقس سره یې ټولنې ته صالح اولادونه روزلې دې. سره له دې چې د جګړې ناخوالې دې او دا هرڅه په خپلو کورنیو کې وینو ، مونږ لا بیا هم تر اوسه دی ته چمتو نه یو چې نجونې مکتب ته ولیږو، یا حتی د خپلو اسلامې او انسانې حقوقو نه یې برخمني کړو، نجلۍ په کوچنې عمر کې واده شې، هغه چې خپله ماشومه وې او د مور مینې ته اړتیا لرې څنګه کولاې شې بل ماشوم ته مینه ورکړې؟ زمونږپه پښتني او اسلامې ټولنه کې دا ‌‌‌‌‌‌ډیره اسانه ده چې ښځې مسولیت وانخلې، ځکه نفقه یې په خاوند فرض ده، او ‌‌‌‌‌‌ډیرې خپله خوښه نلرې یا نشې کولاې خپله خوښه اظهار کړې. دا شیان په اروپایې هیوادونو کې د ښځو د تعلیم او په ټولنه کې د مشترکې ون‌‌‌‌‌‌ډې اخیستلو سره کم شو چې په اقتصاد د ماشوم تربیه او هرې برخې کې دا یو پیاوړۍ بدلون و. بعضی میرمنې نغواړې چې مسولیت ومنې حتې عصبی ساینس پوهانو په څیړنه کې ثابته کړې ده چې د ښځې په تحت الشعور کې دا غریضه نشته چې بدلون خوښ کړې بلکه څرنګه چې ورته ویل کیږې هماغسې پر مخ ځې یا د بدلون زیار نباسې. ددې په هکله سیمون دیبوار وایې چې شریک مسولیت نه منل د ښځو اخلاقی نیمګړتیا ده که چیرته دا امکانات ولرې او عملې یې نکړې.

 په 1947 کال کې Ethics of ambiguity یا ګنګ کردار یا ګنګسه فلسفه په دې هکله داسې وایې چې که غواړې ازاده اوسې نو کولاې شې چې خپل ځان په یوه پراخه راتلونکې کې چې د مسولیت نه ‌‌‌‌‌‌ډکه اوسې تصور کړئ. دا ازادې کیداې شې ځینو ته بی مانا ښکاره شې، خو که ژور پری فکر وکړو هري ښځې چې یو مقام ته ځان رسولې ‌‌‌‌‌‌ډیر دکړاونو تورونو او پیغورنو نه سخت مزل یې وهلې دې. بدبختانه چې زمونږ ټولنه کې سر پورته کول یا خپل غږ ایستل نه یواځې چې د نارینه وو غبرګون د کورنۍ او پیژندګلو پیغور او د ښځو حسادت راپاروې او همدا وې چې نجلۍ د کورنۍنه بلکه د ټول قام شرم وګرځې، د دې نجلۍ د بیشرمۍ  مثال په هر کور کې وې.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب