تاند【یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۴مه】د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستيو درېيو ورځو کې له پاکستانه ۵۱۷ تنه افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې مياشتې په لومړۍ او دويمه ۲۸۷ تنه بنديان د تورخم او سپین بولدک له لارو راستانه شول، او د غبرګولي په ۳مه بيا ۲۳۰ نور بنديان له پاکستانه راستانه شوي دي.
سرچينه زياتوي، دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ناقانونۍ له امله تر يوې يا دوو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو، د سرحدي امريتونو له لوري د ثبت، نومليکنې، لومړنيو مرستو او له هرکلي بهير وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږل شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوال تر بل هر وخت له سخت او بد حالت سره مخ دي.
هلته مېشت افغان کډوال وایي، پاکستاني پولیس یې وهي، ټکوي او د مالونو تر ظبط وروسته یې په زوره له دې هېواده شړي.
بل لورته تازه د ناروې د کډوالو شورا د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو او په افغانستان کې د بشري ناورین په تړاو خبرداری ورکړی دی.
دغه شورا په خپل راپور کې ویلي، له یو میلیون څخه زیات افغانان چې زیاتره یې په زوره له پاکستانه ستانه کړای شوي، له پراخې بېوزلۍ او اقتصادي سقوط سره مخ دي.
د داسې اسلامی ګاوندي خو دې خدای په دین او دنیا خوار کړې، هره ورځ سل، دوه سوه، پینځه سوه اوووو بندیان را خوشي کوي چې دا یې څمره بندیان کړی دي.
چې هر څوک که رهبر وي که غیر رهبر چې پاکستان ته مسلمان، ورور او انصار وايي خدای دی تباه کړې.