Homeخبرونهپاکستان کې طوفانونو او ورښتونو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ژوبل...

پاکستان کې طوفانونو او ورښتونو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ژوبل کړي

تاند【یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۴مه】د پاکستان په پنجاب ايالت کې د پرون شنبې د ورځې د شدید طوفان او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۹۲ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ياد ايالت د طبيعي پېښو د مديريت ادارې (PDMA) د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې دغو شدیدو طوفانونو په راولپندۍ، جهلم، شيخ‌پوره، ننکانه او د لاهور ښار په بېلابېلو سيمو کې مرګ‌ ژوبله اړولې ده.

د ځایي چارواکو په وينا، په اغېزمنو سيمو کې په زیات شمېر خاورین کورونه هم زيانمن شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دغو سختو طوفانونو د لاهور د علامه اقبال نړيوال هوايي ډګر چارې هم اغېزمنې کړې دي.

1 COMMENT

  1. پنجابیان دی الله ټول سره تباه کړی چی نور افغانانو ته په سپکه سترګه و نګوری ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...