تاند【یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۴مه】د خوړو نړېوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په غزه کې د خوړو کمښت له کبله تر ۷۰ زرو زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
الجزیرې د خوړو نړیوال پروګرام د مسوولانو له قوله په خپل راپور کې زیاته کړې چې، د خوراکي توکو د مرستې لپاره له هر فرصت څخه ګټه پورته کوي، خو وایي، چې ورکړل شوي خواړه کافي نه دي.
د راپور پر اساس د قحطۍ مخنیوي او ژوند ژغورولو لپاره د مرستې چمتوکولو لپاره سمدستي، خوندي او غیر محدود لاسرسي ته اړتیا لري.
بل لورته یو شمېر رسنۍ وایي، چې غزې ته د چمتو شویو ۴۰۰ لاریو بشري مرستو له ډلې یې یوازي څو محدودو لاریو ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې.
په ورته وخت کې یو شمېر سرچینو په غیر رسمي راپورونو کې ویلي، چې غزه کې د سختې لوږي تر حاکمېدو وروسته په شاوخوا یو ملیون فلسطیني وګړو کې د خوارځواکۍ نښې راښکاره شوې دي.