Homeخبرونههند د افغانانو لپاره د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

هند د افغانانو لپاره د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

تاند (یکشنبه، د وږي/ جوزا ۴ مه) هند یو ځل بیا افغان اتباعو ته د بېلابېلو ویزو د ورکولو بهیر پیل کړی، چې پکې سوداګرو او هنرمندانو ته هم ویزې شاملې دي.

دا اعلان د هند د حکومت یوې رسمي ویبپاڼې پرون (شنبې) خپور کړ او ویې ویل، دا اقدام له پنځو کلونو وروسته شوی دی. هند د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه ودروله او خپلې کونسلګرۍ او سفارت یې بند کړل.

سره له دې چې د هند حکومت تر اوسه افغانانو ته د ویزو د بیا پیل په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو د حکومت یوه سرچینه The Hindu ورځپاڼې ته ویلي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو لپاره د نوې آنلاین ویزې ماډیول فعال شوی دی.

د ویزو ډولونه

د indianvisaonline.gov.in وېب‌پاڼې له مخې، اوس یو نوی “New AFGHAN Visa” پورټل پرانستل شوی، چې افغان اتباع کولی شي آنلاین ویزه ترلاسه کړي.

په دې پورټل کې لاندې ویزې شاملې دي:

  • تحصیلي  (Student)
  • سوداګري (Business)
  • درملنه (Medical)
  • د ناروغ ساتونکی (Medical Attendant)
  • ننوتنه/ورود (Entry)
  • د ملګرو ملتونو دیپلومات (U.N. Diplomat)

د اسنادو شرایط:

غوښتنلیک ورکوونکي باید لاندې اسناد پورته کړي:

  • له سپین شالید سره مخامخ تازه عکس
  • د پاسپورټ د بایو/عکس پاڼه
  • د تابعیت تذکره (Tazkira) چې نوم، د زیږون نېټه، تابعیت، د اعتبار موده او نور شخصي معلومات پکې وي.

د ننوتو ویزه (Entry Visa):

هغه هنرمندان، فرهنګي شخصیتونه، اکادمیک کسان، او مسلکي خلک چې د پېژندل شویو بنسټونو له خوا د لنډ مهالو فرهنګي فعالیتونو لپاره هند ته راځي (بې له امتیاز یا معاوضې) کولی شي د “ننوتو ویزې” لپاره غوښتنه وکړي.

همداراز، هغه ماشومان چې له پخوانیو واده شویو افغان والدینو څخه دي او اوس د هند له یوه وګړي، یا د هند د اصل شخص، یا OCI کارت لرونکي سره واده شوی وي، هم کولی شي د ننوتو ویزه ترلاسه کړي.

د سوداګرۍ ویزه (Business Visa):

  • ورزشکاران او روزونکي چې د هند په تجارتي سپورتي پیښو کې ګډون کوي.
  • هغه افغانان چې غواړي په هند کې سوداګریز یا صنعتي کاروبار پیل کړي.
  • هغه کسان چې د اوږدمهالو تجارتي فعالیتونو لپاره مکرر سفر ته اړتیا لري.
  • پانګوال او د هغوی ملګري.

نور شرایط:

  • هغه افغانان چې په هند کې ملکیت لري،
  • هغه والدین چې بچی یې د لوړو زده‌کړو لپاره هند ته تللی وي،
  • یا هغه والدین چې له ۱۸ کالو کم عمره اولاد لري، هم کولی شي د ننوتو ویزې لپاره غوښتنه وکړي.

شالید:

هند د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم د افغانستان لپاره هرراز ویزې ځنډولې وې. یوازې د “e-Emergency X-Miscellaneous Visa” په نوم یو بېړنی ډول ویزه اعلان شوې وه، چې ډېری یې یوازې د هندوانو او سیکهـ لږکیو لپاره منظور شوې وې.

له طالبانو سره تماس:

د مې میاشتې په ۱۵مه، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر د طالبانو د حکومت له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دا د طالبانو له ادارې سره د هند د یوه وزیر په کچه لومړی رسمي تماس ګڼل کېږي، سره له دې چې هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...