تاند (یکشنبه، د وږي/ جورا ۴ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، د چین له یوه جګپوړي ګمرکي چارواکي سره په کتنه کې د افغانستان پر صادراتي توکو د مالیاتو د کمېدو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (۲۴ مې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې احمدالله زاهد د چین د ګمرکاتو ادارې له مرستیال سره لیدلي او د افغانستان لپاره یې د صادراتو پر وړاندې د موجودو محدودیتونو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چین د ګمرکاتو مرستیال ټینګار کړی چې افغانستان د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفیت لري، او یادونه یې کړې چې چین پر افغان صادراتو ګمرکي تعرفې ختمې کړي او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د پراخېدو لپاره مناسب فرصتونه موجود دي.
هغه دا هم ویلي، سره له دې چې د چین قرنطیني معیارونه سخت دي، خو چین چمتو دی چې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د طالبانو غوښتنې:
- احمدالله زاهد د صادراتي توکو لپاره د اضافي ارزښت مالیې (VAT) د کمېدو غوښتنه کړې، چې اوسمهال په بازار کې ۹ او ۱۳ سلنه ده.
- هغه ویلي چې دا مالیه باید کمه شي ترڅو د افغان محصولاتو لپاره د چین په بازار کې د سیالۍ زمینه برابره شي.
- هغه له چیني چارواکو غوښتي چې د عمومي کرنیز تفاهملیک تر لاسلیک مخکې دې یو شمېر ځانګړي افغان محصولات (لکه وچې مېوې، درملیز نباتات، زعفران او تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار) له قرنطیني معیارونو څخه مستثنا شي.
- د افغانستان باروړونکو موټرونو ته دې د قرغیزستان او قزاقستان له لارې چین ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.
- د افغانستان هوایي شرکتونو ته دې پر ارومچي سربېره د چین نورو ښارونو ته، د الوتنو اجازه ورکړل شي.
د چین ژمنه:
د چین د ګمرکاتو مرستیال ډاډ ورکړی چې دا وړاندیزونه به له دیپلوماتیکو لارو وڅېړل شي او تر ممکنه بریده به لازمې همکارۍ وشي.
چین د امریکا او اروپايي هیوادونو په شان په خلاص لاس بشري مرستې نه کوي خو که د افغانستان محصولاتو ته یې خپل بازارونه پرانیستل، دا به یې له افغانستان سره تر ټولو لویه مرسته وي.