یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+په وټس اپ کې بدلونونه راځي

په وټس اپ کې بدلونونه راځي

تاند- په وټس اپ کې، چې نن سبا د ډیرو خلکو ترمنځ د مکالمو او خبرواترو یوه ښه وسیله ګڼل کېږي، یو لړ بدلونونه روان دي.

د دغو بدلونونو په منځ کې د اوو (۷) په اړه څه نا څه معلومات څرګند شوي دي.

د بریتانیا د سن ورځپاڼې د راپور له مخې، وټس اپ پر له پسې په خپل پروګرام کې پر نویو ځانګړنو کار کوي او هغه ازمېښت کوي.

د نویو ځانګړنو له ازمېښت وروسته په وابیټا انفو (WABetaInfo) کې د ټکنالوژۍ متخصصان پروګرام ارزوي او له هغه وروسته یې افشا کوي.

اوس ۷ مهم بدلونونه تر کار او ازمېښت لاندې دي.

په دغو بدلونونو کې یوه پاڼه د کاروونکو لپاره ده چې تاسو له ګروپونو نور ګروپونه جوړ کړئ. تراوسه وټس اپ اجازه نه درکوي چې یو لېږل شوی متن اصلاح یا اډیټ کړئ، خو د نویو تغییراتو له عملي کېدو وروسته به تاسو هغه متنونه، چې ۱۵ دقیقې مخکې مو لېږلي، اصلاح کولی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب