دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت د سترې محکمې د پخواني ريیس جنازه هیواد...

د بهرنیو چارو وزارت د سترې محکمې د پخواني ريیس جنازه هیواد ته راوړي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې هیواد ته د افغانستان د سترې محکمې د پخواني ريیس محمدیوسف حلیم د جنازې د راوړلو لپاره اقدامات وکړي.

د بهرنیو چارووزارت ویندوی قهار بلخي ویلي چې سفارت ته ویل شوي چې د ارواښاد حلیم د کورنۍ له غړیو سره په دې اړه همږغي وکړي.

ښاغلي بلخي په یوه ټویټ کې کښلي چې د حلیم د جنازې او خاورې ته سپارلو مراسم به د اسلامي او افغاني ادابو پر اساس په افغانستان کې ترسره شي.

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د سترې محکمې وروستنی ريیس قانونپوه سيديوسف حليم د ابوظبۍ په کمپ کې د ۶۲ کلونو په عمر وفات شو.

حلیم د ۲۰۱۵ د جولای په ۲۷ مه (د۱۳۹۴ د زمري په ۵ مه) د سترې محکمې ريیس ټاکل شوی و.

قانپوه سیدیوسف حلیم مخکې تر دې چې د سترې محکمې رييس وټاکل شي، د عدلیې وزارت د مسلکي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

دی په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د کابل په نادریه لېسه کې کړي، لیسانس یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه ترلاسه کړی او ماسټري یې د حقوقو په برخه کې د ایران له ازاد اسلامي پوهنتونه اخیستې ده.

ده شاوخوا ۳۵ کاله پخوا د عدلیې وزارت د فوانینو په ریاست کې دنده پیل کړه او په دغه وزارت کې یې په بیلابیلو پوسټونو کې کار کړی دی. نوموړی تېر کال د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له ګڼو نورو افغانانو سره مهاجر شو او شاوخوا یو کال یې د ابوظبي په کمپ کې تېر کړ.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب