تاند ( پنجشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې غزني کې د کابل – کندهار پر لویه لار د تېرې شپې ټرافیکي پېښو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.
یاد بنسټ ویلي، د قربانیانو د ملاتړ په موخه یې، د غزني روغتونونو ته درمل او طبي توکي استولي دي.
دا نه دي ویل شوي،چې په مرسته کې څو قلمه طبي توکي شامل دي.
دغه راز هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غزني کې د کابل – کندهار پر لویه لار په ټرافیکي پېښو کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د غزنې د سیمه ییزو مسوولینو د شمېرو له مخې، د تېرې شپې په پېښو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه شوي او ۷۶ نور ژوبل دي.