Homeخبرونهافغان لوبډلې زمبابوې ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په ستر...

افغان لوبډلې زمبابوې ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په ستر توپیر ماتې ورکړه

تاند ( پنجشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د دویمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په لومړنۍ پاڼۍ کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۱۰۴، عبدالمالک ۸۴، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۹* او محمد نبي ۱۸ منډې جوړې کړې.

زمبابوې لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوزېدو یې یواځې ۵۲ منډې وکړې.

په توپوهنه کې د افغان لوبډلې په ګټه فضل الحق فاروقي ۲ الله محمدغضنفر او نوید ځدراڼ ۳-۳ او عظمت الله عمرزي د زمبابوې یو لوبغاړی وسوزوه.

تر دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوه،خو د لومړۍ لوبې په نهو ترسره شویو اورونو کې عمرزي د زمبابوې ۴ لوبغاړي سوزولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...