یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۴) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۴) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

څلورویشتمه برخه

د ټولنې بیکاره پرګنه

د یوویشتمې اقتصادي پيړۍ ترټولو  مهمه پوښتنه ښايي دا وي چې د ګڼ شمېر اضافه او بیکاره کسانو سره به څه کوي؟ کله چې یو ځیرک خو لاشعوره الګوریتم د انسان په پرتله په ډېرو برخو کې ښه او سم کار کولی شي نو باشعوره او باضمیره انسان ته به څه اړتیا وي؟ د تاریخ په اوږدو کې د کار مارکیټ په درې برخو ویشل شوی دی. کرهڼه، صنعت او خدمات.

تر ۱۸۰۰ میلادي کلونو پورې زیاتره خلک په کرهڼه بوخت ؤ او یوازې کوچنی لږه کی په صنعت او خدماتي کارونو اخته ول، له صنعتي انقلاب سره د پرمختللو هیوادونو خلکو کرهڼیزې ځمکې پریښودې او فابریکو ته ېې مخه کړه خو یو شمېر بیا تر پخوا زیات به خدماتي کارونو بوخت شول. په وروستیو کلونو کې صنعتي هیوادونو یو بل انقلاب هم تجربه کړ چې ورسره  صنعتي کارونه کابو له منځه لاړل او خدماتي کارونه پراخ شول. په ۲۰۱۰ کال کې یوازې دوه سلنه امریکایان په کرهنیزو کارونو بخت وو، ۲۰ په سلو کې صنعتي کارونه کول او ۷۸ سلنه د ښوونکو، ډاکټرانو، د ویبباڼو د جوړونکو او نورو کسبونو په شان دندې درلودې. نو اوس چې الګوریتمونه تر انسان ښهٌ تدریس ، ښه معالجه او ښه طراحي وکړاي شي د ټولنې دغه لویه پرګنه به څه کوي؟

دا ډیره نوې پوښتنه هم نه ده. کله چې صنعتي انقلاب رامنځته شو خلکو دا ویره درلوده چې د ماشینونو په راتګ سره به ډیری انسانان بیکاره شي خو کله هم داسې ونه شول ځکه کله چې به پخوانۍ دندې له منځه تللې نو په ځاي به ېې نوې دندې رامنځته شوې او تر اوسه پورې تل ډیر داسې شیان وو چې انسان تر ماشین ښه ترسره کولی شواي. خو دا د طبیعیت قانون نه دی چې بیا به هم همداسې کیږي. اوس هیڅ ډول ضمانت نه شته چې په راتلونکې کې به بیا همدغه ډول نوې دندې رامنځته شي. انسان دوه وړتیاوې لري فزیکي او ذهني نو تر هغه وخته چې ماشینونو له انسان سره په فزیکي برخه کې سیالي کوله انسان په ذهني برخه کې ځانته کارونه پيدا کول چې تر ماشین ېې ښه هم ترسره کولی شول. ماشینونونو ورو ورو لاسي صنعت د ځان کړل او انسان په ذهني کارونو ډیر بوخت شو. خو اوس به څه کیږي کله چې الګوریتمونه تر انسان ښه حافظه، د تحلیل ښه دقت او د طراحۍ ښه وړتیا ولري؟

دغه نظریه چې انسان تل یو ځانګړی استعداد او یوه خاصه وړتنیا لري  چې د لاشعوره لوګاریتمونو له وسه وتلې خبره ده  اوس یو خوب او خیال دی دغه خیال او خوب ته ساینس خپل ځواب په دریو اصولو رالنډ کړی دی:

۱ـ  ټول ژوي او ارګانیزمونه الګوریتمونه دي. ټول حیوانات، دغه راز هومیوساپینس د یو ارګانیک یا عضوي الګوریتم یوه ټولګه دی چې د میلیونونو کلونو په اوږدو کې ېې د تکامل د نظریې په اساس بڼه خپله کړې.

۲ـ  الګوریټیمک حساب کتاب له هغو موادو او شیانو اغیز نه مني چې تاسو د حساب ماشین ترې جوړ کړی دی. دا مهمه نه ده چې ته د یوې مرمۍ پوچک یا چوکاټ له وسپنې جوړوې، که پلاسیتک یا لرګي خو دوه جمع دوه مرمۍ څلور کیږي.

۳- دغه راز هیڅ داسې دلیل نه شته چې باور وکړو عضوي یا اورګانیک الګوریتمونه باید هغه کارونه وکړاي شي چې غیر عضوي او غیر حیاتي الګوریتمونه«کمپیوټري ماشینونه» به ېې کله هم کاپي یا ترسره نه کړاي شي. تر هغو چې حساب کتاب  او د الګوریتمونو معادلې سمې روانې وي او اعتبار ولري دا هیڅ مهمه نه ده چې الګوریتمونه له کاربن څخه جوړ شوي وي که له سیلیکانو؟

همدا اوس هم بې شماره شیان پيدا کیږي چې عضوي یا حیاتي الګوریتمونه«د انسان د بدن بیوکمیاوي الګوریتمونه» ېې تر غیر عضوي الګوریتمونو ښه ترسره کوي او کارپوهان په ځلونو دا خبره کوي چې داسې کارونه او شیان شته چې د غیرعضوي الګوریتمونو له دایرې بهر وي او« هیڅکله به» ېې هم غیرعضوي یا نان ارګانیک الګوریتمونه ترسره نه کړاي شي خو دا خبره په ځلونو ثابته شوې چې دغه د «هیڅکله» خبره کله هم د یوې یا دو لسیزو زیات وخت دوام نه کوي. له ډېرو مسلو سره په پخوانیو لسیزو کې« هیڅکله » کلمه کاریدله خو اوس شوني شوي دي.

ډیره موده نه کیږي چې د څیرې پیژندل یوازې یوه انساني وړتیا وه او حتي یو کوچني ماشوم خلک پیژندلی شول خو یو لوي کمپیوټر دغه وړتیا نه درلوده او د کمپیوټرو او الګوریتمونو له دایرې بهر خبره وه خو نن سبا د انسان د څیرو د پيژندلو پروګرامونه او الګوریتمونه تر انسانانو په ځلونو ژر او ښه د څیرو توپیر کولی شي. په ټوله نړۍ کې اوس پولیس او استخباراتي ادارې د عمومي کمرو په مرسته د اخیستل شویو فیلمونو له لارې په اسانه مجرمان او تورن کسان پيژندلی شي.

په اتیایمه لسیزه کې چې کله به د انسان د ځانګړي او واحد ذات په هکله بحث کیده نو د شطرنج د لوبې مثال به ورکول کیده چې ثابتوله ېې انسان په ذهن او شعور سره تر هرڅه بر او ځانګړی دی. دا به تل ویل کیدل چې کمپيوټر به کله هم په شطرنج کې انسان ته ماته ورنه کړاي شي. د ۱۹۹۶ کال د فبرورۍ په لسمه د IBMs Deep Blue کمپیوټري پروګرام د نړۍ د شطرنج اتل «ګیري کسپاروف» ته ماته ورکړه او دا ادعا ېې نه سمه ثابته کړه چې د شطرنج لوبه ځانګړې انساني وړتیا او استعداد غواړي .

 IBMs Deep Blue خپله وړتیا له انسانه ترلاسه کړې او دا انسان ؤ چې په دغه کمپیوټر کې ېې د شطرنج ټول پروګرامونه او ستراتیژۍ ورځاي کړې. د مصنوعي ځرکتیا او ذهن په اساس نوي جوړ ماشینونه تر دې ظریف کارونه کولی شي.

۴۵- ډیپ بلو, ګیري کاسپاروف ته ماته ورکوي.

 د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې د Google Deep-Mind له لوري یو پروګرام معرفي شو چې په خپله ېې زده کول چې څنګه  په خپله د «Atari games» نهه څلویښت ډولونه زده او ترسره کړي. د دغه پروګرام یوه جوړونکي ډیمیس هسابیس وویل:

یوازیني معلومات چې موږ دغه ماشین ته ورکړل د ټلویزیوني پردې پیکسلونه وو، دغه راز ماشین ته مو داسې سیسټم برابر کړ چې څنګه ځانته نمبرې راټولې کړي، له دې پرته باید ماشین نور ټول کارونه په خپله ترسره او برابر کړي.

پروګرام په خپله وکړاي شول د ټولو هغو لوبو قوانین زده کړي چې ورمعرفي شوي وو د Pac-Man  او Space Invaders لوبو رانیولې د ډریورۍ او ټینس تر لوبو ټول ېې زده کړل. له هغه وروسته دغه ماشین دغه ټولې لوبې د انسان په شان او حتي ډیر ځله تر انسان ښې ترسره کولی شوې، کله خو به ېې داسې ستراتیژۍ هم برابرې کړې چې انسان هیڅکله د لوبو په وخت نه وې ترسره کړې.۱۳

کمپیوټري الګوریتمونو  په وروستیو کې د توپ په لوبو کې هم خپله وړتیا ښودلې ده. تر ډېرو کلونو پورې د بیس بال د لوبو د ټیم د غوراوي لپاره له انساني پوهې د مثال په توګه د ترینر او ښوونکو له فکر  او تجربو استفاده کېدله. د ښه لوبغاړي بیه به میلیونونو ډالرو ته رسېدله  نو طبیعي خبره ده چې شتمنو لوبډلو به تر ټولو ښه لوبغاړي غوره کول او نور پاتې شوني به بې وزله ټیمونو ته پاتې شول. په ۲۰۰۲ کال کې د Oakland Athletics د بې وزلو د ټیم مشر «بیلي بیین» پریکړه وکړه چې سیسټم تېرباسي. هغه له یوه کمپيوټري الګوریتم څخه ګټه پورته کړه. دغه الګوریتم د یو شمېر اقتصادپوهانو او کمپیوټري کارپوهانو له لوري برابر شوی ؤ. د دغه پروګرام په مټ بیلي بیین له هغو لوبغاړو چې انساني کارپوهانو او ټرینرانو کمزوري بللي وو د بریالیو لوبغاړو یو ټیم جوړ کړ. (په دې هکله د Moneyball په نامه فیلم هم جوړ شوی .ژباړن). وروسته مخکښ ټیمونه او روزونکي غوصه شول چې بیلي بیین کمپیوټري الګوریتم د بیس بال سپیڅلي ډګر ته دننه کړ. دوي به ویل د لوبغاړي غوراوی یو هنر دی اویوازې هغه کسان د لوبغاړو غوراوی کولی شي چې اوږده تجربه او باطني احساس ولري یو کمپيوټري پروګرام کله هم په  ځیرتیا سره لوبغاړي نه شي غوره کولی ځکه چې کمپيوټر د بیس بال راز او روح نه شي درک کولی. لږ وخت نه ؤ تیر شوی چې دغه کسان ګوته په غاښ پاتې شول. د بیلي بیین تر ټولو بې وزله ټیم چې ۴۴ میلیون ډالره بودجه ېې درلوده د ۱۲۵ میلیون ډالرو له بودجې سره د New York Yankees ټیم په وړاندې ودرید او مبارزه ېې وکړه. پر دې سربېره دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل ؤ چې یو ټیم د امریکا په پرېمیرلیګ کې پرله پسې ۲۰ لوبې وګټي. بیین او اوکلاند ټیم له دغې خوشالۍ ډیره ګټه پورته نه کړاي شوه ځکه چې د بیس بال نورو ټیمونو هم له دې الګوریتم څخه د لوبغاړو په غوراوي ګټه پورته کړه. Yankee او Red Sox ټیمونو د اوکلاند د ټیم په پرتله غوره لوبغاړو او کمپیوټري ماهرینو ته ډیرې پيسې ورکولی شوې نو بیا هم د Oakland Athletics ټیم د کمو پيسو له امله دغه بخت او چانس نه درلود چې د پخوا په شان سیستم تېرباسي.۱۴

په ۲۰۰۴ کال کې د«MIT» له کمپنۍ څخه پروفیسر «فرانک لېوې» او له هاروارډ څخه پروفیسور «ریچارډ موران» د کار د بازار په تړاو یوه مفصله څېړنه وکړه. دوي یو لیست برابر کړ چې کوم کار او دنده به ښايي اتومات ماشینونو ته واوړي. د ټرک او لویو ګاډو ډریوري په هغو دندو کې راتلل چې په نیژدې راتلونکې کې ېې د اتومات کېدا چانس نه شته. دوي ویل دا تصور نه شو کولی چې داسې الګوریتم دې جوړ شي چې په ګڼه ګوڼه کې دې یو لوي تړک هدایت کړاي شي خو لس کاله وروسته ګوګل او تیسلا نه یوازې د دغسې کار جرائت وکړ بلکه دغه خیال ېې عملي هم کړ.۱۵

په حقیقت کې د انسان په ځاي د الګوریتمونو کارول ورځ تربلې اسانه کیږي یو خو له دې امله چې الګوریتمونه به نور هم پرمختللي او ځېرک شي بل دا چې انساني تخصص او فعالیتونه به هم تر پخوا نور مسلکي او پرمختللي شي. د تېرې زمانې ښکاري او د بوټو او ریښو راټولوونکی انسان  د خپلې بقا لپاره مجبوره ؤ ډیر څه زده کړي نو له همدې امله که څوک غواړي د هغه وخت د انسان په مهارتونو برابر یو روبوټ جوړ کړي نو دا به سخته وي. دغسې یو روبوټ باید په دې پوه شي چې څه ډول له یوې ډبرې د نیزې تېره څوکه جوړه کړي، څنګه په ځنګله کې پوڅکۍ راټولې کړي، څنګه یو ماموت پيدا او ښکار کړي، او څنګه له بوټو او چمنونو د ټپونو د تړلو لپاره ګټه پورته کړي خو د ورستیو زریزو  انسان په خاصو او ځانګړو برخو کې متخصص او په کار پوه شوی دی. د ټیکسي یو چلوونکی او د زړه یو متخصص د یو ښکاري په پرتله په یوې خاصې او ځانګړې برخې کې زده کړې لري نو مصنوعي ذکاوت او ذهن ېې په اسانه ځاي نیولی شي. حتي د دغو ټولو څانګو مشرتوب الګوریتمونو ته سپارل کیداي شي. د مثال په توګه د «اوبر» شرکت د الګوریتمونو په وسیله د یوه شمېر محدودو کسانو له لوري هدایت کیږي او د میلیونونو ټیکسي چلوونکو مدیریت کولی شي. یو کمپیوټري الګوریتم  اوبر ته استول شوې غوښتنې منظموي او هر ګاګ او مشتري ته په خپل وخت ټیکسي ور استوي.۱۶

په ۲۰۱۴ کال کې د هانګ کانګ د Deep Knowledge Ventures په نامه یوې کمپنۍ چې د طبي احیا کولو په برخه کې فعالیت لري د ویتال په نامه یو الګوریتم د مډیریت په برخه کې وګماره. ویتال الګوریتم ته به د فعالو او فزیکي شرکتونو د مالي وضیعیت، کلیکني معیاناتو، او فکري پانګې په هکله معلومات ورکول کیدل او دغه الګوریتم به ټول معلومات په دقت سره تجزیه کول. ویتال الګوریتم د شرکت د پنځو نورو انساني مډیرانو په شان د پانګې اچولو په پرېکړو کې برخه اخیسته او خپله رایه به ېې ورکوله. کله چې د ویتال انتخابونه او مثبتې رایېې وارزول شوې وکتل شو چې دغه الګوریتم په یو ډول واسطه یا خیشخوري کړې او خاصو شرکتو ته تر نورو ډیر پام کوي. ویتال تل په هغو شرکتونو کې د پانګې اچونې سپارښتنه کړې وه چې ډیر له کمپیوټري الګوریتمونو ګټه پورته کوي. د ویتال په سپارښتنه د Deep Knowledge Ventures کمپنۍ په سلیکومډیسین کې ډیره پانګونه وکړه. دغه کمپني د درملېزو څېړنو لپاره له کمپیوټري رودو کار اخلي، دغه راز دې کمپنۍ د ویتال په مشوره د Pathway Pharmaceuticals په کمپنۍ کې پانګوونه وکړه. فارماکیوټیکل پاټوې د سرطان د درملنې د ښه کولو په موخه د OncoFinder په نامه له یوه کمپیوټري سیسټم څخه کار اخلي.۱۷

په همغه اندازه چې الګوریتمونه انسانان د کار له بازاره شړي همدومره پانګه او پیسې د یو شمېر محدودو کسانو او یا نخبګانو لاسونو ته ورځي. هغه کسان چې د دغو مذبوتو او ذهینو الګوریتمونو مالکان دي د پانګې او قدرت انحصار ولري. دغه چاره به یو بې مخینې ټولنیز واټن رامنځته کړي. نن سبا میلیونه بس ډریوران، د لاریو چلوونکي،  او ټیکسي چلوونکي خاص اقتصادي او سیاسي اغېز لري او دوي د ترانسپورت یوه برخه په واک کې لري. کله چې د دوي ګټې وګواښل شي په لویو اتحادیو کې د غړیتوب له امله کاربندیز کوي او له همدې امله په سیاسي ټاکنو کې هم خپل اغیز درلودلی شي. خو کله چې په میلیونونه ډریوران بیکاره او ځاي ېې الګوریتمونه ونیسي نو دغه ټول سیاسي او اقتصادي قدرت د هغو محدودو کسانو لاس ته لویږي چې د دغو کمپیوټري الګوریتمونو خاوندان دي او یا  ګوته په شمار میلیاردرانو ته ورځي چې دغه شرکتونه لري. دغه راز ښايي په خپله الګوریتمونه به دا وړتیا پېدا کړي چې دغه شرکتونه وچلوي او یا ېې خاوندان شي.

  اوسني بشري قوانین د ملتونو او کمپنیو په شان«Intersubjectivity» یا منځوي ذهني ښکارندې د حقوقي شخاصو په توګه په رسیمت پيژني. د مثال په توګه ټویوټا کمپنۍ او ارجنټاین هیواد نه جسم لري او نه هم ذهن خو د نړیوالو قوانینو تابع دي. دغه خیالي نومونه شتمني او جایداد درلودلی شي، دوي په محکمه کې شکایت کولی شي او یا تور پرې لګیدلی شي له همدې امله ښايي مجبوره شو همداسې حقوقي مقام او ځاي کمپیوټري الګوریتمونو ته هم ورکړو په دې ډول یو الګوریتم له دې پرته چې د انساني مالکانو امرونو ته پام وکړي پانګه او جایداد درلودلی شي. که الګوریتمونه سمه پریکړه وکړاي شي نو لویه پانګه ترلاسه کولی شي او که وغواړي پانګونه هم کولی شي. ښايي ستاسو کور واخلي او ستاسو مالک شي نو که تاسو د الګوریتم قانوني حقوق تر پښو لاندې کړئ د مثال په توګه که د کور کرایه په وخت ورنه کړئ نو الګوریتم کولی شي وکیل ونیسي او تاسو محکمې ته معرفي کړي. که په همدې ډول الګوریتمونه له انساني مالکینو او خاوندانو مخکې شي او خپله پانګه له دوي پراخه کړي نو دا ویره شته چې دوي به تر انسان بر او یا د ځمکې مالکان او خدایان وي. دا خبره ښايي ډېرو ته د ملنډو او ناشونې ښکاره شي خو تر دې وړاندې چې دغه نظر او تیوري رد کړئ لږ فکر وکړئ چې همدا اوس د ځمکې ډیره برخه له قانون سره سم د ملتونو او شرکتونو په نامه له خیالي او ذهني موجوداتو سره ده چې انسانان نه دي یوازې د ملت او شرکت په نامه نومونه دي.

حقیقت خو دا دی چې کابو پنځه زره کاله مخکې د سومر«د دجله او فرات ترمنځ سیمې. ژباړن» زیاته برخه د انکي او اینانا په نوم د خیالي خدایانو په لاس کې وه. که په هغه وخت کې خدایانو ځمکې درلودلی شوې او انسانان ېې خدمت او چوپړ کولی شو نو ولې ېې اوس الګوریتمونه ونه کړاي شي؟

خلک به څه کوي؟ زیاتره وخت ویل کیږي چې ارت او هنر موږ ته تر ټولو ښه پناهځای دی او هنر یوازینی شی دی چې انسان ته پاتې دی. په داسې یوې نړۍ کې چې د ډاکټرانو، ډریورانو، او د کورونو د خاوندانو ځایونه کمپیوټرې او الګوریتمونه ونیسي نو انسانان به یوازې هنر او ارت ته مخه کړي. دا خبره هم سخته ښکاري چې دا څانګه هم له الګوریتمونو خوندي پاتې شي، ولې الګوریتمونه هنري کارونه ونه کړاي شي. هیڅ شک نه شته چې الګوریتمونه به تر انسان ښه هنر ونه پنځوي؟ ولې باید دومره ډاډه و اوسو چې کمپیوټرې به تر موږ ډیره ښه موسیقي کمپوز نه کړاي شي؟ د ټولنیزو علومو په اساس هنر د یوې جادو شوې اروا او یا له طبیعیته د وراخوا قدرتونو الهام نه دی بلکه د انسان په وجود کې د یو لړ الګوریتمي بدلونونو او فعالیت نتیجه ده. نو دا خیال باید له سره لیرې کړو چې کمپيوټرې الګوریتمونه دې پر هنر هم منګولې خښې نه کړي. ډیویډ کوپ په سانتا کروز کې د کالیفرونیا د پوهنتون د موسیقۍ پروفیسر دی هغه په کلاسیکي موسیقۍ کې یوه بحث پاروونکې څیره ده. کوپ داسې پروګرام جوړ کړی دی چې د کنسرټونو لپاره کمپوزونه، کورسونه، سمفونۍ او اپراوې جوړوي د هغه لومړنی کار په موزیکال ذهن کې تجربه (Experiments in Musical Intelligence) نومیږي. دغه پروګرام د یوهان سبستیان باخ د ستایل تقلید دی. د پروګرام جوړولو اوو کاله وخت وغوښت خو کله چې پروګرام فعاله شو EMI په یوه ورځ کې د باخ پنځه زره کورسونه کمپوز کړل. کوپ څو کورسونه د سانتاکروز په یوه فیستوال کې برابر کړل. اوریدونکو ېې دغه کار ډیر وستایه او ویل ېې چې موسیقۍ ېې د وجود تل ته نفوذ کړی دی. اوریدونکي نه پوهیدل چې دغه کمپوزونه د باخ نه دي بلکه کوپ د EMI په مرسته جوړ کړي دي. کله چې خبره په ډاګه شوه ځینې اوریدونکي په حیرانۍ کې ډوب شول او ځینې سخت غوصه شوي وو او نارې سورې ېې وهلې.

EMI خپل کار ته دوام ورکړ او وروسته ېې د بتهوون، شوپن، رخمانینوف، او ستراوینسکي د کمپوزونو تقلید هم وکړ. کوپ د EMI لپاره یو تړون برابر کړ او د دغه تړون له مخې ېې د لومړي ځل لپاره د کمپيوټر په مرسته د کلاسیکې موسیقۍ البوم خپور کړ. البوم په لوړ شمېر کې وپلورل شو او له پراخ هرکلي سره مخامخ شو. دې چارې د کلاسیکي موسیقۍ پلویان غوصه کړل. د اورېګان د پوهنتون استاد پروفیسر ستیف لارسن کوپ د موسیقۍ د سیالۍ لپاره چیلنج ته وباله. لارسن وړاندیز وکړ چې یو مسکلي پیانو غږوونکی دی درې سمفونۍ یو په بل پسې وغږوي. یوه د باخ، بله د EMI او دریمه دې په خپله د لارسن وي. وروسته دې له خلکو وغوښتل شي چې ووايي کوم کمپوز د کوم کمپوز جوړونکي و. لارسن ډاډمن ؤ چې اوریدونکي به د عاطفې د خاوند انسان او د بې روح او بې عاطفې کمپیوټر د کمپوزونو تر منځ توپېر وکړاي شي. کوپ دغه چیلنج ومانه. په ټاکلې نیټه په سلګونو اوریدونکي د اورېګان د پوهنتون هال ته راغلل چې پکې د موسیقۍ محصلین، او د موسیقۍ شوقیان هم ترسترګو کېدل. له کنسرت وروسته نظرسنجي وشوه. خو نتیجه څه وه؟ خلکو فکر وکړ چې د EMI کمپیوټري پروګرام په وسیله جوړه شوې سمفوني د باخ اصلي سمفوني وه، د باخ اصلي سمفوني ېې د لارسن په لاس جوړه شوې موسیقي وبلله او په خپله د لارسن سمفوني ېې د EMI له لوري جوړه شوې موسیقي ګڼلې وه. خو له دې سره سره نقادان لا هم وايي چې د EMI له روي جوړه شوې سمفوني له تخنیکي نظره عالي وه خو یو کمی پکې احساسېده. ویل به ېې له حده زیاته دقیقه ده، او یا دا چې ډیره ژوره نه ده، ساه او روح نه لري. خو همدغه موسیقي چې کله د خلکو له لوري واوریدل شي او پوه نه وي چې دا کمپیوټر جوړه ده نو بیا ېې له احساسه ډکه، او روح پالونکې موسیقي بولي.

 له EMI وروسته کوپ نور او لا پرمختللي پروګرامونه جوړ کړل د هغه تر ټولو ستر کار Annie نومیږي. انییه د ماشیني زده کړو په اساس کار کوي. په دې مانا چې په خپله خلاقیت ښيي په داسې حال کې چې EMI د یوه لړ وارمخکې قوانینو او اصولو په اساس کمپوزونه جوړول. د انییه موزیکال سټایل یا روده تل د بدلون په حال کې وي او د هر نوي شي غوندې په پرمختګ سره د شاوخوا نړۍ له غبرګون سره هم مخامخیږي. کوپ په دې هیڅ هم نه وي خبر چې هانییه به بل ځل کوم شی کمپوز کړي. په حقیقت کې هانییه یوازې د موسیقۍ په جوړولو پورې محدود نه دی بلکه د هنر په نورو ډولونو هم څېړنې کوي. د مثال په توګه د هایکو شعرڅیړلی او شنلی شي. په ۲۰۱۱ میلادي کال کې کوپ د Comes the Fiery Night «د اور شپه راځي» کتاب خپور کړ. په دغه کتاب کې د ماشین او انسان له لوري دوه زره هایکو شعرونه راغلي دي. په دغو دوزه هایکوګانو کې ځینې د هانییه له لوري لیکل شوي دي او نور انسان لیکلي دي. په شعرونو نه دي لیکل شوي کوم یو الګوریتم او کوم یو انسان لیکلی دی. که تاسو فکر کوئ چې د ماشین او انسان په لاس د کمپوز شویو شعرونو په هکله توپیر کولی شئ نو مهرباني وکړئ او وېې ازمايئ.۱۸

په اتلسمه پیړۍ کې صنعتي انقلاب د ښاري پرولتاریا یوه لویه پرګنه رامنځته کړه او له دې چې د دغه نوې پرګنې اړتیاوو، هیلو، او نویو ویرو ته بل چا ځواب نه شوای ورکولی نو سوسیالیزم رامنځته شو. لیبرالیزم یوازې په دې دلیل پر سوسیالیزم برلاسه شو چې د سوسیالیزم د پروګرامونو ښې برخې ېې د ځان کړې. په یوویشتمه پیړۍ کې د یوې نوې پرګنې د پيدا کیدا په درشل کې یو. داسې انسانان چې له اقتصادي، سیاسي او حتي هنري پلوه هیڅ ارزښت نه لري او د سوکالۍ، پرتم او قدرت په برخه کې هیڅ رول نه شي لوبولی.

د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر کې د «کارل بنیډیکټ فري» او «مایکل ای اسبورنه» په نامه د اکسفورډ دوو څیړاندو د «راتلونکو دندو یا The Future of Employment » په نامه کتاب خپور کړ. په کتاب کې د هغو دندو په ورته والي او توپیرونو خبرې شوي چې شل کاله وروسته به الګوریتمونو ته سپارل کیږي. هغه الګوریتم چې فیري او اسبورنه د محاسبې لپاره جوړ کړی ؤ په خپل حساب کتاب سره دا اټکل کړی ؤ چې په امریکا کې ۴۷ سلنه دندې له خطر سره مخامخ  دي. د مثال په توګه تر ۲۰۳۳ میلادي کاله پورې ښایي ۹۹ سلنه هغه کسان چې د بیمې په شرکتونو او یا د ټیلفوني پېرپلور په کمنیو کې کار کوي خپلې دندې له لاسه ورکړي او کمپیوټرې به د دوي کارونه کوي، دا احتمال شته چې د سپورت د ډګر۹۸ سلنه ریفریان به ورته برخلیک ولري، د دوکانونو په دخل ناست ۹۷ په سلو کې کارکوونکي به بېکاره وي، ۹۶ فیصده رئیسان او ۹۴ فیصده ساتونکي به خپلې دندې الګوریتمونو ته وسپاري. دغه راز کمپیوټرې به ۸۹ په سلو کې بس ډریواران ۸۸ په سلو کې د ودانیو کارګران، ۸۶ سلنه د کورنو د جوړولو کارګران، ۸۶ په سلوکې د ویټرنرانو مرستیالان، ۸۴ سلنه امنیتي ساتونک،۸۳ په سلو کې د بیړیو خدمه یا کارکوونکي، ۷۷ سلنه د بارونو کارکوونکي، ۷۶سلنه د ارشیف د برخې مامورین، ۷۲ سلنه ترکاڼان، ۶۷ سلنه شخصي ساتونکي او یا باډیګارډان، او ډیر دغسې نور کسان په کورنو کښینوي او دوي به ېې په ځاي کار کوي. البته داسې دندې هم شته چې خوندي به وي. دغه احتمال چې کمپیوټري الګوریتمونه به د لرغونپوهانو ځاي ونیسي یوازې اوو سلنه دی ځکه چې دغه دنده د تاریخي شیانو د پیژندلو ظریف کار دی او بله دا چې ډیره ګټه هم پکې نشته له همدې امله حکومتونه او کمپنۍ ښايي په دې برخه کې پانګونه هم ونه کړي.۱۹

البته څرګنده ده چې تر ۲۰۳۳ میلادي کاله پورې به ډیرې نوې دندې هم رامنځته شي. د مثال په توګه د ویبپاڼو او مجازي نړۍ د سایټونو جوړول. خو دغسې دندې ډیر خلاقیت، کاري تجربې او د ننیو دندو په پرتله د ډېرو شیانو زده کړې ته اړتیا لري او دا به سخته وي چې یو څلویښت کلن چې ټول عمر ېې د دوکانونو په دخل او یا د بیمې په یوې کمپنۍ کې کار کړی دی د ویبپاڼې او مجازي نړۍ د سایټونو جوړونکی شي.(تصور وکړئ د بیمې یو بوډا مامور به څه ډول ویبپاڼه ډیزاین کړي). حتي که دغه کار هم وکړاي شي د ټیکنالوجۍ پرمختګ به دومره ګړندی وي چې لس کاله وروسته به مجبوره وي نور نوي شیان زده کړي. له دې ټولو هلوځلو سره سره الګوریتمونه به بیا هم د ویبپاڼو او مجازي نړۍ په جوړولو کې تر انسان مخکې وي. اصلي ستونزه به دا نه وي چې نوې دندې  څنګه رامنځته شي بلکه لویه ستونزه به دا وي چې څه ډول داسې نوې دندې رامنځته شي چې انسان ېې تر کمپيوټري الګوریتمونو ښه ترسره کړاي شي.۲۰

 له دې چې موږ نه پوهېږو چې په ۲۰۳۰ او یا ۲۰۴۰میلادي کال کې به د کار بازار څه ډول وي نو اوس هم په دې نه پوهېږو چې خپلو ماشومانو ته څه ورزده کړو. ډیر هغه شیان چې دوي ېې نن سبا په ښوونځیو کې زده کوي په زیات ګمان به په څلویښت کلنۍ کې هیڅ په کار نه راځي. په دودیزه توګه زموږ ژوند په دو برخو ویشل شوی دی: لومړی د زده کړو پړاو او بیا د زده کړو په بنسټ کار کول. دغه دودیز ویش به ډیر ژر له منځه لاړ شي او یوازینی شی چې انسان کولی شي له لارې ونه غړوي او مستقیم په خپل مکان پاتې شي هغه به تل د نوي شي زده کول وي. ټول عمر تعلیم او زده کړه او بیا بیا له وخت او حالاتو سره ځان برابرول مرسته کولی شي. دا هغه څه دي چې ډیر انسانان ېې نه شي کولی.

ښايي د ڼوې تیکنالوجۍ د سرو زرو کانونه دغې بیکاره انساني پرګنې ته خواړه او د تفریح وسایل برابر کړاي شي بې له دې چې دوي حتي خپله ګوته د اړتیا لپاره پورته کړي خو کوم شی به دوي خوشاله او راضي کړاي شي؟ او څه ډول کار او فعالیت به لري؟ ټوله ورځ به دوي څه کوي؟ نشه ای توکي، درمل او کمپیوټري لوبې ممکن یوه حل لاره وي. بېکاره او بې ګټې انسانان به ښايي خپل ډیر وخت په درې بُعدي مجازي نړۍ کې تېر کړي ځکه چې دغه مجازي نړۍ ممکن د واقعي ستومانه کوونکې نړۍ په پرتله دوي ته هیجان، خوشالي او د ملګرتیا احساس ورکړي. خو دغسې یو پرمختګ ښايي د لیبرالیزم دې عقیدې او باور ته سخت ګوزار ورکړي چې وايي انساني ژوند او تجربه سپېڅلې ده او هیڅ بحث پرې نه شي کیداي. نو هغه انساني ژوند به څنګه سپېڅلی وي چې هیڅ هم نه کوي او یوازې د یوې نانځکې په شان ټول وخت په مجازي نړۍ کې تیروي لکه د La La Land د فیلم تجربه.

د «نیک بوسټروم» په شان ځینې مفکرین خبرداری ورکوي چې انسانیت به له دغه بدلونه سخت وکړیږي ځکه کله چې کمپیوټري او یا مصنوعي ذهن او ذکاوت تر انساني ذهن او ذکاوت مخکې شو نو انسانیت هم ختمولی شي. مصنوعي ذکاوت (Artificial intelligence) دغه کار کولی شي ځکه چې یا ښايي فکر وکړي چې انسان به بیرته د دوي په خلاف شي او ښايي له کاره ېې وغورځوي او يا ښايي مصنوعي ذکاوت د ځان لپاره یو بل نا معلوم هدف وټاکي. د انسان لپاره به دا ډېره سخته وي چې د هغه سیستم خوښه، علاقه او دلچسپي بدله کړي چې تر ده ذهین او هوښيار وي.

له مخکې پلان شوی او یا د یوه پروګرام په اساس جوړ شوی سیسټم حتي که د نېکو هدفونو لپاره برابر شوی هم وي ممکنه ده ناسمې او خطرناکې پایلې رامنځته کړي. یوه خیالي سناریو په نظر کې ونیسئ چې یوه لویه کمپنۍ یوه ډیره لویه مصنوعي د ذکاوت وسیله جوړوي او پرېکړه کوي چې دغه لوي او پرمختللی کمپیوټري او یا مصنوعي ذهن تجربه کړي. د مثال په توګه ترې وغواړي چې Pi (π) د عدد محاسبه وکړي. تر دې وړاندې چې انسان پوه شي چې څه پیښيږي مصنوعي ذهن او پرمختللي کمپیوټر به ټوله سیاره نیولې وي، انساني نسل به ېې ختم کړی وي او کهکشانونه او ټول کاینات به ېې په یو لوي او عظیم کمپیوټر بدل کړی وي چې د میلیاردونو کلونو  د Pi (π) عدد محاسبه به په ډیره دقیقه توګه وکړاي شي. دا هغه څه چې دغه سپیڅلي خالق یانې انسان کمپیوټر ته ورکړي دي.۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب