یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزپه افغانستان کې ساینس کومې خواته روان دی؟

په افغانستان کې ساینس کومې خواته روان دی؟

محمد رحمت الله تنها

په یاد مې دي چې مور او پلار به مې په افغانستان کې د راډیوګانود لومړني نسل کیسه راته کوله، هو د غږ هغه ډبلي به یې یادول چې په یوه کلي کې به یوه ايښي و او سپین ږیرو به له استغفار سره مل ویل چې زمانه اخره شوې او ډبلی خبرې کوي. د ساینس او ټکنالوژي دا پرمختګ یوازې کلیوال نه بلکې ښاریان هم اندېښمن هیښ کړي ول له ملا تر عامي، له مزدوره تر باداره، له کارګره تر سرداره پورې ټول د ټکنالوژي په دې پرمختګ باندې ساعتونه سره غږیدل.

دولت هم په دې لټه کې و چې څنګه وکولای شي دا ټکنالوژي هیواد ته راوړي؟  لنډه دا ساینس او ټکنالوژي ته د لاس رسي تندې وګړي داسې پسې واخیستل چې هم په ملت او هم دولت کې دا اراده را منیځ ته شوه چې دې پرمختګونو ته باید په هیواد کې هرومرو لاره هواره شي. لومړی ګام دا و چې په ۱۳۲۵ لمریزکال کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې ساینس پوهنځی جوړ شو، ځوان افغانان بهر ته د ساینس زدکولو ته ولیږل شول، لابراتوارونه جوړشول، د ساینس د زده کړې، ترویج او تطبق لپاره مقررات طرح او د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه جوړ شول.

ساینس په افغانستان کې تر هغه پورې ډیر ښه روان و چې له سیاست څخه ګوښی و، حکومت چې به هرڅه کول خو له متخصص سره به یې خپلې اوبه په بسم الله څښلې. د لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونه او همدارنګه پوهنتونونه او نورې اکاډمیکې ادارې په سیاستوالو باندې نه چلیدلې که به مشر سیاستوال هم و خو یو ساینسپوه سیاستوال به و.

د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي به ایرانیانو، د وخت هندیانو، عربو او ځینو افریقایانو ته د زکړو بورسونه ورکول. په کابل پوهنتون کې د وړانګو په واسطه د سرطان د درملنې داسې یو مرکز و چې په سیمه کي یې ساری نه درلود. افغانستان د اټومي انرژۍ اداره درلوده، افغانستان د واکسین جوړولو وړتیا ته نږدې و لنډه دا چې د ساینس په برخه کې افغانستان ډیر ښه روان و. خو کله چې د غوايي کودتا وشوه د نورو ډګرنو ترڅنګ دولت د ساینس ډګر ته هم لاس واچاوه، له افتخاري ډوکټوراګانو څخه نیولې بیا په مسلکي پوسټونو باندې د غیر مسلکیانو ګمارل ټول مروج شول.‌

 کله چې د ډاکټر نجیب الله دولت ړنګ شو د افغانستان پوهنتونونه او اکاډمیکې ادارې د مړیو د نڅاوو مرکزونه شول. د کابل پوهنتون کډه د استادانو‌ په اوږو د کابل ښار ټولو څلور لارو خوند وڅکو. کله چې طالبان راغلل نو پوهنتون ملايي شو، له وزیره نیولې بیا تر پیاده پورې باید ټولو ته ملاصاحب خطاب شوی وای. د لوړو زدکړو وزیر مولوي و،‌د کابل پوهنتون مشر مولوی و،‌ د پوهنځیو رئیسان مولویان ول آن دا چې په اخرو کې خو د ساینس په محصلینو هم په اونۍ کې اووه ورځې دیني درسونه او پټکي تړل جبری شول.

 په هر حال د طالبانو حکومت ړنګ شو او په نوی بدلون سره مو په افغانستان کې د ساینس د ځلانده راتلونکې خوبونه لیدل پیل شول خو متآسفانه خوبونو ډیر دوام ونکړ، یو ځل بیا ساینس د سیاست ښکار شو. دا وزارت هم سیاسي شو او د قوم یو څو ټیکدارانو په ټیکه واخیست.‌ د وزارت عدم کفایت له امله په زرهاوو تحصیلي بورسونه یا وسوځیدل او یا هم د روابطو په اساس هغه چاته ورکړل شول چې یا یې وزیر او یا یې هم کوم وکیل پیژندل. د څیړنو لپاره د لابراتوارونو او درسي لوازمو پیسې یا په سمینارونو یا د بې کفایته مشاورینو په معاشونو او یا هم په ګولۍ ضد موټرونو ولاړې.‌ دې ورستي وزیر خو لا د پوهنتونونو بیخ ویست، هغه پیسې چې نړیوالو په ځینو پوهنتونونو کې د بیارغاونې او لابراتوار جوړونې لپاره ورکړې وي ده په ګلدانونو جوړولو او یا هم تالارونو تزئین باندې ولګولې.

په افغانستان کې د ساینس او څیړنو دې حالت ته په کتو سره داسې بريښي چې زمونږ سیاستوال ساینس او څیړنو ته کار نه وايي، هر چارواکي ته چې د ساینس او څیړنو ور یاده کړې دی به درته وايی چې په اوس حالت کې امنیت مهم دی خو زه وایم هغو هیوادونو چې امنیت راوستی هم د ساینس په مټ یې راوستی، که زموږ ګاونډیانو د اټوم جوړولو هڅې نه وای کړې اوس به هیچا له دوۍ سره د یوه ځواکمن هیواد په توګه معاملې نه کولای، ‌په مفته کې به یې دومره امتیازونه نه ورکولای،‌ ځواکمنو هیوادونو که ساینس او ټکنالوژي نه درلودلای نن به یې په ما او تا باندې راج نه چلاوه.‌ساینس په سیاستوالو باندې نه چلیږي وړاندیز مې دا دی چې مونږ تاسو له سیاست کولو څخه نه راګرځوو، تاسو خپل سیاست وکړي، خپلې معاملې وکړئ، په خپله خوښه قومندانان، والیان،‌وزیران او داسې نور مقرر کړئ‌ خو د هیواد اکاډمیکي ادارې پرېږدۍ چې خپل کار په خپله په علمي ډول باندې وکړئ.‌‌ کنې یوه ورځ به ستاسې نوم هم د هیواد په تاریخ کې د پرمختګ دښمنه چارواکو په نوملړ کې راشئ،‌ پرېږدۍ چې ستاسو څخه وروسته ملت تاسو دوۍ ته د را مینځ ته شویو آسانتیاوو په ویاړ وستايي‌ نه دا چې تاسو د پرمختګ مخه نیونکو کړنو له امله وغندي.

1 COMMENT

  1. بدبختی دا ده چی زمونږ ملایان ساینس یو هنر ګڼي او علم طب او دینی علم ته وایي! زمو نږ دینی تر اوسه په دی نه پوهیږي چی ساینس علم دی! د طالب په دوره کي می د فارمسی مشر ملا عین الدین څخه واوریدل چي دپه شفاخانو کی باید د تعوثض او دم یو شعبه هم پرانیستل شي!!!!!!!!!!!!!! تر ناروغ خلک دم کړي! تر اوسه خو ساینس تدریسیږی خو که که اسلامی جهادونه تر بخ کامیاب شي نو کار به ټول دم او دعا ته پاتی شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب