یکشنبه, مې 12, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

داعش:

د ۲۰۱۵ کال د پیل ورځې وې چې د اسلامي دولت ډلې چې د داعش په نوم مشهوره شوې ده، په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې په نامه خپل فعالیت اعلان کړ. هاغه مهال ځنیو سیاستوالو دا خبره د داعش د ډلې تبلیغاتي شورماشور وګڼله. د افغانستان حکومت وویل چې په سیمه کې د دې ډلې خپرېدل به خطرناک وي خو شنونکو دا خبرې د حکومت د کمزورۍ د توجیه او د نړۍوالې ټولنې د مرستو د جلبولو لپاره هلې ځلې وبللې. اوس تر هغه نېټې څو کاله وروسته، د داعش نفوذ په خپل زېږنځای یعنې عراق او سوریه کې مخ په کمېدو دی خو په افغانستان کې نه یوازې دا چې د دې ډلې خطر لرې شوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د ځالې کولو خبرونه رارسېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د دې ډلې ځپل خپل لومړیتوب ګڼي او په هر ځای کې چې یې نښې لیدلې دي، ضربتي عمل یې کړی دی چې د پیاوړې کېدو مخه یې ونیسي. افغان حکومت یوازې په روان لمریز کال کې د هېواد په ختیځ کې د دې ډلې سلګونه تنه وژلي دي خو دا ډله یوازې د افغانستان په ختیځ پورې محدوده نه ده پاتې شوې. اوس پوښتنه دا ده چې په لنډ مهاله او منځ مهاله موده کې به دا ډله په افغانستان کې لا هماغسې وده کوي، که په عراق او سوریه کې له کمزروې کېدو سره به دلته هم کمزورې شي؟

د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره باید د داعش ماهیت وپېژنو. داعش یوازې پوځي ډله نه ده بلکې ایډیالوژي ده، فکري دستګاه ده او د کفر او اسلام، نننۍ نړۍ، اسلامي نړۍ، اوسنیو حکومتونو او د منځني ختیځ او زموږ د سیمې خاص تعریفونه لري. په ایډیالوژیک لحاظ، دا ډله د هغه جهادي سلفیت له لمنه راټوکېدلې ده لومړنۍ نسخې یې د محمد بن عبدالوهاب پاڅون او وروسته په هند براعظمګي کې دې ته ورته غورځنګونو ته ورګرځي. د جهادي سلفیت پرمختللې نسخې دا دي: په مصر کې له اخوان المسلمین څخه رابېلې شوې څانګې لکه الجهاد الاسلامي، الجماعة الاسلامية، او جماعة المسلمين؛ او وروسته القاعده. که دغه ډلې نه وای او دا ایډیالوژي نه وای خبره شوې، د داعش راټوکېدل به ناشوني وو.

د افغانستان د جهاد په کلونو کې، د شوروي ځواکونو او ورپورې تړلي کمونیستي حکومت په مقابل کې د افغان مجاهدینو په څنګ کې د مختلفو عربي او پاکستاني ډلو شتون ښه کار ګڼل کېده او ډېرو اسلامي او غربي هېوادونه به ستایه. دغه ډلې یوازې د جګړې په ډګر کې نه وې، بلکې د افغانستان د وګړو په منځ کې یې نور روزنیز او د خپلو فکري آثارو د خپراوي مرکزونه یې هم جوړ کړي وو. په هاغه وخت کې سره له دې چې د دغو ډلو ترمنځ سخت ګوندي رقابتونه روان وو او ان کله کله به یې یو بل تکفیرول هم، خو بیا هم جهاد داسې شړۍ وه چې ټولې ډلې په کې پټېدلې او د ګډ دښمن په خاطر به یې خپل اختلافونه د لنډ وخت لپاره هېرول او یا به یې مهارول. په دې منځ کې یو شی چې هاغه مهال چا ورته اندېښنه نه کوله، د جهادي سلفیت د ایډیالوژۍ خپرول وو. دا ایډیالوژي عربانو راوړې وه او د جهاد د زمانې د نسلونو نظر او لیدلوری یې بدل کړ. دوی د افغانانو په ذهنونو کې د اسلام، نړۍ او د مسلمانانو د راتلونکې په اړه خاص فکرونه القأ کړل. دا ایډیالوژي ځکه په مسلط فکري بهیر واوښته چې بل رقیب یې نه و او میدان ورته خالي پاتې و. د دې ایډیالوژۍ اثر ورو ورو دومره زیات شو چې اوس که څوک د سنتي فقیهانو نظرونه او د مسلمانو عارفانو او متصوفانو خبرې چا ته وکړي، د دیني فکر اکثره متولیان یې سخته ردوي، دا خو لا پرېږده چې د هغو دیني نوفکرانو خبرې ورته وکړې چې له یوې پېړۍ راهیسې له مډرنې پوهې او د نوې نړۍ له معاصرو مفکورو سره د دیني تفکر د پخلاینې هڅې کوي. اوس نو په افغانستان کې د جهادي سلفیت، چې داعش هم ورنه زېږېدلی دی، مخاطبان پرېمانه دي چې په ژبه یې پوهېږي او خبرې یې ورباندې ښې لګېږي.

کله چې یوه ایډیالوژي نسبتاً ډېره منلې وي او مختلف بنسټونه یې په تکثیر او بابولو لګیا وي، نو طبیعي ده چې عملي به هم شي. د افغانستان د کشفي اورګانونو د اټکل له مخې همدا اوس دلته تر شلو زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي چې ټولې لږې ډېرې د سلفیت په دسترخوان ناستې دي.

جهادي سلفیت او د کارنامې څېړنه یې ځکه مهم دي چې د سنتي سلفیت برخلاف، دا یو دوه ژواکی موجود دی. هغه داسې چې د تفکر په برخه کې تر مډرنې زمانې خورا مخکې مهال سره تعلق لري او غواړي چې عصري فکرونه د اسلام له نړۍ څخه وشړي، خو د جنګي تکتیکونو په لحاظ بیا مډرنې او ان پوسټ مډرنې زمانې ته رسي چې کله کله خو ان تر فاشیستي او کمونیستي سازمانونو هم مخته کېږي او لوی امنیتي او استخباراتي سازمانونه ننګوي. دغه دوه ګونی خاصیت په فکري لحاظ تناقض او ټکر زېږوي. دا تناقض د قضیې په ایجابي اړخ کې د دې سبب کېږي چې جهادي سلفیت د مسلمانو ټولنو لپاره د رغونې او جوړوونې هېڅ طرحه نه شي جوړولی او د تولید په ډګر کې شنډ وي خو په سلبي وجه کې یعنې له مخالفانو سره په جګړه او د هېوادونو د اوضاع په خرابولو کې بیا ډېر تکړه وي.

جهادي سلفیت د همدې وړتیا له کبله داسې نادرې کولی شوې چې د اسامه بن لادن غوندې سلفي له ملا عمر سره بیعت وکړي، حال دا چې د سنتي سلفیت په سترګو، ملا عمر د ډېرو نورو دیوبندځپلو حنفیانو په شان «قبوري» یعنې قبرپرسته ګڼل کېده. دا کلمه په سلفي ادبیاتو کې ډېر منفي معنا لري خو بیا هم اسامه له ملا عمر سره جوړ شو او بیعت یې ورسره وکړ. همدارنګه د جهادي سلفیت د همدې وړتیا کمال و چې اسامه او تر هغه وروسته د هغه خلف ایمن ظواهري له یوې خوا د یوه داسې نړۍوال سازمان رهبر و چې د ځمکې په څو براعظمونو کې یې فعالیت کاوه، او له بلې خوا د طالبانو تر لاس لاندې وپايي، حال دا چې طالبان یو سیمه‌ییز خوځښت و او القاعده نړۍوال سازمان. دې ته ورته نورې خبرې هم دي چې نړۍ یې حیرانه کړې ده چې له دې ډلې سره څنګه تعامل وکړي. که رهبري یې د یوې سیمه‌ییزې ډلې په لاس کې ده نو نړۍوال خطر باید ونه ګڼل شي او که نړۍوال سازمان دی نو  څنګه یې د یوې سیمه‌ییزې کلیوالي ډلې رهبري یې منلې ده او هېڅ یې درک نه لګي چې څوک په چا لوبې کوي، طالبان په القاعدې که القاعده په طالبانو!

نن سبا د همدې حیرانۍ په وجه روسیه، ایران او چین له طالبانو سره تعامل کوي او په دوی پورې زړه تړي چې ښايي کومه ګټه ور ورسوي او کومه ستونزه یې ور حل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د اوزبیکستان اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان د اسلامي حرکت په نامه د اویغور بېلتونپال، چیچیني جهادیان او شیعه ضدې ډلې لکه لشکر جنګهوي چې له دغو دریو هېوادونو سره ښکاره دښمني لري، د طالبانو په خوا کې او د طالبانو په همکارۍ پايي او فعالیت کوي.

د جهادي سفلیت ځانګړنې په غیر سلفي هېوادونو کې چې افغانستان هم په کې راځي، پلویان ورته پیدا کوي او په ځینو ځوانانو کې یې دا تصور پیدا کوي چې ګواکې د لوی اسلامي امت هیلې به همدغه بهیر پوره کوي. د دې بهیر د تکتیکي نرمښت او ایډيالوژیکي راښکون په وجه ان هغه کسان هم د سلفیانو ځینې شعارونه وايي چې په ظاهره کې له سلفیت سره مخالف دي او له خپل سنتي حنفیت څخه نه تېرېږي. ان د طالبانو په منځ کې د سلفیانو د اعتقاداتو او مفکورو په اړه تل یو ډول شک او اندېښنه وه او لا هم شته، خو د مبارزې په لحاظ دوی هم تل د جهادي سلفیت پر لاره تللي دي او د هغوی له سترګو یې نړۍ ته کتلي دي او خپلې تګلارې یې هماغسې جوړې کړې دي.

زموږ په سیمه کې د جهادي سلفیت دې تاریخي مخینې او فرهنګي زمینې ته په کتو سره چې په ځینو برخو کې د اخوان او حزب تحریر په شان جماعتونو سره د سازماني او نسبي ایډیالوژیکي توپیرونو با وجود، ورته والي هم لري، اوس بېرته خپلې پوښتنې ته راستنېدلی شو چې زموږ په سیمه کې د داعش د خپرېد امکان شته که نه؟

ځینې یوازې دې ته ګوري چې داعش له طالبانو سره رقابت او دښمني لري او په عراق او سوریه کې هم له القاعدې سره جوړ نه شو، نو ګواکې د طالبانو مخالفت به یې د ودې مخه ونیسي، خو دوی دا خبره هېروي چې له هغوی سره د داعش اختلاف په تکتیک کې دی که په ستراتیژۍ کې، په هدف کې سره مخالف دي که په وسیله کې؟ د ډول خپل منځي رقابتونه دا معنا لري چې په تفکر او اعتقاد کې سره اساسي توپیر لري؟ دوی له ځانه نه پوښتي چې دغه ډلې د خلافت په اصل کې اختلاف سره لري یا په دې چې څوک دې امیر المؤمین وي؟ دغه ډلې په دې کې اختلاف لري چې د اسلامي ټولنو اوسني نظامونه او ان بې طرفه وګړي خاین، بې دینه، او مرتد وبولي؟ دغه ډلې د جهاد په نامه وسله‌واله جګړه یوازې په استثنايي حالتونو کې مشروع ګڼي که همدا یې تګلاره ده او ان د یو بل په ضد شخړو کې یې هم کاروي؟ د مخالفانو وژل خو لا پرېږده، دوی ته د خپلو سلفي رقیبانو وژل هم جهاد نه ښکاري؟ دغه ډلې کله هم د اخلاقو او معنویت په غم کې شوې دي، که یوازې ظاهري دینداري ورته هر څه ښکاري او چېرې چې یې لاس بر شوی دی، په خپل ګومان شریعت یې تطبیق کړی دی؟

داسې ډېرې نورې پوښتنې دي چې موږ دې نتیجې ته رسوي چې داعش بل څه نه دی، د جهادي سلفیت بل مخ دی او له نورو یوازې دومره توپیر لري چې د خپلو مخالفانو د مجازات کولو لاره یې لا وېروونکې ده، مثلاً په ژوندوني د دښمنانو سوځول. البته دا کار هم ځکه کوي چې په رسنیو کې لا ډېره غوغا جوړه کړي ځکه چې دوی د رسنیو په اهمیت پوهېږي، ګنې په موصل او رقه کې د مخالفانو د سرونو وهل او په افغانستان کې د محصلانو او د پوهنتون د استادانو د وژلو تر منځ څه فرق دی؟

ځینې وايي په داعش کې داسې کسان شته چې د عقیدې په بنا نه، بلکې د پیسو په خاطر ورسره ملګري دي. خو دوی باید وپوهېږي چې کومه سیاسي او پوځي ډله ده چې همداسې کسان دې په کې نه وي؟ خو د هېڅ ایډیالوژیکې ډلې زړی له داسې فرصت طلبه کسانو څخه نه وي رغېدلی بلکې په هسته کې یې خورا معتقد او ایډیالوژۍ ته ژمن کسان راټول وي. نو د دې پر ځای چې داعش ته له کږې زاویې وګورو، منځ او مرکز ته یې باید ځیر شو او هغه ایډیالوژي او فکري دستګاه باید وسپړو چې داعش ترې را وتلی دی. هله به دا پوښتنه کولی شو چې داعش دلته څومره نفوذ لري او د خپرېدو امکان یې څومره دی.

که د قضیې تیوریکي اړخ پرېږدو او یوازې دې ته فکر وکړو چې د دې هېواد زرګونه وګړي د طالبانیزم ایډیالوژۍ ته اوښتي دي او ټول کمال یې د بېګناه خلکو وژل او د عامه ګټو بربادول دي نو د دوی او داعشیانو څه توپیر دی او همدوی به داعشیان هم نه شي؟ له بلې خوا، د ملا عمر تر مړینې وروسته په طالبانو کې داسې کاریزماتیک رهبر پیدا نه شو چې ټول پرې راټول شي نو همدا وه چې انشعابونه په کې وشول او خپلو رهبرانو ته د ځینو طالبانو وفاداري کمزورې شوې ده او کېدای شي چې نورو ترهګرو ډلو ته ور واوړي چې داعش هم په کې راځي.

همدارنګه په سیمه کې پراخو تبلیغاتي شبکو د دین په نامه د کرکې، غچ اخیستلو او دښمنۍ حس په ټولنه کې پیچکاري کړی دی، جګړه او ویجاړي یې مقدس کړي دي او دا ټول داعش ته د خلکو د اوښتلو لاره هواروي. داعش نه خو تندر دی چې له آسمانه دې راولوېږي او نه زلزله ده چې د ځمکې له تله راپورته شي، داعش ایډیالوژیک بهیر دی او له همداسې ټولنې څخه رازېږي چې په دیني رنګ رنګول شوې له بله وېره او له بل سره دښمني په کې پیاوړې وي. د یوې ډلې له جنګیالیو سره جنګېدل او له ایډیالوژۍ سره یې کار نه لرل، هغه ستراتیژیکه تېروتنه ده چې په کراتو تکرار شوې ده او داسې ښکاري چې بیا به تکرار شي.

څوک چې نن سبا له طالبانو سره لپاره مذاکرې کوي خو د سولې لپاره نه، بلکې د دې لپاره چې طالبان یو ډول مشروع ښکاره شي، دوی دې له جهادي سلفیانو سره د غربیانو د تعامل تجربه نه هېروي. غربیانو پرون [د جهاد په کلونو کې] همداسې کار وکړ چې وروسته یې نړۍ ته سر خوږی جوړ کړ. نن هم که څوک دا کار کوي، دا به یوازې یوې سیاسي – پوځي ډلې ته مشروعیت ورکول نه وي، بلکې د جګړې او ویجاړۍ هغې ایډیالوژۍ ته مشروعیت ورکول وي چې داعش یې هم زېږولی دی. کېدای شي دغه دولتونه د تېرېدونکو سیمه‌ییز لوبو په خاطر یو څو ورځې دغه ډلې د ځان په ګټه وکاروي خو هېڅکله به یې عواقبو څخه خوندي نه شي. د دې کارونو په نتیجه کې په ټولنه کې رادیکال ذهنیتونه عامېږي او د شر ملاتړ به شرارت عام او مشروع کړي. له داعش او سره د مقابلې خامې او نیمګړې هڅې هم د داعشي ایډیالوژۍ د لا خپرېدو سبب کېږي او بیا به د دې ډلې چرګې یوازې په افغانستان کې هګۍ نه اچوي، بلکې له نیویارکه رانیولې تر مسکو پورې او له پیکن څخه رانیولې تر تهرانه پورې راونغاړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب