ټولنپوهنه د دوو لغتونو، ټولنې او پوهنې تړنګنوم دی، چې په انګريزي ژبه sociology يا سوسيالوژي، په پارسي ژبه ورته جامعه شناسي او په عربي ژبه ورته علم الاجتماع وايي. ټولنپوهنه د اکاډميکو زده کړو يو ډګر دی، چې د ټولنې او په ټولنه کې د وګړو ترمینځ د ټولنيزې راکړې ورکړې په اړه بحث کوي. ټولنيزې څېړنې بيا په کوڅه کې د ورکنومو وګړو د لنډو اړيکو د شننو نه نيولې تر نړېوالې ټولنيزې پروسې په ځان کې رانغاړي. د زده کړې په همدې ډګر کې د يو داسې يو ليد لوري ته اشاره شوې چې ولې خلک په ټولنو کې تنظيم شوي او يا هم ولې د يو وګړي په توګه يا د يوې اتحاديې، د ډلو او انسټيټيوټونو د غړو په توګه انسان خپل ځان ته منظمې ټولنې جوړې کړي. د يوې اکاډميکې زده کړې په توګه ټولنپوهنه د ټولنيزو ساینسونو اهمه برخه ده.
موږ هم د یو همداسې کتاب په اړه لیکل کوو، دا کتاب چې (ټولنپوهنه) نوميږي، د عربي ژبې اثر دى، چې د درېو ليکوالانو هر یوه ښاغلى ابراهيم لبيب،ښاغلى دکتور مصطفى حسين او ښاغلى سعيد محمود ابوسمک له خوا تخلیق شوی،چې د ښاغلى عبدالحکيم امل په واسطه پښتو ته ژباړل شوى دى.
ټولنپوهنه
د ښاغلي ليکوال او ژباړن عبدالحکيم امل،د ژباړې اثر دى چې په ١٣٨٥ لمريز کال کې په ١٨٨ مخونو د ميوند خپرندويه ټولنې له خوا خپور شوى دى،د کتاب د کمپوز اډيزاين ارونه پخپله د امل صيب له خوانه شوي دي،او د پښتۍ د ډيزاين کارونه ښاغلي رضوان الرحمان ميوند تر سره کړي دي.
په کتاب کې د ژباړن او د کتاب د ليکوالانو سريزه په پرلپسې ډول را غلي دي.
په پيل کې به د کتاب د ژباړن (( عبدالحکيم امل)) له سريزې څخه يو څه واورو،چې ده ددې کتاب د اهميت په اړه څه ليکلي دي؟
دا ليکي:
((دغه کتاب چې د انساني ژوند زياتره اړخونو کې پرته له کمي په پوره توګه سره ښې لارښوونې،نېک ارشادات،اودسالمو تګلارو غوره کولو ښې يادونې دي.لوستونکې په خپل علمي ژوند کې د بري لور ته بيايي.
د يوې خبرې يادونه هم لازمه ګڼم چې دغه کتاب واقعاً په پوره توګه سره((ټولنپوهنه)) څېړلې او د موضوع په اړوند يې څه نه دې پرېيښي.
دغه ژباړه يوازې د څښتن تعالى درضا په خاطر ګرانو وطنوالو ته د هغوى د ښې استفادې لپاره وړاندې کوم.
ګران لوستونکي ددغه کتاب د لوستلو له لارې د ټولنپوهنې آشنايي او معرفت پيدا کولى شي))
د ددې کتاب ښاغلي ليکوالانو په شريکه سره يوه سريزه ليکلې ده چې له هغې څخه به هم تاسو ته يو څو کرښې راواخلو چې هغوى ددې کتاب په اړه پخپله سريزه کې څه ليکلي دي؟
هغوى ليکلي دي:
((لوى څښتن يوازې په محمد (ص) خپل رسالت پاى ته نه راساوه،که رسالت پخپل ذات کې د ټولنيز ژوند په برابرولو کې کامل او نهايي رسالت نه واى،او لوى څښتن خپل استازي دټول بشريت لپاره راستولي،لوى څښتن فرمايي ژباړه((او نه يې لېږلى مونږ ته مګر په دې حال کې چې جامع يې خلکو ته زېرى ورکوونکى(د جنت په مومنانو) او ويروونکي(له دوزخ کفاروته) خو اکثره خلک( له کفارو) نه پوهيږي،په فضايلو ستا او په رذايلو خپلو))
له ياد شو ي ايات شريف څخه څرګنديږي چې لوى څښتن خپل استازي د ټول بشريت لپاره استولي،په قرانکريم کې د خلکو کلمه ډېره تکراريږي،او همدارنګه د قوم او امت کلمه هم تکراريږي.او اسلامي رسالت هم اصلاً د د خلکو تر منځ د ټولنيز ژوند برابرول،خپله اساسي موخه ګڼي او که وګورو اسلامي رسالت د ټولنې د افرادو تر منځ اړيکې برابروي،او وروري،تعاون او مينې ته بلنه کوي،او د فرد حق په فرد او د ټولنې په ټولنې او د فرد،ټول حقونه او هر رنګ ټولنيزې اړيکې برابروي.د ټولنپوهنې موضوع د اوسني مفهوم په اساس د هر نوع بشري ټولنيز،اقتصادي،او سياسي اړخونو کې د اړيکو په څېړنې ولاړه ده))
د غه ټولنيز اثر د اوو څپرکو درلودونکى دى،چې په لومړي څپرکي کې يې د ټولنپوهنې پېژندنه،په دويم څپرکي کې يې د ټولنيزو څېړنو تاريخ،په درېيم څپرکي کې يې ټولنيزې طريقې يا لارې،په څلورم څپرکي کې يې د افرادو او ټولنې اړيکې،په پنځم څپرکي کې يې د تمدن او فرهنګ په مختلفو خواوبخث،په شپږم څپرکي کې يې ټولنيزې ستونزې او د هغو اسلامي حل او د کتاب په اخري يا اووم څپرکي کې يې د ټولنيز خدمتونه او په اسلام کې د هغوى د ګټو په هکله پوره مالومات وړاندې شوي دي.
د بېلګې په ډول به د ټولنپوهنه اثر څخه تاسو ته يو څو پرګرافه راواخلو،چې په خپله ټولنپوهنه کوم غرضونه او اهداف لري؟
ټولنپوهنه دوه اساسي غرضونه لري:
الف علمي غرضونه:د ټولنپوهنې له وجود سره هدف لرونکي ذاتي تړاو لري.
ب عملي غرضونه تر هغه فايدې او غرض پورې تړاولري چې ددغه علم وسائل يې د افرادو او ټولنې د ګټې لپاره په يوه اندازه برابر کړي
اول : علمي غرضونه
الف: د ټولنيزو پېښو طبيعت او حقيقت کشفول دي،څو ددغه علم نشات،تاريخ،پيل او پر مختګ را ته څرګند شي،او همدارنګه هغه عام مبادې وپېژنو چې تر عام ټولنيز ژوند پورې تړاو لري.
ب: عملي غرضونه:
اول : په ټولنه کې د الله (ج) د سنتونو(طريقو) او هغه قايدو پېژندنه ده،چې انساني سلوک برابروي،او ټولنه د خير صلاح لور ته توجيه کوي.
دويم: ټولنيزې څېړنې مو له هغه اساليبو سره اشنا کوي چې له نورو سره اخلاص،ټولنيز،تعاطف،منځني تعاون اوصاف روح رواج کړو.
ابن خلدون هم د نننۍ رښتينو ټولنپوهانو په شان د ټولنپوهنې په برخه كې خپلې څېړنې له دې ځايه پيلوي چې …د انسان له نوع څخه د يوې ټولنې شتون اړين دى او حكيمان دا مانا په دې توګه تعبيروي، چې انسان د مدني فطرت درلودونكى دى، پر دې بنسټ، بله چاره نه لري له دې پرته، چې يوه ټولنه رامنځ كړي.
پر دې اساس ويلاى شو چې:
۱ – انسان په يوازې توګه نه شي كولاى خپلې اړتياوې پوره كړي او ټولې هغه چاري، چې د ده د پاتې كېدو لپاره اړين دي، لاس ته راوړي.
۲ – انسان د يو شمېر ځناورو پر وړاندې له ځان څخه د دفاع توان او وړتيا نه لري او د دفاعي ابزارو د كارولو په برخه كې د يو فرد وړتيا پوره نه ده.
۳ – په پاى كې، هغه خطرونه، چې انسان ګواښي، هغه د نورو پناه ته اړ كوي. پر دې بنسټ، انسان بايد ديو انسان په توګه په ټولنه كې ژوند وكړي. د ا د ابن خلدون په ټولنپوهنه كې د لومړنى بنسټيز مفهوم په توګه شمېرل كېږي. په دې ترتيب، هغه خپل ابتكاري پوهه داسې راپېژني: (( هماغه بشري عمران، انساني ټولنه او د هغو عوارضو او كيفياتو بيان دى، چې يو د بل پسې د انساني عمران په ماهيت او ذات ورزياتېږي. پر دې بنسټ، د ابن خلدون له انده د عمران علم( ټولنپوهنه) له هغه علم څخه عبارت ده، چې ټولنيزې پدېدې سپړي او موضوع يې د علومو او پوهو يوه ټولګه ده، چې معيشتي او اقتصادي اوضاع، حكومتي او سياسي سمبالښت، بشري لومړني او ښاري ژوند، چې نن يې اجتماعي پديدې نوموي، ده. ابن خلدون د ټولنيزو پدېدو د لاملونو او علتونو پر څرنګوالي څېړنه، د دې علم موخه بولي او زياتوي، چې تاريخ ښكارنده پېښې بيانوي، حال دا چې د عمران علم (ټولنپوهنه) د هماغې پېښې علتونه او لاملونه په ګوته كوي.
د ټولنپوهنې د دغه کتاب د ارزښت په اړه؛خو خبرې کول نه خلاصيږي خو دومره بايد ووايم چې د کتاب په لوستلو سره به مو د ټولنيز ژوند ګټو او ارزښت په اړه څه ډېر مالومات تر لاسه کړي وي،خو هغه کارونه چې يو انسان يې بايد د اسلام د مبارک دين تر سيوري لاندې تر سره کړي ټول په دې کتاب کې په راغلي دي، د بېلګې په توګه:علم او زده کړې ته پاملرنه، د مسلمان مشر ځانګړتياوې، اسلام او د فرد او ټولنې منځنى توازون،ټولنيز
پلان …او نور.
د اصولو له مخې د کتاب په وروستیو کې د ماخذونه ياد شوي او پښتۍ يې هم په ښکلي ډيزاين او ښه کاغذ جوړه شوې ده.
په پاى کې له ښاغلي ليکوال او ژباړن عبدالحکيم امل څخه يوه نړۍ چې ددې کتاب په ژباړلو سره يې خپله وجداني دنده تر سره کړې ده،له لوى څښتن څخه ورته د ډېرو اجرونو غوښتنه کوو.