تاند ( یک شنبه ، د جوزا ۱۶) د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ښايي افغانستان ته د کورونا ضد ځانګړي شوي واکسین په وخت و نه رسېږي.
ټاکل شوې وه چې تر مې میاشتې پورې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته شاوخوا ۳میلیونه ډوزه کورونا ضد واکسین ورکړي، خو اوس تازه دغه سازمان په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې ښايي د واکسینو ورکړه تر اګسټ میاشت پورې وځنډېږي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي ټولو هېوادونو ته په عادلانه توګه د واکسینو د وېش لړۍ ته ادامه ورکړي.
بل لورته بیا افغان حکومت له مرستندویه هېوادونو غوښتي، چې د کورونا ناروغۍ د نوې څپې په کنټرول کې ورسره مرسته وکړي.
د کورونا درېیمه څپه؛ افغانستان له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی. چې له دغه هېواد سره د کورونا د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او د مرستو لپاره خپلې پولې پرانیزي.
د یادونې ده چې امریکا تېره ورځ هم د کورونا درېیمې څپې سره د مبارزې په موخه د افغانستان په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د کورونا ضد واکسین د ورکړې اعلان وکړ.
یاد هېواد ویلي وو، چې د روانې جون میاشتې تر پای پورې به د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته ۸۰ میلیونه نور د کرونا ضد اضافي واکسین ورکړي.
د کورونا درییمه څپه؛ امریکا د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته واکسین ورکوي