یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کورونا له امله د ملکي خدماتو د پاخه عمر ...

د کورونا له امله د ملکي خدماتو د پاخه عمر مامورین ۲ اونۍ رخصت شول

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۱۶)  افغان حکومت د کورونا ویروس د پراختیا له امله په کاري رژیم کې بدلون راوست.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کورونا وبا د خطرونو د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز په کاري رژیم کې تغیر راوستی دی.

د دې تغیر له مخې د ملکي خدماتو هغه کارکوونکي، چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي او یا د سرطان، شکر او زړه په ناروغیو اخته وي، د دوو اونیو لپاره رخصت دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، چې دوی د کورونا وبا د مخنیوي لپاره د لا ډېرو احتیاطي اقداماتو پلان لري او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي، چې د دوی سپارښتنې عملي کړي.

د ملکي خدماتو لوړ عمر کارکوونکي داسې مهال دوه اونۍ رخصتېږي، چې له دې وړاندې د افغانستان خصوصي او دولتي تعلمیي ادارې د دوه اونۍ لپاره رخصت شوې دي.a

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب