Homeخبرونهد م.م یو پلاوي په دوحه کې د حکومت او طالبانو...

د م.م یو پلاوي په دوحه کې د حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره ناسته کړې

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۱۶ مه)  راپورونه وایي، د ملګرو ملتونو یوه پلاوي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره ناسته کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یونما مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي.

خبرپاڼه وایي، په دې لیدنه کې د سولې پر روانه پروسه او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې اغلې لاینز په دې ناسته کې ویلي چې په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او ددې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي.

د یوناما په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې نوموړې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د ماموریت او کارکوونکو پر خوندیتوب هم خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي یونما ژمنه تر لاسه کړې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي به خوندي وي او په ډاډه توګه کولی شي اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د کابل په سروبي ولسوالي کې د ملګرو ملتونو د ملکي کارکوونکو موټر د وسلوالو تر برید لاندې راغی او په ترڅ کې یې څو تنه کارکوونکي ووژل او ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...