Home+په مکسیکو کې یو ستره کنده موندل شوې

په مکسیکو کې یو ستره کنده موندل شوې

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۶) دا ستره کنده د مسکیکو په میګویل باربوسا ایالت کې موندل شوې ده.

د دغه ایالت والي پویبلار وايي، دا کنده لومړی پلا د مې د میاشتې په ۲۹ ولیدل شوه چې له اوبو ډکه وه. په پیل کې یې پلنوالی شاوخوا ۵ متره و خو ورو- ورو لویه شوه او اوس یې قطر نژدې ۸۰ مترو ته رسېږي.

د کندې شاوخوا مځکه اوبو ته ښوییږي او کنده ورسره پراخیږي.

تراوسه پورې د دې کندې له کبله چا ته زیان نه دی اوښتی خو د هغه کور اوسېدونکو ته چې د کندې په غاړه دی، ویل شوي چې بل ځای ته ولېږدي ځکه وېره ده چې کنده به نوره هم پراخه شي.

څېړونکي غواړي چې د دې کندې د جوړېدو پر دلیل وپوهېږي خو تراوسه پورې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

هم چارواکي او هم څېړونکي وايي چې دا کنده په طبیعي ډول جوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...