سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهوسله والو کسانو په جلال اباد ښار کې ۳ مېرمنې ووژلې

وسله والو کسانو په جلال اباد ښار کې ۳ مېرمنې ووژلې

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۱۶)  د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کورني تاوتریخوالي له امله درې مېرمنې، چې عمرونه یېه د ۲۵ او ۵۰ کلونو ترمنځ دي ووژل شوې.

د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي، دا پېښه تېر ماښام د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه، چکنورۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

خوږیاڼی وایي، د پېښې انګېزه کورنۍ ستونزې دي او په وژل شویو مېرمنو کې یوه مور او دوه یې لوڼې شاملې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی او نورو د نیولو هڅې روانې دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وایي تېر ماښام د سره رود ولسوالۍ د بر ککړک مياه ګانو سيمه کې د هوايي بريدونو له امله د طالبانو درې مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي، په یادو بریدونو کې د بهرنیانو په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. هر چا چې دا بُزدله عمل تر سره کړی دی، قانون باید داسې سزا ورکړي چې د افغانستان ټول ملت لپاره یوه نمونه او سبک وګرځي. که نه ، نو دا لړۍ به روانه وي، او حکومتي ویاندویان به ورته د متأسفانه ټکي سره اعلانونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب