سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهصالح: د نړیوالو په مرسته د سولې رامنځ ته شوی فرصت نه...

صالح: د نړیوالو په مرسته د سولې رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کېږي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۱۶) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي شورا له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې نړیواله ټولنه له افغان سولې سره بشپړه همکاري لري او په خبره یې د افغان حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو او سیاسی تعاملاتو نوی باب پرانیستل شوی دی.

د امرالله صالح په خبره د سولې لپاره د نړیوالو په همکارۍ بې مخیني فرصت رامنځ ته شوی دی،چې په هېڅ صورت به ضایع نه کړل شي.

نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی، چې افغان ځواکونه په ټولو سیمو کې د هېواد دفاع ته تیار دي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د هر ډول مقاومت وړتیا لري.

نوموړي تمه ښودلې، چې د سولې خبرې به یوې پایلې ته ورسېږي او د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.

امرالله صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي، په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یونما مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي.

د سرچینې په خبره په دې لیدنه کې د سولې پر روانه پروسه او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي.

لاینز ویلي، چې په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او د دې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي.

نوموړې همدا راز له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د ماموریت او کارکوونکو پر خوندیتوب هم خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي یونما ژمنه تر لاسه کړې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي به خوندي وي او په ډاډه توګه کولی شي اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

1 COMMENT

  1. دانش، او صالح، هیڅ یو صلحی ته ژمن ندی. دوی ده خپل واک اوشخصی عقدی پخاطر پښتانه ورکول ختمولووقتلول او نابودول غواړی . صالح وایی زمالپاره طالب سره کاراوژوند ده زغملو ندی. دانش وایی چی پښتانه مونږنور نه پریږدو چی سل دوسوه کاله نور په مونږه حکومت وکړی. صلحه تش یو شعار دی ده دوی. ده یو فاصد، ظالم، قاتل، چاپلوس ده اقلیتونو ګوډاګی حکو مت نه خو طالب څه چی یو یهود عادل پښتون زرواری ښه دی، ځکه چی پښتون یو ویاړلی تاریخ لری. پښتون ده وطن بنسټګردی او په وینویی تشکیل کړی.وطن خپل ځان هویت ګڼی اوورته ژمن دی. چی طالب نړوال قوانین ، بشری حقونه، مساوات منی امریکا او نړی پس ده مالی او ځانی زیان نه ورسره تفاهم ته رسیږی. صالح او یوڅونور لنډغرولی ورسره تفاهم ته نه رسیږی؟ خو معلومه ده دوی شخصی ګټی عقده او ده واک لیوالتیا لری چی صلح په رنګ ګارنګ دسیسوی ځنډوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی