سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد ویټامین اې درلودوونکي مېوې او ترکاري

د ویټامین اې درلودوونکي مېوې او ترکاري

تاند –  روغتیا پوهان وایي، ويټامينونه د انسان په وده او نمو کې اړین مواد دي چې خوراک یې د انسان بدن ډېرې ګټې لري.

دوی وایي، په ورځنيو خوړو کې ډول ډول پروتيني مواد، کاربو هايدريتونه او ويټامينونه شته، چې بدن ورته ډېره اړتيا لري.

ويټامينونه په بېلابېلو ډولونو ويشل شوي لکه: ويټامن اې، بي، سي، ډي او نور چې هر يو يي د انسان بدن ته بېلا بېلې ګټې لري.

د معلوماتو له مخې، ویټامین اې په ۱۹۰۶ز کال کې وپېژندل شو او له دې سره دا په ډاګه شوه چې د کاربوهایډرېټو، پروټینو او شحمیاتو ترڅنګ نور داسې څه هم شته چې د څارویو په روغتیا کې ښه رول لري.

د ماهرینو په وینا، هغوی چې د خپلې ښکلا خیال ساتي، نو دا دې نه هېروي چې ویتامین اې په هر موسم کې د مخ پوستکي لپاره ګټه لري.

د ماهرینو په باور، د ژمي موسم کې باید له هغو خوړو څخه ډېره ګټه واخیستل شي چې ویټامین اې لري، ځکه دا ويتامین د پوستکي له وچوالی څخه مخنیوی کوي.

د ويټامين اې (A) ځیني مهمې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ – پوټکی نرم او روښانه ساتي.

۲ – پوستکي روښانه کوي، او زخم زر جوړوي.

۳ ـ د ځواني دانو مخنیوی کوي.

۴ـ د معافیت سیسټم ته وده ورکوي.

۵ـ د سترګو د روغتيا لپاره ګټه لري، او د سترګو ديد ډېروي، چې د همدې ځانګړتیاوو درلودلو لپاره هغه ناروغان چې د سترګو د دید ستونزه لري، ډېره ګټه اخلي.

۶ـ ويټامین اې جنسي قوه زیاتوي.

۷ـ د ماشومانو په وده کې مهم رول لري.

۸ـ ویټامین اې د انټي اکسیډانټ خاصیت لري چې بدن مدافعي سیسیتم پیاوړی کوي.

۹ـ نویو څېړنو دا هم ثابته کړې چې ویټامین اې د سرطان ضد خاصیت لري.

۱۰ـ د زړه حملې څخه مخنیوی کوي.

د ای ويټامين لرونکې مېوې اوترکارۍ کومې دي؟

پوهان وایي، ویټامین اې په طبیعي ډول په، ګازرې، کب، د غوایي غوښه، د چرګ غوښه، کچالو، کدو، هګۍ، ام، نخود، تورایي، بادام، ځيګر او ټول د لمر بوټې او مغزونه د A ويټامين لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب