یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغان متشبثو مېرمنو او ازبیک سوداګرو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

د افغان متشبثو مېرمنو او ازبیک سوداګرو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

تاند (یکشنبه د جوزا ۱۶) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو درې ورځني نندارتون تېره ورځ په ازبېکستان کې پرانیستل شو.

د دغه وزارت له لوري په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نندارتون د کار نړیوال سازمان ‘ILO’ په مالي ملاتړ او د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ په تاشکند کې جوړ شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې په دې نندارتون کې د افغانستان متشبثو او سوداګرو مېرمنو خپل لاسي صنایع او تولیداتي محصولات په څلورو بېلابېلو غرفو کې نندارې ته ايښي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په یاد نندارتون کې د افغان متشبثو مېرمنو او ازبیک سوداګرو ترمنځ اته سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

خبرپاڼه زیاتوي د دغه وزارت رهبري هوډ لري چې په روان کال کې د افغاني تولید شويو او صنعتي محصولاتو د بازار موندنې او ملاتړ لپاره په کور دننه او بهر دغه ډول نندارتونونه پرانیزي.

له دې وړاندې هم په ځینو هېوادونو کې د افغان مېرمنو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په موخه ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب