سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد اچین اوسېدونکي: د دولت د مخالفینو همکاران په ولس کې ځای...

د اچین اوسېدونکي: د دولت د مخالفینو همکاران په ولس کې ځای نه لري

تاند (یکشنبه د جوزا ۱۶) د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ اوسېدونکو تازه پرېکړه کړې، کوم کسان چې د دولت له مخالفینو سره اړیکې پالي او لارې ګودرې ورښيي کورونه به یې سوځول کېږي.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو دفتر نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اچین ولسوالۍ اوسېدونکو دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ بریدونه وکړل.

د خبرپاڼې له مخې، د وسله والو طالبانو دغه بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ او شاه وتمبول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسي خلکو د د دغو بریدونو وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې له نظام څخه ملاتړ اعلان کړ او پرېکړه یې وکړه هغه کسان چې له دې وروسته د دولت له مخالفینو سره همکاري کوي کورونه به یې سوځول کېږي، نغدي جريمه به ورکوي او له کلي به هم اېستل کېږي.

تر دې مخکې د ننګرهار په څو نورو ولسوالیو کې هم ورته پرېکړې شوي دي.

د یادونې ده چې وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د ننګرهار ولایت په اچین او هسکې مینې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې شاوخوا ۲۰ سرتېري ووژل شول.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له بریدونو سره سم افغان ځواکونو په دې ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړل چې د پاکستاني پوځیانو په ګډون په کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب