Homeخبرونهد کورونا درییمه څپه؛ امریکا د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو...

د کورونا درییمه څپه؛ امریکا د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته واکسین ورکوي

تاند – امریکا وایي، د کورونا د دریمې څپې سره د مبارزې په موخه د افغانستان په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د کورونا ضد واکسین ورکوي.

د امریکا حکومت په یوه تازه اعلان کې ویلي چې د روانې جون میاشتې تر پای پورې به د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته ۸۰ میلیونه نور د کرونا ضد اضافي واکسین ورکړي.

د امریکايي چارواکو په وینا په یادو هېوادونو کې چې دا واکسین به ورکول کیږي افغانستان هم شامل دی.

امریکايي چارواکي وايي د یو ځانګړي پلان له مخې به د دغو ۸۰ میلیونه دوزه څخه ۲۵ میلیونه دوزه هغو سیمو ته ورکړل شي چې واکسین ته ډېر ضرورت لري.

د سرچینې په وینا، له دغې ډلې څخه به یې شاوخوا اووه میلیونه دوزه اسیا ته ورکول کیږي چې افغانستان،‌ پاکستان،‌ بنګله دېش، هند، سريلانکا، اندونیزیا، لاوس، مالیزیا، مالدیف، نیپا، پاپوانیوګیني، د پاسفیک ټاپوګان، فلپین، تایوان، تایلنډ او ویتنام په کې شامل دي.

د امریکا حکومت دغه راز زیاته کړی چې د امریکا د دغو اتیا میلیونه دوزه واکسین څخه به ۱۹ میلیونه دوزه د کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو ته ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کورونا وبا دریېمه څپه په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او هره ورځ ترې لسګونه کسان خپل ژوند بایلي.

د دغي ناروغي د مخنیوي په موخه افغان حکومت د دوو اوونیو لپاره د ښوونیزو مراکزو د بندېدو پرېکړه هم اعلان کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...