جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد زړه د ناروغۍ نښې

د زړه د ناروغۍ نښې

تاند –  روغتیا پوهان وایي، سا لنډي د زړه د ناروغۍ له نښو شمېرل کیږي خو تر ډېره بیا په ښځو کې دا ناروغي د زړه د ناروغۍ نښه بلل کیږي.

دوی وایي، ځینې وخت ساه‌لنډي په تنفسي سيسټم کې د ستونزې له کبله وي چې د حل لپاره یې باید ورزش وشي.

د ماهرینو په وینا، که سا لنډي د هوا د یخوالي له کبله وي، باید د الرژۍ ټابلېټ وخوړل شي، خو که داسې نه وي بیا د زړه د ناروغۍ نښه کېدای شي.

ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه اصلي دنده د وینې په وسیله د اکسیجن رسول دي، خو که ونه شي کولی په سم ډول اکسیجن ورسوي، په دې مانا ده چې زړه له ستونزې سره مخ شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې د زړه د ناروغۍ پر مهال د تنفسي ستونزې دومره ډېرېږي، چې ان سړی نه شي کولی وغځېږي.

د هغه په باور، د زړه ناروغي د بدن غړو ته د اکسیجن رسېدل ستونزمنوي.

ډاکټر سوزان لارښوونه کوي، که تاسو هم په ساه اخیستو کې ستونزه لرئ او دغه ستونزه مو د الرژۍ له کبله نه وي، ښه ده چې له اړوند ډاکټر سره سلا وکړئ.

نوموړی وایی، د سینې په قفس کې دروندوالی چې د انژین په نوم هم یادېږي او ورسره ساه‌لنډي، د زړه د ناروغۍ اصلي نښې بلل کېږي.

ډاکټر سوزان شتاینباوم دغه راز زیاته کړې چې ډېری ښځې داسې احساس کوي چې پر سینه یې دروند شی اېښودل شوی او یا یې په معده کې شته خواړه هضم شوي نه دي.

هغه وایي، که له دې ډول پېښې سره مخ شوئ او ښه پوه وئ چې لامل یې بل څه نه شي کېدای، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب