جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحامد کرزي، د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيل غوښتنه کړې

حامد کرزي، د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيل غوښتنه کړې

تاند ( شنبه، د جوزا ۱۵) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټوېټ پیغامونو کې په هېواد کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او‌ په جگړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی،چې د پردیو د گټو لپاره دې خپل هېواد نه وېجاړوي او سوله دې وکړي.

کرزی وایي ، د جګړې ښکېل لوري دې جګړه بنده او د افغانانو د سر او مال ساتنه خپل مسوولیت وگرځوي.

هغه دغه راز په هلمند کې د تېرې ورځې هوایي بمبارۍ او په کابل کې په ښاري بس چاودنه چې له امله یې په گڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې بشري ضد جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د بین الافغانی مذاکراتو پر ژر تر ژره پیل ټینګار کړی او د سولې د پروسې د بریالیتوب هیله یې ښودلې.

نوموړی داسې مهال په هېواد کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښيي، چې تازه تېره ورځ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې لسګونه ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

دا برید تېره ورځ غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍپه يخچال سیمه کې شوی دی.

هلمند کې هوایي برید لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب