جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههلمند کې هوایي برید لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

هلمند کې هوایي برید لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند ( جمعه، د جوزا ۱۴ مه ) راپورونه وایي، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالي کې افغان ځواکونو هوایي برید کړی چې له کبله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

‏سرچینې وایي، دا برید نن غرمه مهال د ګرشک ولسوالي په يخچال سیمه کې شوی دی.

د سیمه ایزو سرچینو په وینا دغه برید کې لسګونه ملکي وګړي ټپیان او وژل شوې دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، تېره شپه د ملي اردو اړوند یوه قرارګاه سقوط شوې وه چې عام خلک نن د دې قرارګاه چور کولو لپاره راټول شوي وو چې برید پرې شوی او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

افغان حکومت بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د جګړو د شدت له کبله د افغان ځواکونو د پوستو له سقوط وروسته عام خلک د پوستو د چور لپاره ور ټولیږي او چور جوړوي چې دې چارې په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو غبرګونونه پارولي دي.

3 COMMENTS

  1. ډیر ښه کار شوی دی. ملي اردو او ټول افغان ځواکګونه باید دا ډول وحشیان ختم کړي. څوک چې خپل وطن چور کوي، طالب ته پناه ورکوي، ډوډۍ ورکوي، عشر و زکات ورکوي د دغسي یا تر دې هم د سختې بمبارۍ مستحق دی. اوس دې خپل مړي بار کړي کویټې ته یوسي آی اس آی ته دې یوسي
    فاروق

  2. وژل شوي کسان زمونږ هېوادوال دي ، دوی ته د الله ج جنتونه په نصیب کړي او خپلوانو ته يې د زړه صبر غواړو.
    هغه د پښتو متل دی چې وایی : په جنګ کې حلوا نه وېشل کیږي.
    عسکري پوستې نظامي مرکزونه دي ، د نظامي مرکزونو په شاوخوا کې ګرځېدل ، د هغو د اموالو ، وسلو ، وسپنو او نورو شیانو چور کول ملي خیانت او د غلو سزا په هر حال سره اشد مجازات دي.
    زمونږ هېوادوال باید له دې نظامی مرکزونو نه لري وګرځي ، علاوه له دې چې د ماینونو او منفجره موادو د چودلو خطر لري ، ملي شتمنۍ باید څوک چور نکړي او دا غلط رواج ته باید خاتمه ورکړل شي .
    دولت باید د سیمې خلکو ته اخطار ورکړي چې نور له نظامي مرکزونو نه لرې وګرځي .

  3. د چور او چپاول کوونکو کړنی ( په هره فردی یا ډله ایزه یا دولتی یا استعماری او مُډرنه بڼه او کچه چی وی ) د سختی غندنی او کرکی وړ دی.
    خو
    پوښتنه دا ده چی:
    پر نظامی پوستو د طالب د حملې په وخت کی ولی پر هغوی ( طالبانو ) هوائی حملې نه سوې تر سره او نه تر سره کیږی؟
    دا مدنی فعالیت او ( د بشر د حقوقو د رعایت ادعا ) د سخت سؤال وړ ده چی د بې ګناه انسانانو د ژغورنی په وړاندی بې تفاوته وی خو د یوې پوستې د سامانونو او اجناسو په جرم د انسان وینه تویوی البته ددې غبرګون دلیل به هیڅکله د توجیه وړ نه وی چی:
    پوسته خو سقوط سوه نو څه توپیر به ولری چی طالب ئې چوړ کړې یا ئې عوام چور کړی؟
    پس
    مرموز ” ن ف و ذ ”
    او
    د اسیر وولس د اذهانو د تغییر او مدیریت پلیده پروژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب