جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین خوشي شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین خوشي شو

تاند(جمعه، د جوزا ۱۴) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال سید عالم محسود وايي، د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او ورسره نیول شوي کسان بېرته خوشې شول.

د غورځنګ غړي وايي، منظور احمد پښتین نن وختي هغه مهال چې د جاني خېلو پرلت ته روان و، په کوهاټ کې د پولیسو له لوري د غورځنګ له نورو غړیو سره یوځای ونیول شو.  

تر دې وړاندې پولیسو منظور احمد پښتین د تېر میلادي کال د جنورۍ پر ۲۷ مه د پېښور په تاکال کې له خپلو شپږو ملګرو سره نیولی و.

 خو د ډېره اسماعيل خان يوې محکمې د تېر کال د فبرورۍ میاشتې پر اتمه نوموړی د خیانت له توره سپین اعلان کړ.

تر اوسه پورې د نوموړي د نیول کېدو او خوشي کېدو د دلیل پهاړه څه نه دي ویل شوي، خو څو ورځې مخکې یې ویلي و که د پاکستان حکومت یې بندي غړي خوشې نه کړي؛ نو دوی به د پولې پورې غاړې په ۲۹ لویو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب