جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزانرژي | احسان الله درمل

انرژي | احسان الله درمل

د فزیک عالمان یې د کار کولو قابلیت ګڼي؛ یو بل خصوصیت یې دا دی، چې له یو ه شکل نه په بل شکل بدلېدای شي او درېیمه لویه خبره په انرژۍ کې دا ده، چې خامخا باید استعمال شي.

که ډاکتر تنها مې له مسلک نه منحرف نه ګڼي او د نبي جان ساحل اجازه وي، نو ما اوریدلي، چې په اټوم کې راټوله انرژي، پرته له استعماله بله چاره نلري. اوس پخپله د اټوم اوبدونکي هم پر دې نه پوهېږي، چې څنګه دغومره ډېره متراکمه انرژي له استعماله پرته بېرته خپل لومړي شکل ته بوزي.

د اوسنۍ متمدنې نړۍ تر ټولو لوی راز د انرژۍ د پیدا کولو، استعمالولو او پر بېلا بېلو شکلونو د هغې په اړولو کې دی. حرارتي، حرکي، برقي، پوتنشیل او نور شکلونه د انرژي مختلف ډولونه دي، چې یو پر بل اوړي را اوړي.

زموږ لاس چې کله یوه ډبره هوا ته پرتاب کړي، په اصل کې زموږ په لاس کې موجوده پوتنشیل انرژي پر حرکي هغې اوښتې او د ډبرې د پورته تګ سبب شوېده. دا ډبره تر یوې فاصلې وروسته په هوا کې د یوې لږې شېبې لپاره درېږي او بېرته د ځمکې پر لور حرکت راکوي. د ډبرې د درېدو په نقطه کې حرکي انرژي بېرته پوتنشیل ته اوړي او همدا پوتنشیل د بېرته نزولي حرکت د سبب په توګه پر حرکي انرژۍ اوړي. زموږ غوندې د درېیمې نړۍ هېوادونه له انرژۍ سره د ناسم چلند له امله په درېیمه لیکه کې ولاړ دي. موږ نه انرژي تولیدولی شو او نه یې یو شکل پر بل اړولی شو.

موږ د خپلو سیندونو پوتانشیل انرژي د خپلو خونو لپاره بریښنا نکړای شوه او بریښنا مو د فابریکو څرخونه تاو نکړل. تر ټولو لویه تراژیدي یې دا چې د دېرش میلیونه وګړیو بشري انرژي د یوه واړه بدلون سبب هم نشي کېدای، یا په بله ژبه په دېرش میلیونه وګړیو کې راټوله بشري پوتنشیل انرژي نه محرکه شوه او نه د بدلون لپاره پر مثبته حرکي انرژي بدله شوه.

زما په فکر رهبري یوازې د جغرافیې، تاریخ او سیاست شعارونه ندي، د خپل ولس د بشري انرژۍ مدیریت کول دي، چې څنګه په رغنده لارو چارو کې متحرکه شي.

زموږ د بشري انرژۍ د یوې لویې برخې مدیریت زموږ د دښمنانو په لاس کې دی او هغوی ترې زموږ پر ضد بمونه جوړوي. کله چې په انسان کې منفي انرژي راټوله شي، خامخا باید استعمال شي. د منفي انرژۍ د استعمال بېلګې انساني بمونه دي، چې هره ورځ هلته او دلته چوي او دا زموږ د هغه کمزوري او جاهلانه سیاست پایله ده، چې د انرژۍ پر وړاندې یې لرو.

په هېوادونو کې روزنیزې موسسې، مکتبونه او پوهنتونونه ددې لپاره دي، چې انسان ته د خپلې بشري انرژۍ د مثبت استعمال لارې چارې ورذده کړي، په بله ژبه د انسان پوتنشیل انرژي د ژوند لپاره متحرکه کړي، مګر زموږ کمزوري او له فکره خالي نصابونه ددې وړتیا نلري او دا یې یو بل علت دی، چې زموږ د لوستي قشر بشري انرژي هم د ټولنیز خیر او بدلون لپاره پکار نشوه.

ډېره ځله مې لیدلي، چې ځینې مسلکي خلک په مجلس کې په یوه نه یو ډول داسې یوه بحث ته لاره هواروي، چې دوی پکې ډېر غږیدلی شي. دا د هغوی د اخیستل شوې انرژۍ اضطراب دی، چې د استعمال لپاره لاره ګوري او د دوی د ناطقې پر ظرف زور کوي، بیخي هغسې لکه اوبه چې د لوښي پر دېوالونو فشار راوړي او که په لوښي کې یو کوچنی سوری هم پیدا شي اوبه ترې داره کوي. د پوهنتون په دوران کې د پر مسلک حاکمو استادانو یو شکایت تل دا و، چې د درس لپاره ساعتونه کم دي، حتی ځینې به د نورو په خالي ساعتونو کې هم راتلل.

دا د مثبتې انرژۍ د استعمال لپاره د زمینې د پیدا کولو یوه بېلګه ده. خو هغه استادان چې کم انرژي به وو( د خبرو لپاره ورسره څه نه ول) ساعتونه پرې غمېدل، له پنځلس شل دقیقو وروسته به درسي ساعت د تفریح او ټوکو پر یوه موقع بدل شوی و. کابلیان د نویمو لسیزو د جنګونو او جنګیالیو په کیسو کې وایي، چې ځینې مهال به وسله وال خلک په لارو او کوڅو کې روان ول، مخالف به یې نه و، پر سپي او پېشو به یې نښه برابره کړه او حتې ځینو د بریښنا پر ستنو ضربې کولې.

دا د منفي انرژۍ د استعمال لپاره زمینه پیدا کول وو. دې جنګیالیو غیر طبیعي منفي انرژي اخیستې وه، منفي انرژي په جنګ او تشدد کې استعمالېدای شي، ځکه نو دا خلک باید دښمن ولري او که فرضاً دښمن پیدا نشي، نو باید په زوره ځان ته یو دښمن وتراشي، څه توپیر کوي، چې هغه سپی وي، پیشو وي او که د بريښنا ستنه.

زموږ ټولنه اوس هم له ډېرو داسې خلکو ډکه ده، چې له منفي انرژۍ مالامال دي، دا انرژي به خامخا په جنګ او تشدد کې استعمالېږي او که دا موقع برابره نشوه، شاید ځانته د دښمن په تراشلو غور وکړي. دښمن تراشنه زموږ د تاریخ یوه ناپایه کیسه ده او ډېره هغه مهال په درز کې روانه وي، چې موږ له یوه واقعي ریښتوني دښمن سره نه وو مخ شوي.

دلته نو قومي، ژبني، جنسي، مذهبي، مورفولوژیک او ټول طبیعي تفاوتونه د جنګونو او شخړو عوامل وي، حال دا چې طبیعي تفاوتونه طبیعي وي او د خلکو د بېلتون او طبقه بندۍ لپاره نه وي رامنځته شوي. ارواپوهان وایي، چې د هر انسان تحت الشعور تر اټوم زیاته پوتانیشل انرژي ده، دا اټوم زموږ په لاس کې دی، چې پر مثبته انرژۍ یې بدلوو او که پر ځان او نورو یې منفجر کوو؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب