جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي د افغان ژباړونکو د وېزو بهیر یې چټک کړی

امریکا وايي د افغان ژباړونکو د وېزو بهیر یې چټک کړی

تاند ( شنبه، د جوزا ۱۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر چټک شوی، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا د امریکا د حکومت لپاره کار کړی دی.

یاد وزارت ویاند نېډ پرایس زیاته کړې، چې دې پروګرام ته یې امکانات نور هم ډېر کړي دي.

پرایس ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د دې ویزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره په واشنګټن کې د کار کوونکو شمېر هم ډېر شوی دی.

د نوموړي په خبره یواځې په تېره میاشت ۸۰۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د کانګریس نه د بودیجې غوښتنه شوې ده.

نوموړي وویل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی وي او په غوښتنلیکونو به کار کوي.

د نېډ پرایس په خبره څومره چې امکان لري دا کار به په چټکۍ تر سره کیږي.

څه موده وړاندې په کابل ښار کې د امریکايي ځواکونو لسګونو پخوانیو افغان ژباړونکو او کارکوونکو په یوه اعتراضي راټولېدنه کې امریکا ته د تلو لپاره له دغه هېواده د خپلو دوسیو د برخلیک معلومولو غوښتنه کړې وه.

افغان ژباړونکو ویلي وو، چې کلونه کېږي چې امریکا ته د لېږدولو غوښتنې یې نه منل کېږي یا له امریکايي ځواکونو سره تر ټاکلي مهاله د کمې دندې له امله ردېږي.

د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې سلګونو افغانان، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و، امریکا ته لېږدول شوي او هلته یې استوګنه غوره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب