جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+بالیووډ ته د پرینیتي چوپړا راتګ

بالیووډ ته د پرینیتي چوپړا راتګ

تاند –  د باليووډ سینما مخکښه اداکاره پرينيتي چوپړا وايي، هغې غوښتل په بانک کې دنده ترسره کړي، خو په بانک کې یې چې دنده ترلاسه نه کړه ممبۍ ته لاړه.

هغه وایي، په لندن کې زده کړې ترلاسه کړې وې او ممبۍ ته لاړه تر څو په بانک کې کار وکړي.

نوموړی زیاتوي چې ډيلي ته ځکه لاړه نه، چې د ډيلي ټکټ ګران و او ممبۍ ورته نږدې وه.

پرينيتي په ٢٠١١ کال کې په لومړي ځل په (ليډيز بمقابله ريکي بهل) کې کار وکړ.

د هغې په اړه په لومړي ځل کېده چې هغه د مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا خپلوانه ده.

څه وخت مخکې په يوه مرکه کې د پرينيتي څخه پوښتنه وشوه، چې ايا پريانکا چوپړا د هغې رول ماډل ده، نو هغې په ځواب کې وويل، چې هېڅ رول موډل یې نه شته، ځکه دی په اصل کې نه غوښتل چې اداکاري وکړي.

د پرينيتي چوپړا دا مرکه په ٢٠١٢ کال کې شوې وه، چې اوس يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې وايرل شوې ده.

نوموړې وايي، باليووډ ته د راتګ معنا دا نه ده چې هغه دې هم د نورو په څېر ډېره مخکښه شي، خو که اړتيا پېښه شي د بالیووډ له نورو اداکارانو به مرسته هم وغواړي.

تازه د اداکارې پرينيتي چوپړا نوى فلم (ساينا) د مارچ په ٢٦مه نېټه نندارې ته وړاندې شو.

د هغې دا فلم د هندوستان د ټینس لوبې د یوې اتلې پر ژوند جوړ شوی چې خلکو ډېر خوښ کړی دی.

همدا راز تازه د هغې يو بل فلم (سنديپ اور پنکي فرار) هم خپور شوى چې له ارجن کپور سره يې پکې کار کړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب