Homeخبرونهننګرهار کې د طالبانو د هاوان مرمۍ لېږدوونکی ډرون کمره له منځه...

ننګرهار کې د طالبانو د هاوان مرمۍ لېږدوونکی ډرون کمره له منځه وړل شوې

تاند ( شنبه، د جوزا ۱۵) ختیځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول مسوولان وایي، د درېیمې پلې لوا اړوند سيمه یيزې اردو تېره شپه  د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ قیلغو سیمه کې د وسله والو طالبانو هغه ډرون کمره، چې د هاوان مرمۍ به یې لېږدولې له منځه وړې ده.

د سرچینې په وینا د طالبانو دې ډرون کمرې به د هاوان مرمۍ لېږدولې او پر افغان ځواکونو به یې غورځولې.

ختیځ کې د ۲۰۱ قول اردو ویاند وایي ، د طالبانو دغه کمره په داسې حال کې ويشتل شوې، چې په ياده سیمه کې د سيمه ييزې اردو پر څوارلسم ټولي د برید پلان درلود.

بل لورته طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ډرون کمره داسې مهال له منځه وړل کېږي، چې  د ځایي خلکو په خبره دخوږیاڼو ولسوالۍ په ځینو سیمو کې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

چارواکي وایي، په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ځواکونو عملیاتو په چټکۍ سره دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...