شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد نورستان د دواب ولسوالي سقوط شوه

د نورستان د دواب ولسوالي سقوط شوه

تاند ( شنبه، د جوزا ۱۵) د نورستان ولایت دواب ولسوالي په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.

حکومتي سرچینو هم دا خبر تایید کړی دی.

ځایي حکومتي سرچینو تاند ته وویل، چې تېر ماخستن وسله والو طالبانو د دواب ولسوالي نیولې، خو د ولسوالۍ ټول پرسونل د قومي مشرانو په واسطه روغ ویستل شوی دی.

ځایي خبریالان وایي، د یوې بلې ولسوالۍ منډول پرسونل هم له ډېرو کلونو راهیسې د دواب په ولسوالۍ کې پروت و او له دغه ځایه به یې چارې تنظیمولې.

په ورته وخت کې د دواب ولسوالۍ چارواکي وایي حکومت ورته په وخت اکمالات ونه کړل، ځکه نو دغه حالت رامنځ ته شو.

دواب او منډول د غربي نورستان ولسوالۍ دي، چې د لغمان د الینګار په مسیر پرتې دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې دوی د نورستان د دواب او منډول ولسوالۍ په بشپړ ډول نیولي دي.

نورستان د هېواد په کچه له ښکلا برخمن ولایت دی، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو وخت ناوخته سیلانیان ورځي.

په دې وروستیو کې یاد ولایت ته د سیلانیانو تګ را راتګ هم ډېر شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب