Homeخبرونهد کورونا درېیمه څپه؛ افغانستان له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه

د کورونا درېیمه څپه؛ افغانستان له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه

تاند – د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمې او ګاونډیو هېوادونو کې د افغانستان له سفیرانو، جنرال قونسلانو او د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګو له رئیسانو سره د عاجل روغتيايي مرستو د جلبولو لپاره خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کورونا ویروس زیاتېدو ته په اشارې سره وايي چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید په دې پړاو کې خپلې مرستې او ملاتړ ونه سپموي.

افغانستان داسې مهال له کورونا څخه د مخنیوي په خاطر د مرستو د جلبولو خبره کوي چې د روغتیايي چارواکو په وینا د کورونا درېیمه څپه مخ په زیاتېدو ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي چې ښاغلي اتمر په سیمې او ګاونډیو هېوادونو کې له افغان چارواکو سره د ویډوي کنفرانس له لارې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د عاجلو روغتیایي مرستو د جلب لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي اتمر ټینګار کړی چې د افغانستان ټول ډیپلوماتیک استازي باید له کوربه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره د بېړني اکسیجن او روغتیایي وسایلو د برابرولو لپاره په اړیکه کې شي او د اقداماتو غوښتنه ترې وکړي.

نوموړي په لومړي او دویم پړاو کې د افغانستان د دوستو هېوادونو له مرستو او همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغان دولت او ولس تمه لري څو دغه هېوادونه د کورونا په درېیم پړاو کې هم له افغانستان سره خپل مرستې جاري وساتي.

هغه د روغتيايي سکتور اړتیاو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان د اکسیجن، د اکسیجن د تولید ماشینونو، ټانکرونو او سلنډرونو ته اړتیا لري.

محمد حنیف اتمر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د روغتیايي چارواکو په وینا د کورونا درېیمه څپه مخ په زیاتېدو ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، که خلک د کورونا درېیمه څپه جدي ونه ګڼي او پاملرنه ونه کړي نور درانه ځاني او مالي زیانونه به وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...