استاد شهسوار سنګروال
۱۲مه برخه
دویم څپرکی
د کوشانيانو ټواکمنۍ:
یوشمېرلرغون پېزندونکي اوتا ریخپوهان په دې اند دي چې: «سيتي قبايل له چين سره په ګاونډ په خپل اصلی ټاټوبي کاشغرستان (کاسغر) کې اوسېدل . همدارنګه دوی له اومې مخزېږدي نه تر دريمې مخزېږدي پېړۍ پورې په سيحون د تور سمندرګي په شمال او د خزر په شاوخوا کې ژوند کاوه.
کوشانيان يا يوچې ټبر يوه مهمه سيتي قبيله ده چې په ختيځ کې ودان وه…
په پای کې کوشانيان د «هيونګ نو» تر ګواښ لاندې راغلل او بين النهرين (سيحون او جيحون) سيمو کې خپاره شول…
د سيتيانو په لړ کې يوچي وګړي د مخزېږدي لومړۍ پېړۍ په شاوخوا کې مينځنۍ اسيا نه افغانستان ته راغلل او ډېرې سيمې ان تر هندوستان او ايران پورې لاندې کړې.»(۱)
«هيوانګ نو» نه يوازې د يوچيانو دښمن وه بلکې د چينيانو واک ته هم يو ګواښ وه نو ځکه خو د چين ټولواک: Vou – t وو تي (۱۴۰ – ۸۷ م ز) يو استازی د «چانګ کين» Tchang – kienپه نوم د مرستې لپاره هغوی ته واستوو. ولې هغو له مرستې کولو نه ډډه وکړه.
لکه چې ومو ويل له ساکانو سره نږدې يو توکم کوشاني ټبر وه چې د دوی له نږدې تربورانو څخه ګڼل کېږي او چينيانو په ناسمه توګه دوی يوچيان Yuachi بللي دي.
د کوشانيانو او سا کانو تر مينځ د واک په سر کړکېچ د دې لامل شو، چې د امو سين له شمالي سيمو نه ساکان د هندوکش جنوب ته وشړي.
د دوی له پنځګونو ټبرونو څخه يو هم د کوشان نامتو ټبر وه چې د تخاريانو په مرسته يې (۷۰ م ز) باختر ونيو. مشر يې «کيو – تسيو – کيو Kieu – Tsiu – Kieu نومېده چې څلور نورې قبيلې يې هم د ځان تابع کړې او د «کوی شانګ» په نوم پاچا شو.
يو شمېر ختيځپوهانو هم په دې لړ کې موږ جوستن JusTiin يادولی شو چې نوموړی داسې انګېري:
«ساکان باختر نه، جنوب لوېديځ ته په شا وتمبول شول، چې په پای کې د يوه خونړي وسله وال بريد له امله، ارتبان شاه Arte Bon ووژل شو او اشکاني يا پارتيان له (اسکاني = ساکي) مينځه لاړ، او واک يوچيانو (يوچي؟!) ته ورسېد، دوی د باختر اړوند سيمې ان تر سفديانا (چې دا هم د باختر برخه وه) پورې يو د بل پسې لاندې کړې.»(۲
له دې سربېره دوی انګېري، اوله دې نه د مخه هم د افغانستان په شمال، مينځنی اسيا کې، ډېر ځله د يوچيانو Yuachi او سکيتيانو (ساکانو) Scythic تر مينځ د څارويو په څړځايونو او د خانۍ او اربابۍ په سر ډېر جنګونه شوي وه.
يو بل ختيځپوه همبلي HAMBALY په دې اند دی چې د مخزېږدي (۲۰۹ – ۱۸۴ م ز) په شاوخوا کې د پنځو کالو په موده کې «هيونګيانو» د خپل واکمن شان ګيو SHAN – YU په لارښوونه له (باتس – تنګ) TS – Ting سره وجنګېد او خپله خپلواکي يې ترلاسه کړه.
د هونګيانو سردار له خپل ګاونډي سين پي (SIN – PI) اوکيتان (KI – TAN) سره وجنګېدل او د مأوتون (MAO – TUN) په نوم يې يوه لويه ټولواکمني جوړه کړه.
يو روسي لرغونپوه «وتلستف» W. TOLOSTOV بيا په دې نظر دی چې د ګريکو باختر دولت د اکسوس له ښي اړخ نه د «يوچيانو» (۱۴۰ – ۱۳۰ م ز) لخوا له مينځه لاړ. ولې د هندوکش جنوب ته لا هم له کابل نه را واخله تر کوه دامان پورې (۷۰ – ۴۰ م ز) هيرمايوس HERMAIUS واکمن وه او د يوچيانو لخوا د دوی دولت ړنګ شو.
کومې مجسمې، انځورونه او ډبرليکونه او يا خټينې تابلوګانې چې له کابل او «کيپن» Kipan نه ترلاسه شوي د «هرمايوس» لخوا کاږل شوي دي.
ګاردنر P. GARDNER يو نامتو ختيځپوه د کوشاني ټبر د يوه لومړي پاچا يادونه کوي او د يوې سکې له مخې چې په خروشتي ليک کښل شوې ده داسې وايي:
«کوشاناسا KUSHNASA – GASNASHASA ګويالاکاپاسا KUYULAKAPASA – KAPASHASA سچادراماټسيا SACHA – DRAMATSIA د دغو مسکوکاتو له مخې په ډاګه کېږي چې دغه توکي د (۴۰ – ۵۰ زېږدي کال پورې اړه لري.»(۳
موږ د «۴۰» څلوېښتم زېږدي کال يادونه وکړه. د چينايي ليکوالو د څرګندونو له مخې د کوشاني ټبر نامتو پادشاه «کدفيزيس» Kajula – kara- kadphises وو چې پارتيا ، کابل (۴۰ ز کال په شاوخوا کې)، کاپيسا او غزني يو د بل پسې ونيول.
نوموړي د اريانا ټوله خاوره لاندې کړه او د يوې لويې ټولواکمنۍ بنسټ يې کېښود.
کدفيزس
KYULA –KAOPHISES
ويما کدفيزس
KYULA -KAOPHISES
І KANISHKA لومړی کنشکا Hvishkaهيوشکاه
Π KANISHKA دويم کنشکا Vasudevia واسوديوا
Ш KANISHKA دريم کنشکا Π Vasudevia دويم واسوديوا
«کوشاني واکمنو نه يوازې د اکسوسو oxus (اموسيند)، مرو، اندوس، ګندهارا، ټکسلا،ان تر پنجاب پورې سيمې ونيولې بلکې د «نقش رستم» د کتيبې له مخې څرګندېږي چې د دريمې مخزېږدي پېړۍ په لومړيو کې د کوشانيانو تر واک لاندې يو شمېر سيمې د ساسانيانو تر واک لاندې راغلې.»(۴
له دې څخه معلومېږي چې د اوسني ايران یا نې د پارس سيمې هم د کوشانيانو تر واک لاندې وې. ډاکتر زمريالی طرزي هم په دې ټکي ټينګار کوي چې کوشاني واکمني د ساسانيانو لخوا له منځه لاړه، ولې هغه هم د کيداريانو له سلطنت نه وروسته.
ځکه چې له هر څه لومړی يپتليانو د هرتسفلد (E. Hersfeld) او پروفیسر ګوبل (R. Gobl) د څرګندونو په بنسټ په ۴۲۵ ز کال واک ترلاسه کړ.
يو بل ختيځپوه هم انګېري چې «ايزودورخاراکاني» ISODOR – CHARNAI نومېږي. دی وايي چې کوشاني واکمن خپله ټولواکمني لويديځ او جنوب لوېديځ لور ته پراخه کړه او ان د پارتيانو پورې پر مخ لاړ.
په دې سربېره: «کومه مجسمه چې له پمپيی POMPAI څخه د «سري لکشمي» SRI – LAKSHMI په نوم ترلاسه شوې د کچوکدفيزس او لوی کنشکا هر اړخيزه وده او پرمختګ په ګوته کوي.»(۵
دلته مو د لوی کنشکا يادونه هم وکړه.
نوموړی د کوشانيانو د ټولواکمنۍ (۱۲۵ – ۱۴۴ ز کال) داسې يو ستر بنسټ کېښود چې د تېرو شلو کالو په موده کې چې کومه حکومتي خلا را مينځه شوې وه نه يوازې دغه خلا ډکه شوه بلکې د ده د پلازمېنې (د اوړي کاپيسا او د ژمي پېښور) ختيځ لور ته د هند تر بنارس، لوېديځ خوا ته پارت، ختيځ نه راواخله تر شماله پورې د چين ځنې برخې، کاسغر (کاشغر) ختن، يارکند پورې سيمې يو د بل پسې لاندې کړې.
که څه هم له کنشکا نه د مخه کچولوکدفيزس هم له يوې خوا يو شمېر سيمه ييزې واکمنۍ له مينځه يوړې .خو له بلې خوا يې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ورېښمو مشهوره لاره چې د چين له هېواده پيلېده په باختر کې په دوه برخو ووېشله، چې يوه څانګه يې د هېواد شمال ختيځ لور ته او بله څانګه يې بيا جنوب ختيځ پلو ته وغځېده.
که څه هم دا يوازنۍ لاره نه وه بلکې د سکندر د ټولواکمنۍ په مهال د ورېښمو دغه سوداګريزه لاره په دوه څانګو وېشل شوې وه:
يو شاخ يې د «اوديانه» UDDYANA نه د پېښور په لور تر اټک ATTOK پورې بيا «هوهند» HOHIND او په پای کې «اپسارا» APSARA ته غځېدلې وه.
بل شاخ يې له پېښور نه نيولې، ټکسلا، سيرکپ، (ځنې سيالکوټ په ګوته کوي)، متهورا MATHURA، ډيلي او ان د «اوجين» UJJIN تر غېږې پورې .
د کدفيزس په اړه دا هم ويل کېږي، کله چې نوموړی جنوبي هندوکش ته نه وه رسېدلی دی، د هغو عقايدو پيرو وو، چې په باختر کې دود وه. خوچې هند ته ورسېد د برهمني مذهب له جملې څخه شيواييزم SHIVAISMUS يې ډېر پياوړی کړ.
ولې بياهم تاريخپوهان په يوه خوله ندي چې «کدفيزس آيا زردښت وه، اوستايي دين يې په زړه کې ځای درلود؟ خو د ده په سېکو کې داسې برېښي چې دی يوناني مذهب، د هراکلس HERACLES او همدا راز هندي ربوالنوع «شيوا» يا «ناتاراجا (okro = Nataraja) ته هم هوډمن وه.»(۶)
هيونګ – نو Hing – nu
يوچي yue – Chi
تايوچي Ta – yue – chi
هيومي شانګ – مي هيوتون تومي کوی شيوانګ کچولوکدفيزس
Hiumi Shang – mi Hiu tun Tu – mi Kwi – Shivang Kajulu – kad
کنشکا KANISHKA
د کوشاني کورنۍ دريم واکمن چې د «سوترميګاس شاه» له خوا له مينځه لاړ نو بيا د تاريخ يوه نوې پاڼه پرانستل شوه.
کنشکا چې د کدفيزيس له کورنۍ سره يې د خپلوی اړيکې لرلې، په افغانستان کې يوه لويه ټولواکمني (۱۲۵ – يا ۱۴۴ ز کال) جوړه کړه، يانې له له پارس نه نيولې تر هندوستانه پورې د خپل واک لمن وغځوله.
هغه کورني دښمنان، چې د ده واکمنۍ ته يې ګواښ پېښوه له مينځه يووړل .او د يوه پياوړي حکومت بنسټ يې کېښود.
د درونټې له ستوپو نه ترلاسه شوي توکي دا په ګوته کوي چې په دغو سکو کې د کوشاني او «رومي» واکمنو د مهال د «هواکي» HUVIRRY او «کنرکي» KENERKKY په نومونو لوستل شوي توکي، د کوشاني واکمنۍ پورې اړه لري. خو کوم توکي چې له دغو ستوپونه نور هم ترلاسه شوي دي يو شمېر يې د روم تر ټولواکمنۍ پورې، اړه پيدا کوي چې موږ د «دومسيانو» DUMISIANO، سبيانو SBIANO او د مېرمن«تراينو» TRAYNO سيکې د بېلګې په توګه يادولی شو.
د کنشکا د ټولواکمنۍ په مهال د ورېښمو سوداګريزه لاره دومره مشهوره وه چې له چين نه را واخله تر روم پورې کاروانونه به د افغانستان له بېلابېلو سيمو نه تېرېدل، چې د غه کاروانونو يو مهم تمځای درونټه وه. نو ښايي همدغه لامل به وه چې د روميانو مجسمې دلته وې.
د درونټې شاوخوا کومې سمڅې چې اوس هم تر سترګو کېږی ډېر ځله به کاروانونه دلته تم کېدل او هم د بوديزم د دين د خپرولو لپاره به، چې کوم مبلغين د کنشکا د ټولواکمنۍ په مهال د هند له نيمې وچې نه راتلل دلته به دېره شول.
د لرغوني روم له ټولواکمنۍ نه داسې برېښي چې ښايي دغه ترلاسه شوي توکي به د (۱۳۰ – ۳۸۰) زېږدي کالو تر مينځ وي.
له درونټې نه را واخله د لغمان تر بولانه پورې، چې کومې سيمې د لرغونپوهانو لخوا لټول شوې دي، يوه سيمه هم درونټې ته ورته د اليشنګ او الينګار د سيندونو د يوځای کېدو سيمه ده چې له اوارې نه د غره پلو ته د ۲۵۰ مترو په لوړتيا يو ډبرليک چې په «آراميک» کښل شوی دی، دا په ګوته کوي چې د اشوکا په مهال به هم کاروانونه راتلل او دلته به يې دمه جوړوله.
د هېواد د ختيځې سيمې، په ټوله کې د ګندهارا پراخه سيمه خو لا د کوشانيانو د مخه د بوديزم يوه مهمه پلازمېنه وه. ولې د کنشکا د واک په مهال نه يوازې د بوديزم مذهب پراختيا ومونده، بلکې پرمختيايې هم په برخه شوه او د اشوکا (په ټکسلا کې مړ) په څېر يې ولمانځه او وې پاله.
کله چې نوموړي بوديزم ومانه او بيا يې سيکې ووهلې، په ځانګړي ډول هغه سيکې، چې له سرو زرو يې جوړې کړې وې، نو بيا يې د اور او باران په انځورونو په يوناني ليک وکښلې چې د کنشکا د سرو زرو مجسمې لا رنګينې کړې.د «هوګو» H. HUGO په وړانديز:
«د کنشکا حکومت د ختيځ بيزانس د ټولواکمنۍ په مهال دومره نامتو شو چې له هند نه را واخله تر روم پورې د ده د واک او ځواک ستاينه کېده.»(۷
د کنشکا د سرو زرو مجسمو تر شا، د ده په ټولواکمنۍ کې د ورېښمو سودا ګريزه وده، چې له بلهيکا (بلخ) نه را واخله تر تور او سره سمندرګي، د مصر اسکندريه او ان تر روم پورې رسېده د پام وړ وه.
لرغونپوهان انګېري چې کنشکا د ډېرو معبودونو او مزدکونو سيکې انځور کړې وې، يا نې ده نه يوازې د باختري مزدکونو سيکې کښلې دي بلکې هندي، رومي او د نورو سيکې يې هم کاږلې دي:
لومړی هندي څښتنان: نانا NANA، بوداBUDA، شيوا SHIVA، سکندا SKANDA>
دويم يوناني څښتنان: هراکلس HERAKLES، ماو MAO، اورګالانا ORGALANA، اودو(OUDO).
اريايي څښتنان: اردکشو ORDOXO، ميرو MIRO، پرو PARO، اپرو APRO او هغه يوناني څښتن چې په لرغوني مصر کې د لمانځنې وړ ګڼل کېده د سيراپيس SIRAPIS په نوم نامتو وه.
لکه د مخه چې يادونه وشوه کنشکا د آشوکا په څېر د بوديزم پالنه وکړه او ان تر دې چې د پنځو سوو پوهانو په ګډون يې، يوه لويه علمي غونډه د کشمير په سرينګر کې جوړه کړه، چې د يو لړ پرېکړو په ترڅ کې يوه مهمه خبره دا وه، چې د هند «پالي» ژبې پر ځای دی د سنسکريت ژبه مذهبي بڼه خپله کړي.
د کنشکا د نا متو مزدکونو په لړ کې يو مهم مزدک د ده د ژمنۍ پلازمېنې پېښور (د اوړي پلازمېنه يې کاپيسا) ته نږدې ودان وه، چې د بودا يوه لويه کاسه هم په کې خوندي وه . (وروسته کندهارته يووړل شوه.)
د پېښور د مزدک په اړه ويل کېږي چې دلته يوه لويه د پيپل ونه وه چې بودا به ورلاندې ناست وه او خپلو پيروانو ته به يې ښودنې کولې.
نوموړي په همدغه مهال دا خبره هم کړې وه، چې په دې هېواد کې به يو ستر ټولواک مينځته راځي او بيا به د کنشکا په نوم شهرت مومي.
کله چې کنشکا په رښتينې بڼه واک ته ورسېد، نو بيا يې په همدغه ځای يوه لويه سټوپه چې لوړوالی يې ۴۷۰ فوټو ته رسېده جوړه کړه.
د کنشکا د ټولواکمنۍ په مهال نه يوازې بودايي مذهب ته پاملرنه کېده، بلکې د تېر په څېر زرتشتي، برهمني او نورو مذهبونو ته هم درناوی کېده. دوی پخپلو سېکو او ډبرليکونو کې خپله ژبه چې د «ختني» په نوم يادېده ډېره کاروله. خو د دې په څنګ کې په يوناني ژبې هم سېکې وهلې دي.
په ټوله کې بيا د هندوکش په شمال کې خو همداسې وو، ولې په جنوب کې سانسګريت او «پراکريت» ژبې هم دود وې. خو ليک دود بيا هماغه پخوانی «خروشتي» وه چې له ښي نه کيڼ لور ته ليکل کېده. که څه هم لوی کوشاني ټبر له لومړۍ زېږدي پېړۍ نه تر دريمې (۳) پېړۍ پورې واکمن وه، خو خروشتي ليک دود بيا له مخزېږدي (۵) پنځمې پېړۍ نه تر زېږدي پنځمې پېړۍ پورې چې پوره لس پېړۍ کېږي، له باختر نه تر سيستانه او ان تر پنجابه پورې ليکل کېده.
له دې سربېره د هندوکش په سهل کې ځای ځای برهمن ليکدود هم دود وه چې له کيڼ لوري نه ښي پلو ته ليکل کېده.
کومې سېکې چې د کندنو په تړاو له مېرزکې (ګردېز = غردېز)، مرجان تپې، بګرام، کاپيسا، له شترک مزدک، شمشېر غار او د هېواد له نورو سيمو نه ترلاسه شوي دي، ډېر شمېر يې د کوشانيانو (د لومړۍ زېږديز پېړۍ په شاوخوا کې) د واکمنۍ پورې اړه لري.
د کنشکا له مړينې وروسته د ده ټواواکمني د ده د زامنو تر مينځ ووېشله شوه، چې د ده د دوه زامنو يادونه يې په بېلابېلو تاريخونو کې راغلې ده.
لومړی واسیشکا VASISHKA نومېږي چې دی د «ماتهورا» او ګندهارا ترلاسه شوو کتيبو کې د دويم کنشکا او يا دواسيشکا په نوم چې د کنشکا زوی بلل شوی ياد شوی دی.
بل زوی يې «هوويشکا» HUVISHKA په نوم يادېده، ده د پلار په څېر د بودايي مذهب د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې هڅونې کړې دي. ( نوربیا )
اخځلیکونه
– TARN (W.W.) – Greek in Bactria, B.Acc. 1951,P.199
– GARDNAR (P)- the coins of the Greek and seythic kings of Bactria and India in British Museum, London, 1953.
– RAPSON (E.J) – Cambridge History of Indian Nwchr> 1422, P.544
– HYGRO (H) – Indian kunst, Baden Baden, 1964, P. 44
– HUGO (M) – Indische Raum, 1970 Baden- Baden, P 7 -13.