۱۱څپرکی
افغانستان په یوه پېړۍ کې
امان الله خان پدې اند و، د افغانستان او برېتانیا تر منځ چې کوم دفاعي تړون شتون نلري، ولې بیا هم د هند د ساتلو لپاره که شوروي په افغانستان برید وکړي ښا یې افغانستان وژغوري او مرسته ور سره وکړي.
که څه هم شوروي دومره پوځي او اقتصادي ځواک نه درلود، چې په افغانستان برید وکړي ، خو بیا هم د بخارا او خېوې نیول، په افغانانو ناوړه اغېزه وکړه.
ددې ترڅنګ یې دغه وېره هم خوره کړې وه چې د منځنۍ اسیا افغانستان او هند د وګړو تر منځ د تګ او راتګ په وسیله کېدای شي کمونستي اند او فکر د هند تر نیمې وچې پورې خپور شي.[1]
افغان واکمن امان الله غوښتل چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپلواک هېوادونه د اسلام د سپېڅلي دین په رڼاکې منځته راشي.
د « بسمه چې » پنوم ِغورځنګ هم پدې هیله چې یو خپلواک اسلامي هېواد جوړ کړي د شوروي اتحاد په وړاندې پاڅون وکړ.
امان الله خان پدې اند وه چې باید افغانستان د عثماني تر کې په څېر دریځ ولري دا ځکه، په لومړۍ نړیواله جګړه کۍ عثماني ترکیه ماته شوه او خپل پخوانی برم یې له لاسه ورکړ.
چې یو شمېر چارواکي په سر کې انور پاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا لمړی شوروي او ورپسې افغانستان ته راغلل.
د بخارا پاشا سید عالم او ابراهیم بيګ هم چې د منځنۍ اسیا د خپلواکۍ لپاره جنګېدل په افغانستان کې استوګن شول.
د برتانوي هند یو شمېر مخکښ ازادي پلوي هم په کابل کې فعال ول…دا ټول هغه لاملونه ول چې پاچا امان الله یې دېته هڅاوه چې یو کنفډریشن جوړ کړي.
افغان حکومت لیدل چې شوروي اتحاد نه یوازې خپل ځواکونه د بخارا او خېوې نه د خپلو ژمنو له مخې ونه ویستل بلکې خپلې مورچلې یې ټینګې کړې.
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې شوروي استازي(راسکولینکوف) چې نوی د (سوریتز) پرخای ټاکل شوی وه د اعتراض په توګه وویل چې شوروي ځواکونه بايد له منځنۍ اسيا نه ووځي. هغه وويل چې دغه لږکي ځواکونه د بخارا د حکومت په بلنه راغلي دي. کله چې حکومت وغواړي چې دوی ووځې نو پرته له ځنډه به سیمه پرېږدي.
ولې شوروي اتحاد د خپل دغه غولونکي سیاست له مخې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه د تزاري روسیې په څېر تر خپل واک او ځواک لاندې راوستل.
انور پاشا پدې پلمه چې غواړي د انګرېزانو په وړاندې مسلمانان و هڅوي د شوروي چارواکو ملاتړ يې خپل کړ.
هغو هم لمړی دی باکوته واستوه او وروسته یې ترکستان ته و لېږه.
نوموړي په ۱۹۲۲ ز کال د مارچ پر میاشت کې د بسمه چیانو سره مل شو او د شل (۲۰) زره تنو په شاوخوا کې اسلام پالې ځوانان پر ځان راټول کړل.
جمال پادشا هغسې هم په افغانستان کې وه او ابراهیم بيک هم لکه د انور پاشا په څېر د یوه پیاوړي لښکر سره وال وه، د یو شمیر څرګندونو له مخې کابل چارواکو په مارچ کې (۱۹۲۲)کال د انګلیس استازی « همفرېز» ته داسې ویلي وو:
امان الله خان هم په (۱۹۲۲کال مارچ) کابل کې د برتانیا داستازي همفريز له لارې انګرېزانو نه وغوښتل چې د بخارا او خېوې خپلواکي ومني. او هم د وسلو او پیسو مرسته ورسره وکړي. ولې هغوی دده وړاندیز ته کوم ځواب ونه کړ[2].
ددې لپاره چې ابراهیم بیګ، انوربیګ او جمال پاشا او نور پدې ډاډه شي چې افغان ټولواک د بخارا او خېوې ازادۍ ته ژمن دي. نو بیايې ددفاع وزیر محمد نادرخان د قطغن تنظیميه رئيس، د عدليې وزیر محمد ابراهیم او څرخي غلام نبي خان مزارشریف او شجاع الدوله یې هرات ته ولېږل.
له دې سربېره یو شمېر پوځې ځواکونه یې د انور پاشا په ملاتړ لپاره بخاراته واستول چې په فرغانه کې له « بسنمه چې) جنګیالیو سره مرسته وکړي.
سایکس percy sykes په خپلو څرګندونو کې ډاګيزه کړې ده چې دا خبره شوروي چارواکوته څرګنده شوې وه چې افغانان د منځنۍ اسیا له ازادۍ بښونکوسره مرسته کوي نو ځکه یې:
(سردار عبدالرسول خان چې افغان سفیروه پدې تور له بخارا نه بهر کړ چې له جنګیالیو سره مرسته کوي.[3]
سکاټ هم د امان الله خان د دربار منشي له خولې چې په انګلیسي ژبی یو اثر یې لیکلی دی.(اوس په برېټش کتابتون کې خوندي دی) منځنۍ اسیا ته پرلاره د باندنیو چارو وزارت یو پوسته چورشوه چې یو شمېر سندونه یې شورویانو ترلاسه کړل. (۷ مخ)
شوروي چارواکو سربېره له دې چې بخارا یې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې وځپه بلکې ګڼ شمير کسان یې دېته و ګمارل چې له منځنۍ اسیا نه را واخله تر افغانستانه پورې دا ټولې سیمې باید و څاري.
په دغو څار ګرو کې یو هم اقابکف Georges agabekov وه ده ډېر څه په خپلو سرګو ليدلې او کتلی دي، نه یوازې ده بلکې والټر هم، دوی دواړو په افغانستان کې دندې درلودې چې جاسوسي وکړي.
د (پنجدې) په تړاو د نورو په څېر دوی او د جۍ- پي-یو- غړیو په وار وار دغه خبرې غبرګې کړېدي چې شوروي چارواکو په ښکاره نه غوښتل چې د افغان چارواکو سره ښکېل شي. ولې له یوې خوا یې له هغو سره سر خوځاوه او له بلې خوا سره پوځ ته دنده وسپارله چې پنجده لاندې کړي.
څار ګروته دا په غوږ کې څڅول شوی وه دا په ډاګه ووایي چې د پنجدې خلکو پخپله نه غوښتل افغانستان حکومت پورې وتړل شي.
د جي- پی- یو- مسر په خپلو کې يوه ورځ په ځغرده وویل: د« ریفرنډم) خبره د نړیوالو لپاره موږ شار بلله کنه ځواکونه مو د خلکو په جامو کې ور ولېږل او پنجده مو لاندې کړه.
بلشویکان هم لکه د « پترو کبیر» غوندې پدې لټه کې ول چې د هند سمندر ته ځانونه ورسوي.
په لرې ختیز کې زیړ سمندرګی او په منچوریاکې «پورت ارتر) بندر ته لاس رسی ولري.
خو د روس او جاپان جګړې (۲٠ مې پېړۍ په سرکې) د دوی لاسونه لنډ کړل.د دې یو لامل دا وه چې د اکتوبر(۱۹۱۷ز کال) انقلاب تزاریان نسکور کړل دا ارمان یې تر سره نشو.
افغانستان ته د شوروي اتحاد « او لیتماتوم)» له یوې خوا د انور بیک وژل د ابراهیم بیک اعدام او د انګرېزانو لاسوهنه له بلې خوا د پاچا امان الله هغه هیله تر سره نکړه چې غوښتل یې په افغانستان د اسلامي (کنفدړیشن) بنسټ کېږدي.
په سیمه کې د اړیکو په تړاو، د یوه بریتانوي «پېري»،
يانې د عربي لارنس هاندې هڅې
افغان واکمن امان الله پدې اند وه چې له روسانو پنجدې او له انګرېزانو بېرته پښتونخوا د افغانستان د جغرافیې برخه کړي. ولې د روسانو او برتانویانو نقشه دا وه چې ځوان پاچا څرنګه له پښو و غورځوي؟
نو ځکه دواړو هېوادونو خپلو جاسوسانو ته دنده وسپارله چئ نوی په پښو ولاړ افغانستان یو ځلې بیا د دوزخ لمبوته وغورځوي.
امان الله خان پوهېده دا چې شوروي او افغانستان د « خېوې او بخارا» خپلواکي منلې ده بیا نو روسان ولې په عمل کې دېته غاړه نه ږدي؟
له دې سربېره افغان – ترکی تړون کې هم د بخارا، خیوا ازادي په رسمیت پېژندل شوې وه، خو روسانو د یوه غولوونکي سیاست له مخې په سترګو کې خاورې اچولې دا خبره هغه مهال را پورته شوه چئ شوروي چارواکو په مسکو کې افغان استازي څرخي غلام نبي خان پړ وګاڼه اوګوت څېدنه یې وکړه چې باید د افغان حکومت د غو پنځو ټکو ته پام وکړي:
۱ـ افغانان باید د منځنۍ اسیا باغیانو سره مرسته ونه کړي.
۲- د بخارا په جګړه کې باید لاسوهنه و نشي.
۳- افغان حکومت باید د بخارا نه خپل استازی وباسي.
۴- له کرښې نه باید پوځونه پر شاشي.
۵- پدې سره کېدای شي چې روس او (افغان تړون) باورته زیان ونه رسېږي.
دا چې د افغان حکومت او شوروي اتحاد اړيکې خړې پړې شوې له له یادو ټکو سربېره نور لاملونه هم ول چې یو ستر لامل یې د انګرېزان توطیه وه چې یو تن جنرال مالیسن General wilfrid malleson یې دېته ګمارلي و چې د روسانو نیت په خپله ګټه راواړوي او کنه افغان چارواکو په ډېرې دېپلوماتیکي اوښیارۍ شوروي چارواکو ته داسې ځواب ووایه:
۱ـ د افغانستان دولت (۱۹۲۲-د جولای میاشت) ژمن دي چې موږ د دوستو هېوادونو روسې او بخارا هېوادونو لپاره ستونزې نه پیدا کوو.
۲- په بخارا کې روان کړکېچ د دوی د خپل منځۍ تربګنۍ پایله ده. افغان او روسي حکومتونه د لاس وهنې حق نلري.
۳- افغان حکومت به نا پیلی او بې پرې وي او دغه کورنۍ کشاله غندي.
بیا هم جنرال مالیسن (د جنوري ۲۴ نېټه ۱۹۲۲ کال) کال برتانوي چارواکو ته په ځغرده وویل که موږ غواړو چې د شوروي د پرمختګ مخه ونیسو غوره به داوي چې د افغانستان او روسئ تر منځ اړيکې خړې پړې کړو.[4]
نوموړي جنرال هند، افغانستان، مشهد او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د کار کولو اوږده تجربه درلوده.
ده په ۱۹۱۸ ز کال کې د اکتوبرله انقلاب (۱۹۱۷ کال) نه وروسته په منځنۍ اسیا کې د بلشویکانو، ترکانو، او ان د جرمنیانو د پرمختګ مخه ډب کړې وه.
مالیسن د خپل ماموریت په ترڅ کې دواړه غاړې (افغانستان او روسیه) یو د بل په وړاندې هڅولې.
د ساري په توګه، ځکه چې افغان ځواکونه د « کشک» نه د مروې په لوري پرمختګ وکړ.
ده ډېر ژر په دې تړاو بلشویکې څارګروته خبر ورکړ. هغوئ هم یو پلاوی «مروې » او عشق اباد ته واستوه.
بيا بلشویکانو د کشک سیمې ته د افغانانو د مخنیوي لپاره پوځونه و لېږل.
مالیسن پخپله وایې:
کله چې د بلشویکانو پوځونه سيمې ته ورسېدل نو بیا مې د هرات چارواکو ته د پېښې په تړاو خبر ورکړ.
هغوی د دې خبرې په اورېدو دومره خواشینې شول چې نور نو دواړو یو پربل باور نشو کولای.
له یوې خوا انګرېزي څارګرو او له بلې خوا روسي څارګرو دواړو د افغانستان په وړاندې له دښمنۍ ډک چلن غوره کړی وه.
د بېلګې په توګه کله چې امان الله خان شوروي روسیې ته سفر وکړ د « جي- پي- یو» څارګرې ادارې د روسیې دنامتو جنرال « سامو ییلوف» زوی دېته وګماره چې افغان واکمن شېبه په شېبه وڅاري.
نوموړى په پارسي ژبه پوهېده، خو پلاوي داسې فکر کاوه چې دی یوازې په روسي ژبه غږېدلی شي او بس.
افغان پاچا امان الله خان هغسې هم په شورویانو باور نشو کولای لکه څنګه چې د برتانویانو په دوستۍ شک درلود. دارنګه شوروي هم د باور وړ نه ښکارېده.
دغسې بې باورۍ ته جنرال مالسن هم لمنه وهله.
دوی پدې پوهېدل چې افغانان پرله پسې جګړو(افغان انګلیس جنګونو) ځپلي دي.
تر هغې چې شوروي اتحاد ورسره مرسته ونه کړي افغان حکومت د دې جوګه ندي چې د (ډېورنډ) موافقه لیک پرسر دنه منلو له بابته بله جګړه پیل کړي.
برتانوي چارواکو نه یوازې غوښتل چې افغانستان د شورویانو پر وړاندې بېباوره کړي بلکه پدې هڅو کې هم ول چې د محمدولي خان دېپلوماتیکي هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
دوئ له بېلابېلو لارو په فرانسې، ایټالیا، امریکا او نورو هېوادونو او همدا ډول په سیاسي شخصیتونو فشار راوړ چې د افغانستان نړیوال باور له ماتې سره مخ کړي.
انګرېزانو له بېلابېلو لارو کوښښ کاوه چې د هند دنیمې وچې او ترکي مسلمانان چې په کابل کې فعال ول له پښو وغورځوي. د ساري په توګه د ترکيې یو پخوانی چارواکی جمال پاشا چې د امان الله خان ښی لاس او د(اسلام زمری) یې باله، د انګلیس یوه جاسوس عبدالحق امیرته په غوږ کې وه څڅوله چې ده په خپلو سترګو یو سند په تاشقند کې لیدلی دی چې د جمال شا په مشرۍ به په کابل کې کودتا کېږي.
له یوې خوا انګرېزانو د پر له پسې لاس وهنو له امله او د خپلو جاسوسانو پرمټ یې افغان واکمن امان الله خان ته ډېرې ستونزې پیداکړې، ان تر دې چې یوه نامتو انکلیس څارګر « تي. اي. لارنس» د ملا په جامه کې چې په « عربي لارنس » نامتو دی خلک یې د امیر امان الله خان په وړاندې پاڅون ته را بلل.
له بلې خوا کله چې محمد ولي خان مخ په نیویارک (د جنوري میاشت ۱۹۲۱ ز کال) روان شو، برتانوي حکومت د یوې توطیې له مخې د «فاطمې سلطانه» په نوم یوه مېرمن (چې ښايې د شاشجاع له کورنۍ به وه) چې دری تنه اولادونه یېهم ور سره ول له برتانوي هند نه امریکاته پدې وخت کې ولېږل چې د افغان پلاوي له تګ سره یې سر خوړ.
مشر زوی یې شهزاده محمد هاشم (۱٩ کلن) بل زوي يې محمد عظيم خان (١٧ کلن) او دریم یې محمد اکبر (۱۲ کلن) نومېده. له ميرمنې سره د « دریانور» پنوم الماس هم وه.
نیویارک ټایمز د جولای (۱۹۲۱ ز کال) په یوه ګڼه کې « یوه افغانۍ شهزادګۍ له دریو زامنو سره» تر سر لیک لاندې و کاږل چې د اوسني پاشا خور فاطمه سلطانه نیویارک ته ورسېده.
ولې پخوا تردې چې د امریکې جمهوریس « هاردینګ) له افغان پلاوي سره و ګوري لومړی یې په سپینه ماڼۍ کې له فاطمې سلطان سره وکتل.
نیویارک ټایمز په خپله ۱۳ ګڼه کې دا په ګوته کړېده چې د سلطنتي کورنۍ دوه غړي يو له بل سره نه پېژني.
یوه خبریال له برتانوي چارواکي په دې هکله و پوښتل او هغه په ځواب کې وویل:
« دغه مېرمن په ريښتینې توګه یوه شهزاده ګۍ ده. ولې له افغان پلاوي نه ناخبره ده. [5]
له میلسن نه را واخله تر لارنس پورې ګڼو برتانوي څارګرو د افغانستان د ځوان حکومت د بې ثباته کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې چې په پایله کې خپلې موخې ته هم ورسېدل.
د چارواکو تر منځ خپل منځي ستونزې
د سراج الاخبار په خپرونه کې یو شمېر داسې کسانو کار کاوه چې د یوه فکري غورځنګ له مخې له یوې خوا یې د ښکېلاک په وړاندې او لس هڅاوه او له بلې خوایې د افغانستان د ودې او پرمختګ هیله درلوده.
دغه ډول اند او فکر ان د امیر عبدالرحمن خان د واک پر مهال هم له یو شمېر افغانانو سره وو. چې په سر کې مو لوي محمد سرور خان واصف، مولوي قیام الدین خان نیازی چې دوی دواړه د امیر ددولت مفتیان ول. همدا شان محمد قاسم خان سرمحرر یادولی شو.
دوی به تل یو بل ته خپله عقیده څرګندوله، د امیر حبیب الله خان د واک پر مهال دوى د لمړي مشروطیت بنسټ کېښود چې مشري یې د مولوي واصف په غاړه وه.
کله چې د حبیبې ښونځی جوړ شو بیا نو نوموړى په (۱۹۰۵ ز کال) د حبیبې ښونځي ښونکی شو. میر قاسم خان لیکي:
« خدای بښلی واصف هغه سالار وه چې د مشروطه غوښتونکو کاروان یې د خپل ژوند په بیه پیل کړ.
په همدغه غورځنګ کې یو شمېر هغه کسان هم ننو تلي وو چې د امیر حبیب الله خان اند او فکر يي ددغو هېواد و پالو په وړاندې واړوه ان تر دې چې د غلام محمد خان میمنه ګي په لاس یې یوه عریضه جلال اباد ته ولېږله.
په دغه کسانو کې یو شمېر د انکرېزانو جاسوسان هم ول، امیر یې دومره و لمساوه چې څو تنه یې هماغه ګړۍ په دار وځړول.
د دغه غورځنګ غړو د هېواد پالنې په موخه د هېوا د ودې او پر مختګ لپاره په دغو ټکو تینګار کاوه:
ـ د اسلام د سپېڅلی دین په رڼاکې د ملي حاکمیت وده.
ـ د ملي یوالې د پراختیا، سوله یېزې هڅې.
-د ښونې او روزنې پراختیا، دخلکو داستازو ټاکل.
– د هېواد د خپلواکۍ، دټولنیز عدالت ټینګښت. دنوې مدني ټولنې پراختيا او پرمختيا او نور.
– د نوې مدني ټولنې پراختیا او پرمختیا اونور.
امیر حبیب الله خان د یو شمېر محافطه کارانو په لمسون د لمړي مشروطه غوښتونکو زیات کسان یاخو یې ووژل او یاخو یې زنداني کړل.
ولې بیا هم د مشروطه غوښتونکو دویم غورځنګ د دوی د هېواد پالنې پل وڅاره او هماغه لاره یې خپله کړه.
دوی په لږ توپیر د همغې کړن لارې له مخې د یوه سیاسي ګوند بنسټ کېښود.
کله چې حبیب الله خان ومړ هماغه مشروطه غوښتونکو چې په دری ډلو په بېلا بېلو لوروکې فعال ول امان الله خان نه ملاتړ وکړ او په لږ وخت کې د ډېرو کارونو د کولو جوګه شول.
د زرګونو کتابونو خپرول، د لسګونو ورځپاڼو، مهالنيو او جریدو چلول، د لسګونو ښونځیو پرانستل، د قوانینو او نظام نامو تصویبول. او د ګڼ شمېر دولتي بنسټونو رغول د ساري په توګه یادولی شو.
ولې د مشروطه غوښتونکو د غورځنګ په وړاندې یو شمېر کسان هم ډګرته را ووتل چې په څرګنده یې دښمنۍ ته بډې را ووهلې.
دغه دښمنۍ او تربګنۍ ان ددولت تر کچې لوړې شوې.
ښه به وي چې لمړی دامان الله خان د کابینې غړي و پېژنو او بیا ددوی د تربګنۍ بنسټيزې موخې په ګوته کړو.
د اماني دولت لومړۍ کابینه او کړکېچونه
صدراعطم: سردار عبد القدوس خان (که څه هم د وزیرانو د شورا ریس پخپله امان الله خان وه)
حربیه وزیر: سپه سالار صالح محمد خان، سردار محمد نادرخان، عبدالعزیز خان.
د بهرنیو چارو وزیر: محمود طرزی، محمد ولي خان، غلام صدیق خان.
د کورنیو چارو وزیر: علي احمد خان، عبدالعزیز خان، عبد الاحد خان.
امنیه وزیر: شجاع الدوله خان(وروسته په کورنیو چارو وزارت واوښت).
د مالیې وزیر: میرزا محمود خان، میر هاشم خان.
د سوداګرۍ وزیر: غلام محمد خان، عبدالهادي خان داوي، علی احمد خان.
د ښونې او روزنې وزیر: سردار عبدالحبیب خان، سردار عبد الرحمن، محمد سلیمان خان، سردار حیات الله خان، سردار فیض محمد خان.
د کرهڼې وزیر: علی جان خان.
د ترانسپورت وزیر: غلام قادر خان.
د طب مستقل ریاست: سردار محمد کبیر خان.
د دربار وزیر: محمد یعقوب خان.
د دولت د شورا ریس: شېر احمد خان، محمد یعقوب خان.
د پاچا امان الله په کابینه کې په لوړه کچه تربګنۍ ته لمن وهل کېده.
د هېواد صدراعظم عبد القدوس خان د هغو کسان په وړاندې ودرېد چې په افغانستان کې د اوښتون او بدلون پېرته ژمن ول چئ موږ په سرکې د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي یادولی شو.
عبدالقدوس خان دومره د مشروطیت په وړاندې ودرېد چې دوی یې واجب القتل ګڼل.
لکه څنکه چې محمود طرزي يو شمېر روڼ اندي په ځان راټول کړي ول. همدا رنګه صدراعظم عبد القدوس خان هم کوښښ کاوه چې (دغه مهال ۸۰ کلن وه د زوکړې کال ۱۸۴۰) چې یو شمېر زاړه پالي خانان او مهافظه کاره روحاني شخصیتونه د ځان ملګري کړي.
چې موږ پدغه لړ کې شمس المشایخ مجددي او حضرت نورالمشایخ د بېلګې په توګه یادولی شو، له دې سربېره دامان الله خان د واک په مهال یو شمېر نور سیاسي خوځښتونه هم تر سترګو کېدل لکه:
پوهاند ډاکتر کاکړ چې چې د منشی علي احمد خان له خولې کښلي دي:
په کابل کې یوشمېر کسانو چې بهرني هېوادونه یې ليدلي ول او زدکړې یې کړې وې د محمد ولي خان په ګوند کې په پټه ننوتل او دافغانستان جمهوریت جوړولو په امکاناتو باندې په پته بحثونه کول. په هغو کې دغه کسان وو:
غلام صدیق څرخي، عبد الهادي خان داوي، حبیب الله خان (د حرب وزیر مرستیال) عبدالرحمن لودين،علي محمد خان، ميرزا محمد خان، میر سید قاسم خان، ځني نظامي افسران او هم ځینې غیر مهم کسان لکه میر غلام محمد او نور.
شجاع الدوله خان او محمد یعقوب خان (د دربار وزیر) هم په دغه ګوند کې وو.[6]
له امان الله خان سره خپلو درباریانو او برتانوي چارواکو لویه دښمني وکړه. دوی په ګډه چاپه شعوري بڼه او چا هم په نا شعوري نه یوازې له پاچا امان الله سره بد وکړل بلکه افغان ولس یې د بربادۍ کندې ته و غورځاوه.
یو شمېر دوه مخي درباریان د لښتي دواړو غاړوته څرېدل. مخامخ یې پاچا ته غوړه مالي کوله او تر شایې په پاچا ګوزار کاوه نو کارې او شوکارې پرې لګولې. ان تر دې چې د افغانانو د ښمنانو(انګرېزانو او روسانو) ته يې هم خپله لمن په سر اړه وله.
انګرېزانو له دا ډول خپل منځي نا خوالو نه سیاسي ګټه اخیسته.
«سټیوارت» وایې: د انګلیس چارواکي په دې پوهېدل چې دوی له افغان سردارانو او درباریانو سره څه ډول چلند وکړي؟.
هغه مهال چې لارډ رابرتس په کابل کې وه له افغان سردارانو سره په ډېر ادب او درنښت غږېدل. ان په اداري چارو کې یې له دوی سره سلا کوله.[7]
برتانوي څارګر ډېوه پلاس داسې سردارانو پسې ګرځېدل چې له باچا نه به خواشیني ول. دامان الله خان یو نامتو سردار شېراحمد خان د برتانیا د سفارت له یوه استازي « مکوناچي» سره د سپتمبر په میاشت ۱۷ مه نيټه (۱۹۲۴ز کال) نېټه ولیدل سربېره له دې چې ددولت ځینې پټ رازونه یې د غوړه مالۍ له مخې هغوی ته وویلې بلکې په امان الله خان او محمود طرزي یې هم نیوکه وکړه چې ګنې د ټیټې طبقې مامورین یې د دولت لوړ رتبه چارو کې ګمارلي دي چې عبد الهادي داوي او میر محمد هاشم د ساري په توګه یادلی شم.
د « جمهوریت ګوند) یوشمېر غړو هم د خپل واک او ځواک لپاره پتېلې وه چې ځانونه دپوځ په لیکو کې پیاوړي کړي.
دوی په تل د (مصطی کمال اتاترک) او پهلوي رضا د واک بېلګې وړاندې کولې نو ځکه یې محمد ولي خان ته سپارښتنه کوله چې د نادر خان په ځای دجنګ وزیر وټاکل شي.
محمد ولي خان هغسې هم چې د یوه پلاوي په مشرۍ یو شمېر بهرنیو هېوادوته دېپلوماتیک سفرونه وکړل، پاچاه ته دومره په زړه خوږ شو چې یومیلیون روپۍ یې ورکړې.
د کو هدامن په مرادبېګ کې د محمد حسین خان مستوفي (د استاد خلیلي پلار) ځمکې هم ور ډالۍ کړې او د طرزي پرځای د بهرنیو چارو وزیر هم کړ، دده د ګوند غړي پوهېدل چې پاچا دده هر ناز مني، باید د نادرخان پر ځای وټاکل شي.
د دولت د چارواکو تر منځ دغه نا خوالې او بې باورۍ را واخله د شېر محمد خان او فیض محمد خان زکریا اړيکې چې د برتانوي هند له چارواکو سره یې پاللې. [8]
یا د محمد نادرخان او د جمهوریت د ګوند د غړو تر منځ د چوکۍ پر سر ناندرۍ او کړکېچ.او د نورالمشایخ هاندې او هڅې.
دا ټول هغه څه ول چې د اماني غورځنګ ملایې ماته کړه، دې او پرمختګ ستنې یې ولړزولې او په پای کې امان الله خان د کورنیو لانجو او بهرنیو لاسوهنو قرباني شو.
[3] :- سایکس percy sykes سل رسمي سندونه ، قلمي نسخه ۲ ټوک برټش کتابتون ۲۹۵ مخ . ارنولډ فلچر ۱۰ اې (۲۰۰-۲۰۲ مخونه) د افغانستان بهرنی سیاست (ادمک) ۷۰-۷۱ مخونه