دوشنبه, جون 17, 2024
Homeخبرونهترکیې ته د افغانستان په اړه د امریکایي استازي سفر او لیدنې...

ترکیې ته د افغانستان په اړه د امریکایي استازي سفر او لیدنې کتنې

تاند (شنبه، د جوزا ۴مه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ ترکیې ته د یوه سفر پر مهال له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو ترکي چارواکو سره بېلابېلې لیدنې لرلي.

ویسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان راتلونکې نقشه یې د دغو خبرو اترو د بحث اصلي موضوع وه.

د نوموړي په وینا، ډله ییزه دیپلوماسي، د داعش خراسان د ګواښونو پر ضد د هڅو همغږي کول، د افغانستان شمال ته د بشري مرستو د هڅو ملاتړ او په دې هېواد کې له بشري حقونو ملاتړ د بحثونو تر ټولو مهم موارد وو.

د افغانستان په مسایلو کې د ترکیې یو شمېر ښکېل مخکیني دیپلوماتان او په بشري مرستو کې یې د ښکېلو ادارو ځینې مسوولین د دې لیدنو کتنو لوري ښودل شوي.

معلومه نه ده چې امریکا په مشخص ډول له ترکي لوریو څه غوښتنې لرلې دي؟

 د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې د درېیمې ناستې په درشل کې د افغانستان په تړاو له یو شمېر هېوادونو او استازو سره یې د ټام ویسټ لیدنې کتنې بیا زیاتې شوې دي.

طالبانو تر اوسه بیا په دغه ناسته کې د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو لخوا استول شوې بلنې نه دي تایید کړي او په اړه یې پر خپلو مخکینیو شرطونو ټینګار کړی.

2 COMMENTS

  1. ای سوډره د بشریت او انسانیت دښمنانو د سیهونیستو خبیثو زامنو! دغه د داعیش خراسان نوري ډلې خو ستاسي په فابریکو کې جوړیږي. رښتیا سي نړیواله فاحشه ده سیهونیستي امریکه. 😡

  2. تولید د اقتصادي پرمختیا ستنه دئ. تولید کونکي د تولید لپاره د مصارفو پیسې ، لکه د کارخا ني، خام مواد ، تکنالوژي او کاري نیروه یا قوه اماده کوي. تجار د تولید مصارف او ګټه مقایسه کوي او د هغې پر بڼسټ پلان جوړوئ. دا فورمول په سیاست کې هم استعماليږي. د ټرلیب، داعش، اخواني، تبلیغي، صوفي رافضي، خارجي، دموکراټي، چپي او داسې نور د بشریت ضد ډلې ټپلي په همدغو استثماري او استعماري فابریکو کې په مختلفو نومونو تولیدیږئ خو دا پروژي د بشریت او اسلام سره د ټکر په پایله کې رامنځ ته سوئ. د انسان په جامه کې د انسانیت په نامه د کثافاتو په وسیله دا دوکانداري روانه دئ. پرون یې د افغانستان خلک په مجاهل، خلقي، پرچمي، ستمي ،کفر او اسلام نومونو وژل ، نن یې د داعش او ټرلیب په نامه د افغانانو په غوښو اخته کړي. دوکانداري پخواني دي یوازې نومونه بدل سوئ.

    سیاست کې استعمالېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب