دوشنبه, جون 17, 2024
Homeخبرونهدوحې ناستې ته د طالب پلاوي د ورتلو او د ناستې اجنډا...

دوحې ناستې ته د طالب پلاوي د ورتلو او د ناستې اجنډا کې د بدلون احتمال

تاند (شنبه، د جوزا ۴مه) یو شمېر باوري دیپلوماتیکو سرچینو خبر ورکړی، چې په ډېر احتمال د راتلونکې جون میاشتې په پای کې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمې ناستې ته د طالبانو رژیم خپل پلاوی استوي، خو د ناستې اجنډا به بدله شوې وي.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس، دا احتمال له طالب چارواکو او یو شمېر سیمه ییزو متحدینو سره یې د ملګرو ملتونو او نورو لوریو له پرله پسې لیدنو کتنو او بحثونو وروسته زیات شوی او په ډېر ګومان طالبان او ملګري ملتونه د دوحې ناستې د اجنډا په اړه پر ځینو بدلونونو سلا شوي.

تر اوسه ظاهراً د غونډې اساسي اجنډا دا ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر اساس باید ملګري ملتونه د افغانستان لباره نوی ځانګړی استازی وټاکي او دا استازی د نورو ماموریتونو تر څنګ په افغانستان کې د سولې او ټول شموله حکومت جوړولو لپاره بین الافغاني خبرو ته لاره پرانیزي.

طالبانو د دغه استازي ټاکل او ماموریت رد کړي او ویلي، چې دوی پر ټول افغانستان واکمن دي او د بین الافغاني خبرو او ټول شموله حکومت په تړاو خبرې ردوي.

دوی په همدې ادعا، د دوجې تېره ناسته کې ګډون هم رد او ناسته یې ناکامۍ ته را کاږله.

اوس، ویل کیږي چې د طالبانو او سیمه ییزو متحدانو په فشار یې د دوی دا شرط په منل کېدو ښکاري چې ملګري ملتونه په دې برخه کې نرمښت وښيي او په دې اړه اجنډا ګې له بدلون سره د طالبانو پلاوی د دوحې ناستې ته په ګډون راضي کړي.

تمه کیږي، چې د ملګرو ملتونو لخوا په دې اړه بیا د امنیت شورا بله غونډه وبلل شي او د اجنډا د بدلون یا ناکامۍ په اړه د خبرو تر څنګ افغانستان ته پر بلې لار نقشې یا د ټاکل کیدونکي استازي د ماموریت پر بدلون خبرې وشي.

مخکې د طالبانو نږدې متحد ایران ویلي وو، چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ماموریت د اجنډا له روښانه کېدو سره د هغه د ټاکل کېدو ملاتړ کولای شي.

د معلوماتو له مخې، طالبان دوحې ناستې ته د ګډون لپاره کابل ته د لوړپوړي قطري پلاوي له راتلو او ګڼو چارواکو سره یې تر لیدنو کتنو وروسته راضي شوي.

د طالبانو او نورو لوریو رسمي سرچینو تر اوسه وړاندې شوي معلومات تایید یا رد کړي نه دي، خو طالب چارواکو ټینګار کړی چې د دوحې ناسته کې د شرایطو له منل کېدو سره یې ګدون ته چمتو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب