چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد هند غوره لیګ: حیدراباد او کلکته پایلوبې ته ووتل

د هند غوره لیګ: حیدراباد او کلکته پایلوبې ته ووتل

تاند (شنبه، د جوزا ۴مه) د هندوستان غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو پایلوبې ته د کلکتې نایټ رایډرز او د حیدراباد سن رایز لوبډلې ووتلې.
ټاکل شوې ده چې پایلوبه د روانې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه د هند په چینای ښار کې ترسره شي.
د کلکتې لوبډلې په پلی اف پړاو کې د حیدراباد لوبډلې ته ماته ورکړې وه او پایلوبې ته یې نیغ په نیغه لار موندلې وه.
د حیدراباد لوبډلې بیا د جمعې په ورځ د می په ۲۴مه نېټه په دویم کوالیفار کې د راجستان راویلز لوبډلې ته د ۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.
په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شته، په کلکتې لوبډله کې رحمن الله ګوربز او الله محمدغضنفر او په حیدراباد کې بیا فضل حق فاروقي برخه لري، خو په پایلوبه کې یوازې د ګوربز د لوبېدو چانس شته.
 تر دې وړاندې کلکتې دوه ځله او حیداباد یو ځل د ای پي ایل سیالیو اتلولي ګټلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب