چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد ترکیې ولسمشر وايي، افغانستان ته بشري مرستې لیږې

د ترکیې ولسمشر وايي، افغانستان ته بشري مرستې لیږې

 تاند (جمعه، د ثور ۳مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په افغانستان کې سیلونو بشري ناورین رامنځته کړی دی.

ده زیاته کړه: «په افغانستان کې له سیلونو وروسته زموږ څه دپاسه ۴۰۰ خویندې او وروڼه مړه شوي دي او د دغه هیواد په شمال کې هم یو ستر بشري ناورین رامینځته شوی دی.»

د ترکیې ولسمشر یادونه وکړه چې هېواد یې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.

ترکیې تر دې پخوا په ځلونو افغانستان ته د مرستو کاروانونه رالیږلي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اوونیو کې د بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغیس، لغمان، بامیان، فراه، نورستان او کاپیسا ولایتونه د سیلابونو شاهدان وو.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ نن جمعه د مۍ ۲۵ مه په یو بیان کې لیکلي ویلي چې د افغانستان په سیبړنو کې زرګونه کسان بې کوره شوي او ډېر لا هم نادرکه دي.

یو این ایچ سي ار له خلکو سره د بېړنۍ سرپنا، طبي توکو، خوړو او پاکو اوبو په ګډون د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا یو این ایچ سي ار وايي افغانستان له سختو سیلابونو وروسته له بحران سره مخ دی.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب