تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د باليووډ سینما مشهور لوبغاړی او د ريشي کپور ورور راجيو کپور د ۵۸ کالو په عمر د د زړه د حملې له تیره ورځ ومړ.
د راپورونو په اساس، د راجيو کپور د مېرمنې نيتو کپور له لوري په ټولنیزو رسنیو کې د راجيو د میړینې خبر تایید شوی دی، راجيو کپور د باليووډ سینما نوموتی لوبغاړی، ډايریکټر، او پروډيوسر و.
راجيو کپور د زړه د حملې له امله روغتون ته وړل شوی و، خو روغتیایي حالت یې ښه نه شو، ځکه خو د ډاکټرانو لخوا ونه ژغورل شو.
راجيو کپور د رام تېرې ګنګا مېلې له فلم څخه وروسته ډیر مشهور شو او د دې فلم تر څنګ د هم تو چلې پردېس او مېرا ساتي هم د راجيو کپور په مشهورتیا کې ډیر رول لره.
د هغه مشهورو فلمونو عبارت دي له، زمه دار، ناګ نګین شکریه او هم تو چلې پردېس څخه.
اب لاوټ چلې، پرېم ګرانت او حنا بیا هغه فلمونه دي، چې راجيو کپور پروډیوس کړي دي او پرېم راګ، بېوي او بېوي او پرېم ګرانت بیا هغه فلمونه دي، چې د راجيو کپور له لوري ډايریکټ شوي دي.