جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د لمریزې برېښنا پروژه افتتاح شوه

ننګرهار کې د لمریزې برېښنا پروژه افتتاح شوه

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د ننګرهار ولایتي ادارې څخه به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه د ننګرهار کانال اړوند فارم هډې سیمه کې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت افتتاح شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې پروژې چارې په یو کال کې بشپړې شوې، چې مالي لګښت یې د اسیا پراختيايي بانک په غاړه اخیستی و.

د خبرپاڼې په وینا د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د دغې پروژې د افتتاح مراسمو کې وویل، چې د لمریزې بریښنا په دغه پروژه کې یې ۳۶۱۶ سولري تختې ځای پر ځای کړي،چې ۲۰ زره جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

نوموړي زیاته کړه، یاده پرژوه یې د ۱.۲ میګاواټه په ظرفیت برېښنا ورکوي چې د پنځه واټرپمپونو په وسیله به په يوه ثانيه کې لومړی واټرپمپ ۲۹ متره په ارتفاع او ۳۳۰ متره په افقي فاصلې سره ۱.۵ متره مکعبه اوبه ورکړي، همدا راز دويم واټرپمپ څخه د ۳۴ متره په لوړوالي او ۳۸۵ متره افقي فاصلې په لرلو سره يو متر مکعب اوبه ورکړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په کونړ کې هم د ۹۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې بریښنا یوه پروژه هم افتتاح شوې وه، چې د ۴ زره جریبه للمي ځمکې د خړوبولو په ظرفیت یې درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب