Homeخبرونهپه فراه او نیمروز کې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي

په فراه او نیمروز کې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۲) د نیمروز ځايي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ملي اردو پر قطعې د طالبانو په برید کې نهه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د نیمروز د ولایتي شورا غړي نعمت ‌الله صدیقي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، لسګونو طالبانو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال او هاموې ټانګونه هم ورسره و، تېره شپه ناوخته ددې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو د منار په نوم په یوې قطعې برید کړی او له افغان ځواکونو سره یې نښته پیل کړې ده.

د صدیقي په خبره په یاده نښته کې چې د سهار تر ۴ بجو یې دوام درلود، د ملي اردو ۹ سرتېري وژل شوي، ۵ ټپیان دي او ۳ نور یرغمل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې جګړه کې یو طالب وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې، د فراه د ولایتي شورا غړي خیرمحمد نورزي ویلي، طالبانو بېګاه شپه د یوه نفوذي کس په وسیله د ملي اردو ۹ سرتېري وژلي او پینځه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، یاد نفوذي کس په فراه ‌رود کې د ملي اردو په یوه مرکز کې له دې ډلې سره همکاري کړې ده.

طالبانو د یادو دواړو پېښو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...