جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهدانش: که د دوحې په هوکړه له سره غور ونه شي، د...

دانش: که د دوحې په هوکړه له سره غور ونه شي، د سولې خبرې به له جدي ننګونو سره مخامخ شي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۲) د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه نیمګړې بللې ده او ویلي یې دي چې په یاده هوکړه باید له سره غور وشي.

ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن چهارشنبه له غرمې مخکې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیس خوان پدرو شیرر سره په لیدنه کې کړي دي او زیاته کړې یې ده چې که چېرته پر یاده هوکړه له سره غور ونه شي نو د سولې پروسه به له ډېرو جدي ننګونو سره مخامخ شي.

د سرور دانش له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا مخکیني حکومت بېړه لرله او په شوې هوکړه کې یې ډېر مهم موضوعات له پامه غورځولي دي.

هغه زیاته کړې، له اړینو موضوعاتو څخه یوه مسئله دا ده چې په شوې هوکړه کې د افغانستان د راتلونکې او ثبات په اړه هیڅ تضمین وجود نه لاره او دا تر ټولو مهمه مسئله وه چې باید په اړه یې نړیوال ضمانتونه موجود وای.

د سرور دانش په خبره، د افغانستان حکومت او خلک دا تمه لري چې د افغانستان په قضیه کې ښکیل نړیوال همکاران، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات په دې هوکړه له سره کتنه وکړي، کنه د دې امکان ډېر دی چې تاوتریخوالی زیات شي.

همدارنګه، سرور دانش په دې کتنه کې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د برابرولو په برخه کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د رول په هکله ویلي دي چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د تأمین څرنګوالی باید د سولې د مذاکراتو په اجندا کې ونیول شي او دا موضوع د افغانستان د دولت د وړاندیزونو په فهرست کې هم درج شوې ده.‌

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې، په دې کتنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېتې رئیس ښاغلي خوان پدرو شیرر په دوحه کې د سولې خبرو د درېدو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه وښوده.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د کورونا واکسین زمینې برابریدو سره به د ټولنې زیانمن اقشار او د دې نړیوال بنسټ همکارې ډلې هم د کورونا واکسین تر پوښښ لاندې راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان سولې مذاکرات د څه مودې راپدېخوا په ټپه ولاړ دي. د افغان دولت مرکچي پلاوي ویلي چې طالبانو د خبرو مېز پریښی دی، خو طالبان بیا وايي چې مشران یې د یو شمېر مهمو کارونو لپاره بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دی.

په ورته مهال د افغان دولت د مرکچي ټیم څو غړي کابل ته ستانه شوي دي چې د ستنېدو هدف یې شخصي ستونزې بلل شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا نوې ادارې خبر ورکړی چې د دوحې په هوکړه بیا له سره غور کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب