شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد دفاع وزارت: په غزني کې د ۱۰ بهرني اتباعو په ګډون...

د دفاع وزارت: په غزني کې د ۱۰ بهرني اتباعو په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۲) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د ۱۰ بهرني اتباعو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د وژل شویو وسله والو په ډله کې ۱۰ افغان طالبان، شپږ عرب، دوه پاکستاني او دوه تاجکستاني وسله وال شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاد عملیات تیره شپه د «KKA» په نوم د افغان کمانډو لخوا تر سره شوي چې مهال یې درې وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه عملیاتو کې د ځانمرګو واسکتونو جوړولو یوه کارخانه او د ځانمرګو کسانو د اوسېدو ځای له منځه وړل شوی دی او د شهباز خان په نوم د ځانمرګو بریدګرو د لوجستیک مسؤل هم نیول شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، « په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځواکونو د دښمن ۱۶ ځانمرګي واسکټونه او ۱۶ ټنه چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.»

بله خوا وسله وال طالبان هم مني چې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، په یاده نښته کې یوازې د دوی درې جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاته کړې چې د افغان ځواکونو بریدونه په شا تمبول شوي، دغه راز په دې جګړه کې یې طالبانو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتو او د بهرنیو وسله والو د شتون په اړه خبر رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب