شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې ځینې غړي د علي پور د ناقانونه کړنو په...

د ولسي جرګې ځینې غړي د علي پور د ناقانونه کړنو په اړه د پلټنو غوښتنه کوي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې،حکومت دې د علي پور د قضیې په تړاو جدي اقدامات پورته کړي او دا قضیه دې وڅېړي.

د یادې جرګې ځينو غړو په نننۍ غونډه کې وویلې چې علي پور یو غیر مسوول وسله وال دی او حکومت مکلف دی چې، د نوموړي  د غیرقانوني کړنو په اړه جدي څېړنه وکړي او ورسره قانوني چلند نه کار واخلي.

دوی وايي حکومت باید دا معلومه کړې چې علي پور له کومه ځایه تمويلېږي.

ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي د نوموړي د وسلو او مهماتو په اړه باید پلټنه وشي او دا دې هم روښانه کړل شي چې د هغه د لسګونه وسله والو لګښتونه له کومه کېږي.

دوی ټینګار وکړ چې په دې اړه باید امنیتي او دفاعي ادارې له ولسي جرګې سره په همغږۍ یو پلاوی جوړ او د علي پور د غیر قانوني وسله والو کړنو په اړه څېړنه ترسره کړي.

د مالوماتو له مخې، علي‌ پور نږدې۵۰۰ خپل سري وسله وال لري چې، وخت ناوخته په ولسي وګړو او ان پر پولیسو بریدونه کوي.

د سرچینو په خبره نوموړي واړه ماشومان مسلح کړي او له خلکو باج اخلي.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو هم  په بار – بار له حکومت غوښتنه کړې، چې د علي پور له شره دې دوی وژغوري خو لا هم د نوموړي د نیولو په اړه حکومت کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

علي پور څه موده وړاندې په حصه اول بهسودو ولسوالي کې د ملي پولیسو پر پوسته وسله وال برید کړی و چې د پولیسو یو شمیر وسلې او ټانګونه یې هم له ځان سره وړي وو.

د میدان وردک امنیه قومندان د څیړنو په موخه کابل ته غوښتل شوی

1 COMMENT

  1. قانون باید په ټولو یو شان تطبیق شي . علیپور او ټالبان دواړه د پردیو د ګټو مدافعین دي ، یو د ایران او بل د پنجاب .
    که علیپور سره زمونږ هزاره ورونه ولاړ دي ، له ټالبانو سره هم افغانان دي . که د یو علیپور د نیولو لپاره یو څو نفره ملکي وګړي وژل کيږي ، له ټالبانو سره هم همدا ډول زمونږ ملکي افغانان بېګناه وژل کیږي .
    علیپور په ډاګه د ملت او نظام دښمن دی ، د دوی له خلکو سره دولت هېڅ ډول ظلم او بې عدالتي نده کړې ، که زمونږ هزاره ورونه د سرور دانش او نورو په شان دولتي ملاتړي لري ، دا په دې معنا نده چې دوی که هرډول جنایت او ظلم په سیمه کې وکړي هغه مجاز دی . که علیپور د ولس په هکله تشویش لري ، دوی په دولتي نظام کې سروردانش لري ، د هغوی له لارې دې خپلې ستونزې مطرح کړي .
    دولت باید له خپل متحدینو سره پدې باب هراړخیزې څېړنې وکړي .
    له بلې خوا که یوڅوک پرون په دولت کې یو نظامي وو ، دا حق نه لري چې نن د خپل ولس د دفاع په پلمه له هغوی سره په یوه جبهه کې ودریږي . دولت باید د مراد علي نه پدې هلکه جدې پوښتنې وکړي . ټول امتیازات او حقوق یې د ولسونو ترمنځ د نفاق خپرولو له امله بېرته ترې واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب