شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات ولایت کې طالبانو ۳ پولیس وژلي او ۶ یې ټپيان کړي

هرات ولایت کې طالبانو ۳ پولیس وژلي او ۶ یې ټپيان کړي

تاند( چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د هرات د ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشمي وایې، چې د دې ولایت په ګلران ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې ده.

نوموړی وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د هرات ګلران ولسوالۍ د انتن پر پوستې  ډله یېز برید کړی چې له امله یې دري پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هاشمي زیاتوي چې، د دې برید پرمهال پولیسو شاتګ کړی او پوسته د طالبانو په لاس ورغلې ده.

په ورته وخت کې د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولی زاده هم برید مني  او وایې چې دغه پوسته د عامه نظم د ساتونکو اړوند ده.

کندهار ښار کې هدفي برید کې درې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې خپور شي  وایي شاوخوا یو ساعت وړاندې نا پېژانده بریدګرو د کندهار ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې پر دریو کسانو ډزې کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا  وژل شوی کس د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر و او ټپیان یې ساتونکي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب