شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د( بایزید روښان) ترسرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه

لغمان کې د( بایزید روښان) ترسرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۲) په لغمان ولایت کې د بایزید روښان ترسرلیک لاندې علمي سیمینار  او مشاعره ترسره شوه.

دا مشاعره چې تېر ماښام ترسره شوه په کې  استادانو، لیکوالانو، ځوانانو او مدنې فعالانو ګډون کړی و.

د دې مشاعرې ګډونوالو د پیر روښان په شخصیت، سیاست،ادب، تصوف او عرفان مقالې ولوستلې.

د دې پروګرام په وروستۍ برخه کې شاعرانو خپل شعرونه، ترنمونه او نظمونه هم ولوستل او ځينو په کې د بایزید روښان ژوند لیک هم را اخیستی وو.

فرهنګیان دا ډول مشاعرې په روانو حالاتو کې د سولې او امن لپاره یو پیغام بولي.

دوی له اړونده ادارو غوښتنه لري چې دا  ډول مشاعرې او علمي سیمینارونه ډېري کړي څو فرهنګي او علمي اشخاص په کې د ځوان نسل د روزنې په برخه کې خپلې مقالې ځوانانو ته وړاندې کړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    د دې مشاعرې او سیمینار جوړېدل اعلی کار شوی ،خو
    آیا د روښان لېسې کوم شاعر، اویا د لغمان کوم مدني فعال یا ژورڼالسټ نه شو کولای چې یو لڼډ راپور د ګډونکوونکو د نومونو او په ځانګړې ډول د شاعرانو او ليکوالو د نومونو او د کلام نمونو سره وړاندې کړای وای؟! په درناوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب