د جګړې پر وخت او له جګړې مخکې پوځي حرکات د جګړې په ګټلو کې ستر رول لوبوي. تر جګړې مخکې حرکات د دې له پاره وي چې ځواکونه د جګړې پر مهال له ستړیا او داسې پېښې سره مخ نه شي چې دوی يې تمرين او حرکات نه وي تر سره کړي.
ځواکونه له جګړې مخکې د رفتار، برید، دفاع، کمین، شاتګ او په دښتو، کلیو، غرونو او ښارونو کې د حرکاتو تمرین کوي. د دې له پاره بازي حرب اجرا کوي او د يوې حقيقي جګړې تمثيل کوي. کله بریا او کله ماتې تجربه کوي او له دې دواړو حالاتو څخه د وتلو لارې چارې لټوي او ځان ورسره اشنا کوي.
څومره چې دا حرکات ترسره شي په همغه اندازه د جګړې پر مهال د دوی د ستړیا احساس کمېږي، جسماً او فکراً روزل شوي وي او په ډېره زړورتيا او بې له ستړیا د دښمن هر ډول مقابلې ته چمتو او ور وړاندې کېږي.
د جګړې پر مهال رفتار او شاتګ هم د جګړې ډېر مشکل او له ستونزو ډک شکلونه دي، ځکه کېدلی شي چې د دښمن د منظمو بریدونو، تعقیب او یا له کمين سره مخ شي. که چېرې دوی په حضر کې له رفتار څخه جګړې ته د داخلېدلو حرکات نه وي تر سره کړي، له دښمن سره د مخ کېدو پر مهال قوماندان وار خطا کېږي او نه شي کولای چې خپل ځواکونه په بیړه او ژر جګړې ته داخل کړي او په ځواکونو کې هم ګډوډۍ رامنځته کېږي، چې دغه حالت د سترې ماتې او ډېرو مرګژوبلو سبب ګرځي.
د شاتګ پر وخت که په جبري توګه وي او یا تاکتيکي شاتتګ وي، په دواړو حالاتو کې که قوماندان ښه مهارت ونه لري او ځواکونو ته د شاتګ لارښوونې نه وي شوي، د ټولو ځواکونو د له منځه تللو او یا اسیر کېدلو امکانات يې ډېر زیات دي.
په دښتو، کلیو، ځنګلونو، غرونو، اوبو او ښارونو کې جګړې بېل- بېل او متفاوت اصول او قواعد لري.
کله چې شورویانو پر افغانستان د برید له پاره چمتووالی نیوه، په افغانستان کې شوروي سلاکار تورن جنرال ګریلوف د بریژنف د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو، چې شوروي سرتېري په غرونو کې د جګړې تجربه نه لري او دا به موږ له لويو ستونزو سره مخ کړي. چې همغسې هم وشول.
په دښتو کې د جګړې پر مهال د اوبو اکمالول، د خاورو، دوړو، او د نرمې ځمکې موجودیت د درنو وسلو او وسايطو لپاره سترې ستونزې رامنځته کوي.
په کلیو کې جګړې د ملکې تلفاتو رامنځته کېدل او د دښمن په سیمه کې له دښمن سره د خلکو له خوا مرسته کول هم له لويو ستونزو څخه شمېرل کېږي.
په ځنګلونو کې جګړې ځانته اصول لري، کېدلای شي دښمن د ونو له ډډونو او د ونو د ښاخونو ګټه پورته کړي او د وسايطو له پاره د تېرېدو مشکلات رامنځته کړي او له دې سره د ديد محدوديت هم لويه ستونزه جوړوي.
په اوبو کې جګړه هم ځانګړو ځواکونو ته اړتیا لري. په ښارونو او غرونو کې جګړې ډېرې له ستړیا ډکې او له ډېرو ستونزمنو جګړو څخه ګڼل کېږي. په دې هکله باید قوماندان ښه روزل شوی وي او ځواکونو هم لازم حرکات او تمرينات ليدلي وي. په ښارونو کې کېدای شي چې ځواکونه د خلکو په کورونو کې تیت شي او د دښمن له خوا ورته د بداخلاقۍ شرايط اماده شي.
په غرونو کې جګړې بيا د سېلابونو، لوړو ژورو، ناوونو، تنګیو، تندر، برېښنا او د ډېرو کمینونو له امله ډېرې ستونزې زېږوي. که قوماندان په بشپړ احتیاط او د لازمو تدابيرو په نيولو سره خپل حرکات تنظیم نه کړي، په هره تنګۍ او هره شېله کې به د دښمن د کمینونو او د ډبرو د رارغړولو له برید سره مخ وي.
سون تزو هم په غرونو کې جګړې ډېرې له ستونزو ډکې ګڼلي او ویل به يې:
«مخ په وړاندې ژوند دی، شاته مرګ دی، ښۍ جناح زیانګالې ده او کیڼ جناح ته دښمن له خپلو سپرونو او نیزو سره ستاسو په انتظار دی.»
په غرونو او ښارونو کې د مرستندویه ځواکونو لکه توپچي، هوايي، ریاکتیفي او راکټي قوتونو استعمالول هم ډېر مشکل دي. یوازې ډېر ښه روزل شوی قوماندان په ډېر احتیاط او هوښیارۍ ترې ګټه پورته کولای شي.
د پوځي دکتورینو پوه هوين هسي به په غرونو کې د جګړې کولو ستونزې د سختو سېلابونو، د اسمان څاه ګانو، د اسمان زندانونو، د اسمان دامونو او د اسمان چاودنو په نومونو یادولې او په ټینګار به يې ویل چې ژر ترې لیرې شئ او نږدې مه ورځئ.
نوموړي به له غرونو څخه راوتلي وژونکي سېلابونه د اسمان څاه ګانو، د غرونو په منځ کې تونل ته ورته معبر به يې د اسماني زندانونو، اوږد او ناپایه تنګې درې به يې د اسمان د جالونو، د غرونو په منځ کې ژورې ځمکې به يې د اسمان دامونو او د غرونو په منځ کې تنکۍ او ویجاړې شوې لارې به يې د اسمان چاودنو په نومونو يادول.
په عمومي توګه او بیا په ځانګړې ډول د افغانستان په اراضۍ کې جګړې کول تل له ډېرو ستونزو سره مخ وي. ځکه چې تنګې درې، ناوونه، لوړې او ژورې، سېلابونه او ګډې وډې لارې تل ستونزې زېږوي او د وسايطو او درنو وسلو تېرول او کارول ډېر ستونزمن او بشپړ مهارت غواړي.
د افغانستان اراضي ده چې خلک يې د کمین په نیولو او ګرولايي یا د خرپ او ترپ په جګړو کې تل نامي دي. د خوشحال خان خټک، اېمل خان، دریاخان، له انګرېزانو سره د درېیو جګړو او له روسانو سره د جګړو پر مهال د خرپ او ترپ جګړې يې ښې بېلګې دي.
په جګړه کې د دښمن په نیرنګونو پوهېدل هم د حرکاتو په څېر تمرين او پوهېدل غواړي. قوماندان باید له سیاست کولو څخه ليرې خو کاملا په سیاست پوه او تمرین شوی وي.
که قوماندان کودن وي ژر د دښمن پر غولوونکو حرکاتو او خبرو باور کوي، ځان او پوځ له ناکامۍ سره مخ کوي.
شن هایو په ټینګار سره وايي:
«کله چې دښمن د غوړه مالۍ او غولیدونکې خبرې کوي، کله چې بې دليله متارکه غواړي، کله چی دښمن غيرمنظم حرکات ترسره کوي او کله چې دښمن امتياز ګوري او برید نه کوي، دا ټول هغه څه دي چې قوماندان يې بايد په ډېر مهارت وڅېړي او هېڅکله د دښمن د توطیو ښکار نه شي.»
د قوماندان غوسه، بیړه او ژر پرېکړه کول، لټي او ټنبلي، بېغورې، بېځایه غرور، په موقع د وضعيت نه ارزول، مکافاتو او مجازاتو ورکول دا او دې ته ورته نور ټول په حرکاتو کې راځي ځکه چې دا ټولې پېښې تمرین ته اړتيا لري او قوماندان بايد مخکې تر مخکې د دې پېښو په اهميت پوه شوی وي.
کله چې موږ په حربي پوهنتون کې محصلین وو، د جمع نظام په لوست کې استاد پوره دوه ساعته پر دې تېر کړل چې خولۍ وباسئ، خولۍ پر سر کړئ. موږ به ویل چې استاد هسې وخت ضایع کوي. خو وروسته د عمل په ډګر کې موږ په دې پوه شولو چې استاد څومره په حقه و، استاد په دې عمل سره زموږ غوسه مړه کوله او د هغو پېښو په مقابل کې چې سختې او یا موږ ته اړينې نه ښکارېږي زغم او حوصله ازمایله.
په جګړه کې په ځانګړې توګه غرنيو سیمو کې جګړه کول ډېر زغم غواړي، ځکه د یوه ساعت لاره به پوره یوه ورځ غواړي چې ترې تېر شئ.
پایله دا چې که په پوځي هنر پوه او زړور قوماندان هېڅکله زغم له لاسه ور نه کړي، په غرونو کې لا اکتیف او د پېښو ارزونه په دقیقه توګه وکړي، له کمینونو ځان وساتي او خپله قرارګاه په هغه ځای کې ونیسي چې په لوړه وي او د دښمن له دید يې خوندي کړي.
دښمن کمزوری او سپک ونه ګڼي. تل د ګیدړ دښمن مخې ته د زمري په څېر ور وړاندې شي، بې له شکه به بريا د ده په خوا وي.
د خرپ او ترپ جګړې اتل خوشحال بابا وايي:
« چې محنت په ځان قبول کا راحت مومي
رنج و ګنج سره دا دواړه دي تړلي »